
د ماشومتوب په یادونو کې مې کلیوال ودونو هر دود ته پام و. کله چې ناوې ته به يې اوربل جوړ کړو نو یوې ښځې به ورته په ویښتو( لاره) سور رنګ پوډر ووهلو. وروسته مې د دې نوم “دړۍ” او بیا هندي فلمونو کې د “سیندور” په نوم وپیژندلو.
د ویښتو تر منځ لارې ته د پښتنو خپل نومونه دي چې پیاڅه، خېشت، سینده، سینزه او مانګ نومېږي. د واده په وخت د لارې ویستل ځان له یو شګون و او په ځینو قامونو کې د ناوې ورور به دا دود تر سره کاو. د دړۍ ایښودو نه وروسته به يې ورباندې د سرو یا سپینو ټیک (ټیکه) برابره کړه. سیندور به یواځې د واده په وخت پکاریدو او ناوې ته د سینګار نورو توکو لکه رانجو، سرخي پوډر او نکریزو سره په پوڼۍ کې معمولي دړۍ هم ورکوله. دا د خوشالۍ او د نیکمرغه ژوند شګون ګڼلې شو.
کله چې بودای عقیده ګندهارا ته ورسیده نو د دې منونکو سیندور یا دړۍ رواج هم پریښودو. په پيښور، سوات، ننګرهار او کابل کې د ودونو دود د هندوانو له سیمو توپیر لرلو. په زیاتو پښتنو کې د دړۍ ایښودو دود ختم شو او د اسلام د خپریدو سره د نکریزو پاڼې سپیڅلې شوې. خو په ځینو قبایلو کې اوس هم د واده په وخت ناوې ته د تندي په ویښتو(لاره یا خېشت) دړۍ یا سیندور ږدي. د پښتو یوه لنډۍ داسې ده چې…
په هديره راشه نايڼې
ناويانې ناستې دي، د خاؤرو دړۍ ږدېنه
په دودیزه توګه سیندور د صندل (چندڼ) میده شوی لرګی وي چې په هند کې سپیڅلی ګڼلی شي. په دې کې به يې کورکمن یا د نارنجي ګلونو رنګ ورګډ کړل. وروسته، د کورکمن ځای، ګلال (عبیر) سرې خاورې واخیستو او د سور سیندور محاوره جوړه شوه.