زر ډېرۍ

Zar Derai
د پاکستان د هزارې غرونه د اريايي وختونو نښې لري او يوه سيمه يې د بودايي دين مهم مرکز و. په دې سيمه اشوکا هم حکومت کاو او د هغه له خوا په تيږو ليکلي نصيحتونه د مانسهرې په اوګي کلي کې وموندل شول.
د مانسهرې نه ۲۰ کلوميټر شمال کې د کونړاو شيران سيندونو ترمنځ، په غرونو کې ځای ځای کنډوالې ښکاري.
د شلمې ميلادي پېړۍ په سر کې د دې يوې غونډۍ نه خلکو د سرو زرو توکي موندل او دا “د زرو ډېرۍ” په نوم مشهوره شوه. په ۱۹۲۲ او ۲۳ م کلونو کې دلته انګريزانو له پلټنې وکړې او په يوې پراخې سيمې کې يې بودايي جوړښتونه وموندل.
زرډېرۍ په دوو برخو کې وېشل شوې ده. په ښکته برخې کې يې يوه ستوپه ده او بره کې يې خانقاه او د عبادت حجرې جوړې دي. د ستوپې په لوېديځ کې دوه ميټر پلنه او ۱۰ ميټر ژورکوهی دی چې اوس هم شپونکي ترې د څښلو لپاره اوبه اخلي. شا و خوا ۴۰ ميټر پلنه او د ګندهارا تر ټولو لويه ستوپه د غره په لمنه کې په يوې هوارې څنډې جوړه ده. د دې څلورو خواو ته يې پوڼۍ دي چې دا پکې د يوې دايرې يا څلور لاري په شان ښکاري. د ستوپي چاپېره دريو خواو ته د تيږې ټيټ دېوالونه د غونډۍ د لوړو ژورو سره په مطابقت داسې جوړ دي چې هم زمکه هواره ښکاري او هم د چاپېره غرونو منظره ترې ليدی شي.
په غونډۍ ختلو لپاره د ستوپي جنوب ته يوه لويه زينه او په شمال کې بله زينه بره د خانقاه کوټو ته لاره کړې ده. د خانقاه د برخې زمکه هم په يو ټيټ دیوال پوښلې ده.
په زر ډېرۍ کې تر ټولو مهم د تيږې جوړې هغه مجسمې وې چې يو چا راټولې کړې او د راهبانو په يوې کوټې کې لکه د انبار اچولې وې. په ځينو خروشتي ليکدود کې د دې ځای د نيټو په اړه معلومات ولوستل شول. ښکلې مجسمې او نور زينتي توکي، د تيږو په دړو قلمکاري د سيمې هنري نفاست ښايي. په نورو کيندنود ۵۵۸ ق م د هخاميني وختونو ودانۍ وموندل شوې او د اريايانو د تلو راتلو نښې هم لري.
دلته د کوشان وروستۍ دورې سکې وې چې ښايي دا سيمه ترهغه وخت اباده وه. په ۱۹۹۴ م کې د جاپان د لرغونپوهان په مرسته دلته کنستون او نورو پلټنو ښکاره کړه چې دلته د بودایي دين ورستي دوره کې د ګندهارا هنر خپل اوج ته رسيدلی و. د مجسمو جامې او د مخ تاثرات د نورو سيمو نه توپير لري. زر ډېرۍ کشمير ته هم نږدې ده نو داسې ګومان کېږي چې هغه څلورم بودایي کانفرنس چې د کنشکا باچا له خوا راوبلل شو او په تاريخ کې يې ذکر شوی دی ممکن هم دلته جوړ شوی وي. په هغه کانفرنس کې ۵۰۰ راهبانو ګډون کړی و چې مهم نومونه يې واسوميتره، اسواګوشه، ناګرجونه، او پرسوه وو. د هغه کانفرنس مشر واسوميتره او مرستيال يې اسوا ګوشه و. دا چې کانفرنس دلته جوړ شو و که نه، ماهران په دې کې اختلاف لري. خو څوک چې ورباندې باور کوي، وايي چې د هغې کانفرنس په وياړ يوه ځانګړې ستوپه هم جوړه شوه چې د زر ډېړۍ ته ورته وه. د تبت يو بودايي تاريخ پوهه تارا نات وايي چې په هغه کانفرنس کې د بودایي دين د فرقو تر منځ ۱۸ اختلافات ليرې کړې شول. هغه فرقې زاړه پال يا ارتودکس ګڼل کېده. په هم هغه کانفرنس کې د هنايانه پخوانۍ بودایي فرقه د نوي سره بدل شوه، مانا دا چې په بودایي دين کې تجديد هم هغه وخت وشو. که هغه کانفرنس په زرډېرۍ کې شوي وي نو بيا دا سيمه د بودايي دين په تاريخ کې يو مهم ځای دی.
سرچينې
۱.د خيبر پښتونخوا د حکومت، لرغونو آثارو او د ميوزيمونو د ادارې پاڼه
۲. د ويبپاڼو نه-
د خبريدو نيټه
۱۷ جنوري ۲۰۱۶ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.