
د پښتونخوا په غرونو کې د سپرلي، یوه وحشي ترکاري د غشو په شان زمکه کې ښکاره شي. د بنګښو، وزیرو، ځاځیو او خټکو په سیمو کې د دې خپل نومونه دي. شغۍ، شوغۍ، شیبۍ، شېجۍ، شوبۍ، تیندوړی، که چوه، کاچوه، ری چوه، لختۍ، بندوکۍ او غړاونګه يې څو بیلګې دي.
د انګریزي “ایسپیراګس” د زړې فارسي “اسپراګ” ( وزره) او د یوناني ژبې “ایسفراګوس” نه راوتل توری دی. شغۍ د ختیځ بحر روم په ملکونو کې له زرګونو کالو راهیسې، خوړل کیده. لرغونی مصر، روم او یونان کې دا د ډوډۍ نه علاوه د تشو متیازو او د غاښ د درد درمل ګڼلو. شا و خوا پینځه زره کاله پخوا د دې د ګټو له کبله په مصر کې د دې کرونده پېل شوه او دا به بازار کې خرڅوله. په لومړۍ پېړۍ کې د روم خلکو د دې فصل پریکولو نه وروسته، شغۍ به په واورو کې یخ کړو چې بیا په اوړي کې يې وخوري. داسې باور و چې په دې جنسي توان زیاتېږي او د فرانسې شاهي ډوډۍ کې به ارو مرو پخیده.
د شغۍ پخول زیات وخت نه غواړي او دا په ایشیدلو اوبو کې دوه مینټو لپاره اږدي یا په اور يې یو مینټ لپاره اږدي. په انګریزي کې د تادۍ او د چټک کار لپاره د دې مثال ورکوي. د دې خپل څه خوند نه وي او مالګه یا کوچ پرې واچوي چې خونده ور شي.
صفیه حلیم