مومن خان شیرینو


یو کلي کې دوه وروڼه اوسېدل چې د مشر اولاد نه و خو د کشر ۷ زامن وو.
ډېره موده وروسته، د مشر ورور زوی او د کشر لور وزیږېدل. هلک مومن خان او جینۍ شیرین ونومول شول. وروڼو یو بل سره ژمنه وکړه چې شیرینو به مومن خان ته ودېږي. دواړه ماشومان یو ځای لوی شول او د یو بل سره يې ډېره مینه لرله. خو هغه بدنصیب وروڼه د اولاد تر واده ژوندي پاتې نه شول.
اوس د قام د مشرۍ په سرد دواړو په ټبر کې ناندرۍ پورته شوې. د کشر ورور زوی “زبردست خان” په عمر کې مشرو. خو مومن خان د پلار د مشرۍ له کبله د خپل حق دعوا کوله. زبردست خان په مومن د زور اچولو لپاره وویل چې که دی مشر نشو نو د شیرینو لاس به بل چا ته ورکړي. مومن خان خبر شو نو مشران يې په مرکه خپل تربور ته ور واستول. مرکچیانو د شیرینو ورورته خواست وکړو چې دښمني دې نه جوړوي او لکه چې پلرونو يې ژمنه کړې وه، شیرینو دې مومن خان ته ورواده کړي. ورور يې مرکې ته انکار نشو کولې خو د هغوی خبره منلو ته يې هم زړه نه کېدو. مرکې ته يې وویل چې زما د پلار نه د پهلوانۍ “سپر” (ډال) پاتې دی چې یو سیر وزن لري. که مومن خان شیرینو سره واده غواړي نو دغسې د سرو زرو دولس سپرونه دې ورته راوړي. مرکې د دښمني ختمولو لپاره ورسره وومنل او دعا ته لاسونه پورته کړل.
مومن خان ته د مرکې حال ورکړې شو نو هم خوشاله شو او هم خفه. په سوچ کې لاړو چې دومره سره زر به د کوم ځای نه راوړي. په هغو ورځو کې به خلک ډېرو پېسو ګټلو لپاره هندوستان ته ورتلل. شیرینو د مومن نه بېلتون نشو زغملې خو په زړه يې لوی کاڼې کېښودو. هغه ته يې ډاډ ورکړو چې زه به ټول عمر ستا په انتظار یم. مومن خان دخپل ملګري رېدي ګل سره یو ځای په اسونو د اباسین نه پورې هندوستان ته روان شو.
روایت دی چې مومن خان دومره ښایسته و چې د رېدي ګل په مشوره مخ پټې ګرځېدو. د یو ښار په سرای کې ایسارشول نو د هغه ځای حاکم خبر شو چې دوه ځوانان د بهرملک نه راغلي دي او یو پکې مخ پټ کړې دی. حاکم ورپسې سپایان واستول او دوی يې راوبلل. مومن د هغه په امر مخ ښکاره کړو نو ټول د هغه ښایست ته حېرانه وو. حاکم ورته بلنه ورکړه چې د ده د تکړه پهلوان سره دې مقابله وکړي. مومن خان په دغې مقابلې کې بریالی شو او حاکم په خپلو ځانګړو ملګرو کې شامل کړو.
یوه ورځ حاکم ته د باچا قاصد راغلو چې د دوو کالو راهیسې دې باج (ججه) نه دې ورکړې. یا خو دا راواستوه او یا جنګ ته تیار شه. حاکم سره د باج ورکولو پېسې نه وې او اندېښمن شو. مومن خان ورته وویل چې زه به باچا ته یواځې ورشم او ستا خواست به ورته وړاندې کړم. حاکم دا نه غوښتل خو د مومن خان په ټینګار ورله اجازه ورکړه. څو ورځې وروسته دی د هندوستان لوی ښار ته ورسېدو نو یو زرګر دکان ته ورغلو. هغه ته يې وویل چې زما د اس لپاره د سرو زرو نعلونه جوړ کړه. زرګر ورپورې وخندل چې ټوکې مه کوه. خو مومن خان ورته بیا وویل چې دا د ټوکو خبره نه ده، زما د اس لپاره د سرو زرو نعلونه جوړکړه او پخپله هم هلته ورته په انتظار کېناستو.
په لویه لاره خلک تیرېدل او مومن يې سېل کوو. یو اوښ تېر شو چې مهار يې د اوښبه په لاس کې و. خو په کجاوه کې ناستې ښکلې پیغلې په چغوچغو ژړل. مومن خان د زرګرنه پوښتنه وکړه چې، “دا جینۍ ولې ژاړي؟ زرګر ورته وویل چې زمونږ په ملک آفت راغلې دی. یو خونړی ښامارهره ورځ پېغله جینۍ لواړ، له ستونې تېر کړي. که جینۍ ورنکړو نو ښامار په ښار ننوځي، یو ناتار ورګډ شي، خلک نیسي او خوري يې. نورې پېغلې جینکې نه دي پاتې، نن ورته د باچا لور وړي.
مومن خان سمدلاسه په اوښ پسې روان شو. د یوغره په ډډه کې اوښ کېنول شو او اوښبه، شهزادګۍ له کجاوې را بهر کړه. مومن خان د یوې ګټې شا ته پټ ولاړ و. کله چې اوښبه روان او له سترګو پناه شو نودی له خپل ځای راووتلو او د شهزادګي خوا ته ورغلو. هغه وارخطا شوه او ويې ویل چې له دې ځایه ژر لاړ شه ځکه ښامار به دې وخوري. مومن خان جواب ورکړو چې که په ما هر څه ووشي، زه تا ښامار ته یواځې نه پرېږدم. ماځیګر د یوغار نه لوی ښامار سر ښکاره کړو چې خلې نه يې اور بادېدو. دی ورو ورو د شهزادګې لوري ته روان و. مومن خان چې د یوې تیږې شا ته پټ ناستو و، پخپلې تورې ورباندې ګوزار وکړو. ښامار زخمي شو او په مومن خان يې حمله وکړه خو هغه په بل ګوزار ترې سر پرېکړو. بیا د مړ ښامار د لکۍ نه یوه ټوټه يې بېله کړه او شهزادګۍ سره یو ځای شاهي ماڼۍ ته روان شو.
هلته د باچا خپلوانو د شهزادګۍ ویر کوو. مومن خان د باچا مخې ته د ښامار لکۍ کېښوده او شهزادګۍ ورته د ده د مېړانې کیسه وکړه. په ټول ملک کې خلکو جشن وکړو او باچا مومن خان ته د خپلې خزانې دروازه پرانسته. خو مومن خان ورته وویل چې دا هر څه په دې شرط اخلي چې د فلاني حاکم باج دې معاف شي. باچا دا شرط وومنلو او د حاکم لپاره يې ورته یو لیک ورکړو چې له دې وروسته د هغه په زمکو ټوله مالیه معاف وه. باچا مومن خان ته خپله لور هم په نکاح کې ورکوله خو ده ورته وویل چې ده ته په وطن کې خپله ترله شیرینو انتظار کوي.
مومن خان د باچا نه مال دولت واخیستل او هغه ملک ته لاړو چې رېدي ګل يې پکې پریښې و. حاکم ته يې د باچا مهر شوې لیک ورکړو او هغه هم ترې خوشاله شو. اخوا شهزادګۍ د مومن خان له تلو وروسته خفه وه او پلار ته يې وویل چې ورپسې ځم. په هغو ورځو کې به ښځو یواځې سفر نشو کولې نو شهزادګۍ د سړو جامې واغوستې او ۳۰ نورې جینکۍ چې هغوی هم د سړو په جامه کې وې ورسره بدرګه روانې شوې.
اخوا د زبردست خان په کور یوه شپه غله راغلل او مال يې ترې یوړو. ده د کور دېوالونه اوچت کړل خو څو ورځو وروسته بیا ترې غلا وشوه. دوی هیڅ نه پوهېدل چې غله څوک وو او له کومه به راتلل. اخر دا پیښې دومره ډېرې شوې چې دوی وېرېدل، چې هسې نه څوک شیرینو وتښتوي. د شپې به ټولو وروڼو د هغې کټ چاپېره پخپلو کټونو ویده کېدل چې که څوک راځي نو دوی ویښ شي. زبردست خان د مومن مور هم له کوره وویستله. د دوی په کور کې لوی شوې د مومن خان یو دیني ورور يې هم وشړلو. هغه هم د هندوستان لوري ته روان شو او په لاره یو ځای د مومن خان قافلې سره مخ شو. مومن ترېنه د کور احوال وپوښتلو نو ده ورته د زبردست خان د ظلم کیسه وکړه. له ځانه يې دا خبره هم جوړه کړه چې شیرینو يې بل چا ته ورکړې ده.
مومن خان چې دا واورېدل نوخپله ټوله خواري ورته عبث ښکاریده. دی خپل کلي ته ورنزدې شو نو یو مېدان کې يې د پړاو لپاره کېږدۍ ټک وهلې. د شپې ډوډۍ نه وروسته هغه خپلو ملګرو ته وویل چې تاسو خوب وکړئ او زه ورځم چې د شیرینو حال واخلم. په زړه کې يې دا فیصله کړې وه چې که هغه خپلو وروڼو په زوره بل چا ته ور واده کړي وي نو شیرینو او مېړه دواړه به وژنم.
مومن خان نیمه شپه خپل اس د یوې ونې سره وتړلو او په کلا يې دننه ورودانګل. د شیرینو د کټ چاپېره ددې د وروڼو کټونه وو. د سپوږمۍ په رڼا کې د شیرینوځلانده مخ په لیدو، مومن بې صبره شو. ده کش کړپ نه کوو، د هغې کټ ته لاړو او په مخ يې ښکل کړه. شیرینو له خوبه راویښه او په ترهه کې يې وروڼو ته چغې کړې چې هلئ څوک غل دی.
وروڼو يې له پاڅېدو سره، تورې راواخستې او په مومن خان يې داسې ګوزارونه وکړل چې دی په زمکه پرېوتو. رڼا شوه نو پر زمکه مومن خان پخپلو وینو کې رنګ پروت و. شیرینو ځان له په وېښتو شوکولو د مومن خان ویر کوو او اخر د هغه په سینه يې ساه ورکړه. ټول کلې د هغې کور ته ځغستل او د مومن خان مور هم خبره شوه. زبردست خان په خپلو کړو ښپیمانه و. د مومن خان او شیرینو قبرونه د یو بل تر څنګ جوړ او د مینې داستان ابدي شو.
د ځینو ولسي کیسو تفصیل او پېښې د خپلې سیمې او د روایاتو سره بدلېږي. دا هم هغسې یوه کیسه ده چې د شهزادګۍ څېره پکې مهمه ده.
د سهار په توره خړه کې شهزادګۍ د خپلو ملګرو سره د مومن خان کیمپ ته ورسېده نو د مومن خان له قتل خبرېږي. د هغې زړه مات او ځان له مرګ غواړي. د مومن خان مور ویل چې د زوی ارمان مې نه دې ختلې نو د ده جنازه به پیغلې جینکۍ هدیرې ته وړي. شهزادګۍ سره د سړو په جامه کې ۳۰ پیغلو د مومن خان جنازه هدیرې ته یوړه. شهزادګۍ هم د مومن خان سره یو ځای خښېدل غواړي. هغې د مومن په قبر کې ځان واچوو او هم هلته يې ساه ورکړه. بیا د مومن د قبر سره جوخت شهزادګۍ هم خښه کړې شوه. د شپې چا خوب ولیدو چې شهزادګۍ پخپل قبر کې نه وه. هغه ملا ته وویل او چې قبر يې وسپړدو نو د شهزادګۍ مړې پکې نه و. بیا د مومن خان قبر يې وسپړدو او هلته دوه مړي پراته و. دوی بیا هغه پخپل قبر کې واچوله خو بیا چا خوب ولیدو. اخر څو ځلې چې دا کار وشو نو ملا امر وکړو چې د قبرونو تر منځ دې لاره جوړه شي او خلک دې تګ راتګ پرې وکړي. بیا د دواړو قبرونو نه شنه بوټي را وټوکېدل او یو بل سره ونښتل.
په پښتو کې تر ټولو زیات لنډۍ د مومن خان شیرینو د داستان په اړه دي.
د هندوستان ولور ته مه ځه
د شیرینو ولور له ما واخله مئېنه.
د مومن خان عقل کوتاه و
په نیمو شپو څوک د چا کور له ورځینه؟
ادې راکېنه اور رابل کړه
د مومن خان په وینو رنګ شو بالښتونه
مومن خو اووه چړې خوړلې
د زبردست د چړې ډېر فریاد کوینه
د پاسه دوه جنازې راغلې
د مومن خان جنازه پیغلې جونې وړینه
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۳ دسمبر ۲۰۱۷ م

2 Responses to مومن خان شیرینو

  1. sardar ali khan
    26 December, 2017 at 12:42 PM

    Excellent

  2. Muhammad Sohail
    26 December, 2017 at 3:44 PM

    Excellent

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *