د افغانستان انځورونه

په ۱۸۳۹ م کې کله چې انګريز ځواک د غزني کلا ونيوله نو د هغه ځای لومړي انځورونه يو پوځي ډاکټر جوړکړل. دا انځورګر ډاکټرجيمز ايټکنسن د انګلستان د “درهم” ښار يو غريب پلار کره زيږېدلی و. له ماشومتوبه د ده د نورو ژبو او د انځورګرۍ سره شوق لرلو. د ده د پلار ځينو […]

سرخاب

په ماشومتوب کې به مو اوريدل چې فلاني ته څه د سرخاب وزره لګيدلې ده؟ سوچ به مو کوو چې دا به هم لکه د هما يو خيالي مارغه وي. خو سرخاب د زرکې د ټبر يو ښکلې مارغه دی. هسې خو د زرکې ۳۰ نه زيات قسمونه دي خو نر سرخاب يې تر ټولو […]

يورپي کېلينډر يا جنتري

ورځ او شپه په ۲۴ ساعتو کې د ويشلو کار په لومړي سر کې د بابل سوميريانو په ۴ ق م پېړۍ کې وکړو. لومړۍ جنتري يا کېلينډر په ۵۳۵ ق م کې د روم د سلطنت له خوا جوړ شو چې ۳۰۴ ورځې او ۱۰ مياشتې يې لرلې. لومړۍ مياشت يې مارچ وه. په […]

دوندی خان

دا انځور په ټوکر جوړ او د هند په مراد اباد کې يو کس حيات النبي سره خوندي دی. هغه دعوا کوي چې دا د روهيله پښتنو نامتو پوځي سالار او نواب دوندې خان څېره ده. دوندې خان د حافظ رحمت خان د تره زوی، په خټه برېڅ او د پښتونخوا د صوابۍ نه روهيلکهنډ […]

د اس قرباني

د اريایي عقيدې له مخې پر زمکه يو لوی طوفان راغلو او د شاربلو سمندرونو له تل نه يو سپين اسوا (اس) راوتلو چې دوه وزرې يې لرلې. د ديوانو باچا “اندرا” دا اس جنت ته يوړو، وزرې يې ترې پرېکړې چې پر زمکه پاتې شي او دا يې انسانانو ته ډالۍ کړه. په سانسکرت […]

د ټيکسلا ارواح

د سرکپ په جنوب کې د “کنال سټوپا” سره د شهزاده کنال یوه دردونکې کيسه تړلې ده. د هغې میرې مور په دروغو یوه حکمنامه د ده له پلار خوا نه ور واستوله، چه د کنال سترګې دې وباسې. نو کنال ورته ووئېل چې که دغه زما د پلار امر وې نو عمل دې پرې […]

راحت زاخيلي

د پښتو نثر او د ژورناليزم پلار راحت په پښتونخوا کې د انګريز د واک پر وخت را لوی شو. په ۱۸۸۴ م کې د نوښار په زاخېلو کلي کې د سيد فريح الله خپل زوی ته سيد رحمت الله نوم کېښودو. د سيدانو په دی ټبر کې ماشوم رحمت الله لومړنۍ زدکړې د پلار […]

هريرود

د هرات سيند چې ولس ورته هريرود وايي، هندو کش د کوه بابا له سرچينې راووځي. دا اوبه لومړی د غور په درو کې بهېږي او د جام مينار سره روانې وي. د هرات ښار په جنوب کې د زمکو د خړوبولو نه وروسته د سيند مخه شمال لويديځ ته شي او هلته د افغانستان […]

پشکارا ساني

په لرغوني ګندهارا کې ۶۴ ژبې ويل کېدې. د عيسوي پېړۍ نه سل کاله پخوا د پاکستان شمال او د افغانستان ختيځو سيمو کې د دغو ژبو نه يوه اوس لرغونپوهانو “پشکارا ساني” نومولې ده. دا ژبه تر یوولسمې عيسوي پېړۍ هم د پښتنو په سيمه کې ويل کېده چې د ګچ او د تيږو […]

کاکا صيب

د شيخ رحمکارمقبرې چاپېره په بې شمېرو کوټو کې د ده د ټبرغړي خښ دي. په قبرونو يې پلاسټيکي ګلدستې ايښې وې او منجاورد مالګې شکرانه راټولوي. د ده په عرس څراغونه بلېږي، ميله کېږي او يو وخت خو پکې جوار ګرهم راټولېدل. خو د شيخ رحمکار ژوند له دې هر څه فرق و. د […]