د افغانستان منرالونه

Afghan minerals
څنګه چې سعودي عرب د تېلو زېرمې لري، هم هغسې د افغانستان خاوره په ليتهيم ډکه ده. ورسره کرومايټ، مس، اوسپنه، ګوګړ(سلفر) او نقره(سپين زر) په لوی کچ موجود دي. کوبالټ، بارايټ او نيوبيم هغه منرالونه دي چې اوس نوي ټېکنالوجي کې ترې کار اخيستل کېږي، په افغانستان کې فراوان دي. هغه چې زېرمې په نښه شوي دي، د بيې اندازه يې ۳ ټريلين ډالر لګول شوې ده.
د افغانستان د منرالونو او د پېټرولو د وزارت تر څارنې لاندې تر اوسه په ټول هيواد کې ۱۴۰۰ ځايونو نه دا منرالونه راويستل کېږي. په دې کې ۱۲ د مسو کانونه دي.
د دې نه علاوه يو نيم ميلين ټن هغه نايابه خاوره هم شته چې بېلا بېل منرالونه پکې موندل کېږي. دا خاوره ار-اي- اي ( رېر ارت ايليمنټ) نومېږي او په ګرانه موندلې شي.
دا منرالونه د اوسنۍ ټېکنالوجۍ ځيني توکې جوړولو لپاره کارېږي. په دې کې موبايل فون، ټيلويژن، انجن، کمپيوټر، لېزر، بېټرۍ، فايبر اوپټيک او سوپر کنډکټر شامل دي.
د دې نه علاوه ځينې نايابه منرالونه د ټانکونو د سيسټم، د توغندو رهنما ، جنگي جيټ انجن، ستيلايټ او د پوځي مخابراتي توکو د جوړولو لپاره کارېږي.
اوس مهال چين د نړۍ ۹۷ فيصد منرالونه د خپل ملک نه راباسي او خرڅوي خوبيا هم د افغانستان نه مس، سکاره تېلو اود ليتهم د زېرمو راويستلو لپاره لېواله دی. په ۲۰۱۰ م کې د سمندري شخړې له کبله چين اوس په جاپان ليتهيم نه خرڅوي. جاپان په دې هيله ده چې ممکن د افغانستان نه يې واخلي خو هلته د دې منرالونو د راويستلو لپاره امنیت پکار دې.

د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۳ نومبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

3 Comments

Add a Comment
  1. dai khazano faidaAllah de pa Afghanistan kai aman rawalee che awamo tha da dai khazano faida orasee

  2. Allah de pa Afghanistan kai aman rawalee che awamo tha da dai khazano faida orasee –

  3. خدای پاک دې افغانستان کې امن راولي ځکه له امنیت نه پرته موږ نه شو کولای چې د خپل هېواد چارې په ښه ډول سره پرمخ بوځو.
    مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *