د روهيله پښتنو کتابتون

Rampur raza library
د هند په ۲۰ کتابتونو کې د پښتو ۱۴۴ قلمي نسخې شته چې ۵۵ يواځې په رام پور رضا لايبرېري کې دي. دا لوی کتابتون د روهيله پښتنو په کتابونو په ۱۷۴۹ م سمبال شو.
د رام پور رضا کتابتون دوه پېړۍ وړاندې د هغه ځاې د لومړي نواب فيض الله خان د کتابونو زيرمې نه پېل شو او اوس پکې د کتاب او د لاس ليکلو قلمي نسخو نه علاوه انځورونه، اسناد، د ستور پوهنې الات، د هاتي د غاښ زينتي توکي، په ټوکر (کپړې) او د هوسۍ په پوټکي ليکل شوي نقاشي، خوش نويسي، طلا کاري نمونې دي چې بل ځاې نشته. دلته د عربي فارسي، ترکي، پښتو سانسکرت، هندي اردو او د انګريزي ژبو نايابه کتابونه چې ليکوالانو ورباندې پخپل لاس ليکلي دي، پراته دي. ډېر کتابونه داسې هم دي چې د نړۍ او يا د هند د نورو کتابتونونو نه راړول شوي او ورباندې د هغه ځاې مهر يا نقش هم ښکاري. دا کتابونه يواځې د خپل مضمون لپاره نا بلکه هغه موادو لپاره نايابه دي چې ورباندې ليکنه شوي ده. د دې کاغذ، پوښ، جلد بندي، رنګ روغن او حاشيې ځانګړې ښکلا لري.
د روهيلو حکومت شا و خوا ۱۷۱۹ م کې جوړ شوی و خو مغلو دربار نه د دې منظوري په ۱۷۳۷ م کې محمد شاه باچا ورکړه. بيا د سلو کالو خپلواکۍ نه وروسته مغلو، انګريز او مرهټو لاسونه يو کړل او د هند په مرکز کې د پښتنو دا مرکز يې ويجاړ کړو.
په ۱۷۷۴ م د اکتوبر په مياشت کې د انګريزانو، شجاع الدوله او روهيله نواب فيض الله خان تر منځ د يو تړون له مخې د رام پور سلطنت جوړ شو. نواب فيض الله خان خپلو ټولو کتابونو سره دلته ميشت شو او د جومات او مدرسې نه علاوه يو کتابتون يې هم جوړ کړو چې د ده استوګنځې سره جوخت جوړ و او د ده د دربار ټولو لوستو خلکو به ترې کتابونه وړل. په دې کې زيات کتابونه د فقه، طب او د فلسفې وو- دفيض الله خان له خوا د سلو نه زياتو عالمانو ته وظيفه ( پېسې) ورکړې کيده او دوی به د کتابونو د ليکلو او کتابت کارونه کول. هغو علماو سره به خپل کتابونه هم وو. په راتلونکو شلو کالو کې دا کتابتون دومره لوی شو چې د دې د ساتنې لپاره د يو کس اړتيا وه. د دی لپاره نواب د افغانستان يو نامتو عالم آغا يوسف علي محوي چې عربي فارسي او د پښتو ژبې ماهر و، د کتب خانې ناظم وټاکلو. هغه وخت د ده عمر ۶۶ کاله و. د محموي خپله شاعري او د فارسي ديوان هم په رضا کتب خانه کې شته.
د رضا کتابتون په ډېرو کتابونو د پښتنو سردارانو نومونه ليکلي دي چې ښايي دا د هغوی شخصي کاپي وه. په ځينو د روهيله سردارانو مهر او ليکنې ښکاري. په ۱۷۷۴ م کې کله چې حافظ رحمت خان شهيد شو نو د ده کتابتون هم به څو برخو وويشل شو. په دې کې ډير قيمتي په لاس ليکل شوې، د پښتو او فارسي کتابونه وو چې د اوودهه حاکم شجا ع الدوله د ځانه سره يوړل. وروسته انګريزان په لکهنئو کې برلاسي شول نو د شاهي ماڼۍ په وسلتون کې يو انګريز ” سپرنګر” ته ۴۰ صندوقونه په لاس ورغلل. په دې کې د حافظ رحمت خان او د روهيلو کتابونه وو، سپرنګر ليکي چې په دې کې د پښتو ځينې کتابونه ډير په کاوش ليکل شوي وو.
اکبر باچا پخپل دوره کې د سانسکرت نامتو کتابونه په فارسي د ژباړلو امر کړی و. هم هغسې نواب احمد علي خان (۱۸۴۰ م ومړ) د هندي راماين او نور ديني کتابونه په اردو د ژباړلو تايبا وکړه. د دی نه علاوه د طب نوي کتابونه وليکل شول چې دی کتابتون چاپ کړل. د نواب ځاې ناستي د ده وراره نواب محمد سعيد خان د کتابتون نورې ودانۍ جوړې کړې او يو نوې مهر يې ساز کړو چې په هر کتاب به يې ثبتولو. د ده په دوره کې کتابتون ډېر مشهور شو او د ليرې ليرې ځايونو نه خلک رام پور ته د څيړنو لپاره ورتلل. په ۱۸۴۸ م د اګست په مياشت کې د آګرې نه يو انګريز ريلېسن دلته د تاريخ د څيړنو لپاره راغلو او بې شميره کتابونه يې ترې يوړل. دا کتابونه يې بيرته ورنکړل چې يوه غلا وه.
په ۱۸۵۵ م کې د هند په لر و بر کې د انګريز پر ضد پاڅون ووشو خو رام پور کې ارامي وه. ځينو خلکو پخپلو سيمو کې د غلا له ويرې کتابونه، انځورونه، او د خطاطۍ شاهکارونه رام پور کتابتون ته وسپارل.
په ۱۸۶۵ م کې د نواب کلب علي خان په وخت کې د هر ځاې نه نايابه کتابونه دلته راوړل شول. هغه بهرنو ملکونو ته هم سفرونه کړي وو نو هلته نه يې هم کتابونه اخستل. د ازادۍ د جنګ نه وروستو د ډيرو لويو عالمانو کتابخانې يې په پېسو واخيستې او دغسې دا يې وژغورل.
د ده پر وخت د کتاب د بيې او د دې د اخيستو تاريخچه هم وليکل شوه.
په ۱۸۹۲ م کې دا کتابتون د خورشيد منزل نه يو نوې تعمير ته نقل شو چې خاص د دې لپاره جوړ شوې و. د دې سره يو ميلمستون او د ميلمنو لپاره يو رجسټر پرانستل شو چې پکې خپل تاثرات ووليکي.
تر شلمې پېړۍ په دې کتابتون کې د ۱۲۰۰۰ نه زيات کتابونه راټول شول او د دوی کيټلاګ کول او د کرم خورده کتابونو د بيا ليکلو کار ووشو. په ۱۹۴۷ م کې د هند د ويش نه ورستو نوابې سيسټم ختم شواو دوه کاله وروستو کتابتون د حکومت په واک کې شو.
بيا هغه نوې بلډنګ هم ورباندې تنګ شو او په ۱۹۵۲ م کې کتابتون د نواب حامد علي خان ښکلې ماڼۍ حامد منزل ته يې يوړو. تر هغې د کتابتون نوم سرکاري کتب خانه رام پور و خو له هغې وروستو دا رضا لايبريري په نوم ياد شو.
په ۱۹۷۵ م کې د دې کتابتون لپاره يو قانون جوړ شو او اوس په پينځو کالو کې يو ځل حکومت ۱۴ کسانو يوه کميټه د دې د انتظام لپاره ټاکي.
دا کتابتون په دې وياړي چې د حضرت علي د لاس ليکل شوې يو قران چې د اوښ په څرمنې ليکل شوې دې، دلته پروت دی. د حضرت امام جعفرصادق او د امام موسی د قران نسخې هم دلته شته. يوه نسخه د ابن مقله (۹۴۰ م کې ومړ) هم پکې ده چې عربي يې په لومړي ځل د کوفي خط نه نسخ ته د ليکلو رواج ورکړو. واي چې د سوريې حکومت يو ځلې د دې د اخيستو لپاره د ډېرو پېسو وړانديز وکړو خو ور يې نکړو. دلته د عربي نه ژباړل شويو کتابونو نسخې په نړۍ کې تر ټولو زياتې دي. د فارسي تر ټولو زوړ د لاس ليکل شوې نسخه د دولسمې ميلادي پېړۍ د فن سلوک په اړه د امام غزالي د ورور احمد غزالي ليکل شوی يوه رساله عشقيه ده.
د پند لقمان، خواجه عبد الله انصاري د لاس ليکل شوې مناجات، د شيخ سعدي انځوريزبوستان او داسې ډېر نايابه کتابونه د دې سرمايه ده.
دا کتابتون د افغانستان او په تيره بيا د هند د پښتنو په اړه د څېړنو لپاره د کتابونو خزانې لري خو معلومه نه ده چې زمونږ نوې کول به ترينه ګټه واخلي او که نا؟

سرچينې
۱. رياست رامپور کې د افغانانو علمي او ادبی خدمات- حکيم محمد حسين خان شفا ( ترتيب وتدوين، ډاکټر سعود الحسن خان روهيله، افغان ريسرچ سنټر، لاهور۲۰۱۲ م. ۲۳،۲۶، ۲۷ مخونه.
۲.په رامپور رضا کتابتون کې د دې د کارکوونکو مرکې- فروري ۲۰۰۴ م- د صفيه حليم سفر.
د خپريدو نيټه
۱۰ فروري ۲۰۱۶ م
صفيه حليم

5 Comments

Add a Comment
  1. taa da hind da kitaabtoonoona pe haqla (aw biaa da Rampur da kitaabtoon pe haqla) da da Afghanistan aalim da Hewad-mal kitaab `e hind k da pakhto da waday parhaawoona“ aw “pe hind k da pakhto qalmi nuskhay“ ne dee lwastay? da day hawalay pe k nishta…

    1. د دې مضمون لپاره ستاسو د ياد شوي کتابونو نه ګټه نه ده اخيستل شوې- مننه

  2. da Rohilkand pakhtoon Nawaab da Muhabbat Khan pakhto deewaan (che qalmi nuskha ye pe London k wa) khaghali Hewaadmal chaap krhay day…. Aw Hamesh Khalil trena pe khpal kitaab “da Chaar-baitay shaa-iraan“ k hum so chaar-baitay ra akhistay dee…

  3. da Qasim Ali Khan apridee pakhto deewaan aw hindi deewaan che pe day kitaabtoon k wo, Pakhto academy Pekhawar chaap karhee dee.

  4. da Tawaareekh-e-Hafiz Rahmat Khan kitaab pe pakhto k pakhto academy pekhawar chaap karhay day. Roshan Khan ye Urdu terjuma hum chaap karhay day….

Leave a Reply

Your email address will not be published.