چار ماري

دا انځور په ۸ فروري ۱۸۷۹ م کې د برطانيې نامتو ورځپانې “ايلسټريټيډ لندن نيوز” کې خپور شو. يو کس لاس تړلې د پينځو پوځيانو مخې ته ولاړ دی چې چار ماري شي. د انځور سره ليکلي دي چې دغه سړی يوکټاس يا ليونی مسلمان دی- په انګرېزي کې يې ورته د “فيناټک” تورې کارول […]

یوه اوږده لار، یوه اوږده کیسه

زه نه پوهیږم چې زه به څوکلنه وم، نه پوهیږم چې زما پلار او موږ څوک وو؟ د مور په باره کې خو ځکه څه نه شم ویلای چې کله زه په ښو او بدو وپوهیدم، د هغې په باب خو مې هیڅ هم وانه وریدل، یوازې د پلار په باره کې مې لا یوڅه […]

د بزکشۍ اسونه

د ۲۰۰۵ م په سپرلې کې د بي بي سي له خوا په شبرغان ولايت کې د ژورناليزم يو کورس لپاره ايسار وو. زمونږ کوربه راته بلنه راکړه چې د بزکشۍ اسونه وګورو. د شبرغان په شمال کې د خواجه دوکوه ولسوالۍ ۲۵ کلوميټرليرې وه. په يو جيپ کې د شنو ميدانونو نه تېر او […]

لايک

په فيسبوک کې مې ځان څه داخل کړو چې ځان ته مې غم واخيستو. د نومونو يوه لړۍ وه چې پکې “زما ملګری شه يا زه دې ملګری يم” ليکلي وو. تر څو مې ځان پوهيولو، د لايک (خوښي) شمېره سلو ته ورسېده. د خپلې ويبپاڼې د هر مضمون شريکولو سره ناڅاپه لکه د پېريانو […]

د افغانستان ځنګلونه

په افغانستان کې درې ډوله ونې کېږي چې لومړۍ پاڼه رژوونکي ونې لکه غوزان، ريمه،پنجه، چنار او د فندق ونې دي. دوېم د پلنو پاڼو لروونکي تل شنې ونې لکه د څېړیو ونې او درېم د تېرې څوکې لروونکې تلشنې ونې لکه د لمنځې ونې، اوبښته، بيجور، سرپ، نښتر ، ارچه او نور. د شلمې […]

د بهرام باره دري

د اباسين پر لویديځه غاړه اټک د پله سره په لویه لار (جي- ټي- روډ) د بهرام خان “باره دري” ده. بهرام خان د مغلو يو حاکم او د پښتو نامتو شاعر خوشال خان خټک زوی و. د خوشحال خان ۵۷ ( ځينې وايي چې ۶۳) زامن او بې شمېره لوڼې وې. د ده مشر […]

رګ بي بي

د بغلان ولايت د پلخمري نه لس کلوميټرجنوب کې د غره په ډډې يواس توږل شوی ښکاري. نږدې د شامرک کلي خلکو د رګ بي بي په نوم يادوو چې په ۱۹ ميلادي پېړۍ کې د ځينو بهرنيانو د پام وړ شو. خو دا نقش د زمکې نه دومره لوړ و چې پلټنې پرې ونشوې. […]

د الموړې جيل

د هندوستان د اتر پرديش ايالت غرنۍ ضلع الموړه يوه بندي خانه لري چې د انګريزانو د خپلواکۍ غوښتونکو مشران پکې زنداني وو . د جيل ادهيکشک ( داروغه يا مشر) ضلع کاراګر الموړه مين نيروده سواتنتره سيناني. د آزادۍ لپاره مبارزه کوونکي ضلع الموړه جيل کې ساتل شوي وو. دغه د لسو کسانو نومونه […]

په هند کې د لوديانوعروج

د پښتنو لپاره هندوستان د پنجاب د سيندونو نه وراخوا خاوره وه چې د تجارت لپاره به ورتلل. پنجاب یې هم په همدې نوم يادو او يا به يې ورته “ښکته”ويل. د ۱۰ ميلادي پېړۍ په نيمايي کې ملتان د لوديانو په لاس کې و او واکمن يې سلطان حميد، ورپسې د ده زوی سلطان […]

بغداد

د دجلې سيند پرغاړه د لرغونو تمدنونو څوکلي وو چې په اتمې ميلادي پېړۍ کې هلته ارامي مسيحيان اوسېدل. په دوی کې يو کلی “بغداد” نومېدو. د “بغدادو” توری د اسيريایي دورې د ګچو په خښتو، ميخي خط کې ليکل شوی و او د ۲۰۰۰ ق م د بابل تمدن ليکلي اسنادو کې هم لوستل […]