د خپلواکۍ جشن


کابل کې توده جګړه روانه وه، د راکټونو له وېرې موږ د خپل کور دویم پوړ کې له استوګنې لاس پر سر شوي وو. کور ته مو د کابل له هغو سیمو خپل خپلوان را کډه شول چې د جګړې لومړۍ کرښې بلل کېدې او هر چا ته یوه یوه کوټه رسېدلې وه. د شپې به د تیارې په خپرېدلو سره د درنو او سپکو وسلو د ډزو غږ زور واخیست. له وېرې به د یو بل تر څنګ سره جوخت شو او د لالټین تته رڼا به هم د دې جوګه نه وه چې زموږ پر ذهن او زړه د خپرې شوې وېرې تیاره کمزورې کړي.
تاریخ، ورځ او ساعت به مو هېر وو او د شپې به مو راډیو ته غوږونه څک کړي وو. اوریدل مو چې جګړه‌ مارو د جګړې سره کرښه چېرته رسولې وه. په هاغه ورځ هم د خبرونو په سر کې لکه د تل په څېر د ورځې نیټه وویل شوه- د زمري ٢٨ نېټه وه.
کله چې خبرونه ختم شول نو نیا مې مخ راواړاوه: “پخوا به په همدې ورځ جشن و.” یو چا پوښتنه وکړه، یوه ورځ جشن؟ نیا سمدلاسه وویل، دا جشن به یوه ورځ نه، بلکې پوره یوه اونۍ به یې دوام کاوه. خلک به له هرځایه کابل ته راتلل. هرځای به مېلې او بازارونه ولګېدل.”
ما ترې وپوښتل، ” نو خلک به یوازې د میلو او جشن د لیدو لپاره کابل ته راتلل؟” نیا مې را غبرګه کړه: “نه زویه، جشن به د هر چا لپاره یو فرصت و، کروندګرو به د کرکیلې حاصلات د خرڅلاو لپاره راوړل، ځینو به جامې او کلیوالي خواړه د پلورلو لپاره راوړل او…” ما د
د نیا خبرې پرې کړې: ” ته هم کله جشن ته کابل ته راغلې وې؟”
هغې وویل: “بچکه موږ خو هر کال ستا له پلار سره کابل ته راتلو، ځکه ستا پلار به په عسکري پرېټ کې ونډه اخیسته، ستاسو پلار او نورو پېلوټانو به په هوا کې په د الوتکو کې پرېټ کاوه.”
نیا به مې د جشن کیسه داسې په خوند کوله چې موږ به فکر کاوه، فلم یې ګورو. هغې کیسه وغځوله: “خلک به په سپین زر هوټل کې میشت شول او له بره به یې د کابل د رڼاګانو تماشه کوله. جشن به یوازې په کابل کې نه وو، د هر ولایت مرکز او ولسوالیو کې به نمانځل کېده. له کابل څخه به د سندرغاړو او نورو هنرمندانو جوپې بېلابېلو ولایتو ته تللې. بهرني هنرمندان به راتلل او کنسرتونه او نندارې به وې. ټول کابل به په رنګه څراغونو ښکلی او روښانه و. د جشن په ځانګړې سیمه کې به له ولایتونو راغلیو خلکو د خپلو سیمو د هنر ننداره وړاندې کوله، مثلاً چا به اتڼ کاوه، چا به غشي ویشتل او ځینو به بیا هغې پر آس د نیزې لوبه کوله. خلکو به د جشن لپاره جامې جوړولې.”
نیا مې سوړ اسویلی وویست، بیا یې زیاته کړه: “موږ خپله برخه خوشحالي تېره کړې ده، ای شو ستاسو پر ژوند چې سر مو لا خوندي نه دی.”
بیا ډېر کلونه وروسته چې زه ایران ته ولاړم، یوې ایرانۍ مېرمنې راته وویل چې هغه به په جشن کې کابل ته تلله. هغې راته د کابل او د پغمان درې د ښکلاو کیسې وکړې او ماته مې د نیا خبرې او کیسې را په زړه شوې.
زما له انده هاغه مهال د هېواد د ازادۍ جشن ځکه له برمه ډک و چې هر افغان یې په ویاړ او خوشحالۍ کې ځان شریک ګاڼه. خو له هغې وروسته هره ډله د خپل حاکمیت ورځ نمانځي، مګر دا نمانځل به هېڅکله ولسي رنګ ونه لري او نه به هغه ولسي جشن وبلل شي.
ملاله

Leave a Reply

Your email address will not be published.