ببرک خان ځدراڼ

babrak zadran
هغه به تل یبلې پښې د افغانستان د امير امان الله خان دربار ته ورتلو. یوه ورځ امان الله خان ترې پوښتنه وکړه چې ته د لويې پکتیا پېژندل شوی مشر یي، ولې لوڅي پښې ګرځې؟
ده ورته ځواب ورکړو چې زه د قام مشر یم او چې خلک مې پښې لوڅي ګرځي، زه ځان ته حق نه ورکوم چې څپلۍ یا بوټان ولرم.
خو ببرک خان ځدراڼ د غرونو سړی اوځیږه سیمه کې اوسېدو. هغه به تل د منډې حالت کې و چې خلکو ته ځان ورسوي او يا په هغې سيمې کې خپلې دفاع ته تيار وسي. هغه له امير څخه د اعزازي جنرال خطاب ترلاسه کړی و خو کابل کې به يې “پښې لوڅی جنرال”بللو.
ببرک خان د مزرک (زمرک) خان زوی او دځدراڼو د قبيلې نه و. د کابل نه خوست ته تلونکې لويې لارې ته نږدې يو کلی المره نومېږي. دا کلې د خوست ښار لویدیځ لوري ته نادر شاه کوټ ولسوالۍ سره دی. ببرک خان هم دلته زېږېدلی و.
“ده خپله هم ژوند په خوارۍ او غریبۍ کې تېراوه.” داسې ښکاري چې د سيمې د نورو ځوانانو په شان د غرونو د جنګ او د وسلې چلولو مهارت يې زده و.
د نولسمې ميلادي پېړۍ په پای کې ببرک خان هغه وخت د اميرعبدالرحمن پام ځان ته واوړوه، چې د پولې تر څنګ پر انګرېزانو يې غلچکي بريدونه وکړل. هغه وخت د ډيورنډ تړون شوی و او انګريزانو ته دا د افغانستان له خوا په هند تيری ښکارېدو نو امير ته يې شکايت وکړو.
امير عبدالرحمن د پکتيا حاکم شیریندل خان ته فرمان واستوه، چې ببرک خان دې ورته حاضر کړي. ببرک خان کابل ته ورغلو او امير سره يې وليدل. سراج التواريخ په دې هکله ليکي،
” د ببرک خان د توبه ګار کېدو عریضه حضرت والا ته ورسېدله او د هغه پام یې واړوه اوعواطف او مهرباني یې وپاروله. حضرت والا د هغه ورېره په خپل نوم کړه او د سلطنت ورېښمن پوړته ورسېدله، ځکه چې هغه د خپلې ورېرې د واده کولو غوښتنه کړې وه. حضرت والا د کرمان یوه مشهوره بالاپوش او یوه زرینه پېښورۍ لونګۍ ببرک خان ته واستوله. سردار شیریندل خان ته یې امر او لارښوونه وکړه چې د هغه د وریرې ډولۍ د ملک رحمت شاه خان وزیري د لورد ډولۍ په څېر کابل ته ولېږدوي، هغه هم د امروالا حکم پر ځای کړ او د ببرک خان ورېره یې د کابل پر لوري روانه کړه.”
ببرک خان ته د امير له خوا د المرې په کلي کې ځمکه او د ملکي غونډ مشري ورکړل شوه. له کابل نه د امرالدين په مشرۍ يو هيت راغلو چې د انګريزانو د نقشې له مخې سرحدي حدود ورته په نښه کړي.
د سرحد له معلومولو وروسته غازي ببرک خان د سرحد په اوږدو کې دولس تاڼې جوړې کړې، په هره تاڼه کې يې ۱۰۰ کسان کېنول. اوس هم دغه سيمه (۱۲ تاڼې) دده په نوم ياديږي.
هغه وخت د يوې تاڼې د جوړېدو پر سر د انګرېزانو او غازي ببرک خان تر منځ اختلاف پېدا شو. انګرېزانو ويل چې دا زموږ په خاوره کې ده، خو ببرک خان په خپلې نقشې باور لرلو. داشخړه اوږده شوه او کابل نه بيا يوه ډله دې سيمې ته ورغله. د انګريز او افغان استاځو يو وارې بيا دا سيمه وليده او د ببرک خان په نقشې راضي شول.
دی په ۱۸۹۸ م ( ۱۲۷۷ لمريز) کال د خوست د سيمې د امنيت مشر او خاصه دار نومېده. کله چې امير حبيب الله خان پر تخت کېناستو، نو ببرک خان هم هغسې پخپله عهده پاتې شو. په ۱۹۱۲ م کې د افغان حکومت په ضد د منګلو او احمد زیو په بغاوت کی ببرک خان د حکومت ملاتړ وکړو. په ۱۹۱۷ م کې هم دی د خوست امنيتي چارو ناظم و.
په ۱۹۱۹ م کې کله چې اميرامان الله واک تر لاسه کړو نو ببرک خان دسید موسی شاه مندوزي سره کابل ته ورغلو او هغه ته يې ځان پتمن اعلان کړو. امان الله هم د ببرک خان صلاحيتونو ته د قدر په سترګه کتل او د هند سره د پولې د چارو په اړه مشورې ترې اخيستې. وايي چې د ببرک خان په مشوره امير، محمد نادر خان له بند څخه خوشې کړو او د لويې پکتيا د محاذ قوماندان يې وټاکلو. ( نادر خان د نصرالله خان د پت په پاللو، نيول شوى او تر ١٢٩١ هـــ ش کال د حمل تر مياشتې پورې بندي و).
امير امان الله د افغان پوځ کومانده، محمد نادر خان ته وسپارله چې د يوې ډلې سره خوست ته روان شو. د ده وروڼه شاه محمود او شاه ولي خان هم ورسره وو.
محمد نادر خان د خپل لښکر سره يو ځاى څو شپې د غازي ببرک خان مېلمه و او بيا وړاندې لاړو.
ببرک خان په خپل ځاى ( ګېډوره) کې د انګرېزانو سره د جهاد لپاره يو لوی لښکر جوړکړو. په دوی کې د تڼيو، وزيرو، مسيدو، منګلو، ځدراڼو او په خوست کې د نورو قومونو جنګيالي شامل وو چې شميره يې ۹ زرو شا و خوا وه، په متون کې د نادر خان د پوځ سره يو ځای شول.
د ټل او ميرانشاه تر منځ په سپين وام کې د انګرېزانو مشهور کمپ (قرارګاه) د ببرک خان قبايلو ونيوه چې د دوی په ليدو انګريز ځواک ترې تښتېدلی و. په دې کمپ کې د خوړو نه علاوه نور ټول مواد هم د قبايلو لاس ته ورغلل او دوی په ټل د حملې لپاره ځان تيار کړو.
د انګريزانو ليکنې ښايي چې د ببرک خان ځواک ورته لوی خطر و.” د هغې نه هم لوی لښکر چې د خوست قبايل پکې وو او د برطانوي هند “وازيرو” د ببرک ځدراڼ په مشرۍ د “اشکالۍ نالې” جنوب لوري غرونه نيولي وو. د افغان پوځ اصل ځواک د خپلو زياتو توپونو سره د کورمې سيند لويديځ، په خپيانګه او يوسف خيلو کې و چې د نادر شاه مرکزي کمپ پکې جوړ و. په دې توګه ټل د دريو خواو نه محاصره شوی او يواځينۍ لاره چې څوک پرې تلی راتلی شول، ډاير(جنرال) پرې ورغلو. د افغان پوځ شمېره ۳۰۰۰ او شا و خوا ۹۰۰۰ قبايل ورسره مله وو. ډاير ته ژر جوته شوه چې د نادر شاه عادي پوځ او توپې د ټل جنوب کې د ببرک ځډراڼ د سړو ملاتړ نشي کولی ځکه چې په منځ کې يې د ټل سيند و. د دې لپاره هغه لومړی په ببرک ځدراڼ د حملې نيت وکړو. خو د خپل نيت د پټولو لپاره هغه د ټل په کلي او په جنوب کې د قبايلو په سنګرو د ۸۹ بيټرۍ او د فرانټير چاوڼۍ د توپخانې ډزې پېل کړې.”
په انګريزپوځ فشار زيات شو او پېښور ته يې د کومک لپاره غږ وکړو.
ببرک خان د کلا لاره نشوه پېدا کولې چې يوه لويه حمله پرې وکړي. وايي چې هغه وخت يو سک هټیوال چې لاره يې ليدلې وه، ببرک خان سره مرسته وکړه. د ١٩١٩ م کال د مۍ په ٢٨ نېټه توپچي قواوو د عبدالطيف په مشرۍ د ټل په چاوڼۍ ډزې پېل کړې. ببرک د خپلو څو ځوانانو سره چې د ده دوه زامن شيرک او زمرک هم ورسره وو، کلا ته ورننوتل.
په دې جنګ کې ډېره مرګ ژوبله وشوه او ببرک خان په اوږه ټپي شو. ده زامنو ته وويل چې اوږه مې وتړئ، خو چې غازيان خبر نه شي ځکه حوصله به بايلي. زامنو يې پر اوږه د زڼغونزي ژاوله (جلغوزي د ونې سليخ)، چې د همدې لپاره يې له ځان سره ګرځوله کېښوده، او زخم يې ورته وتړلو. کله چې سهار شو، نو په چوڼۍ کې هېڅ انګرېز پاتې نه و.
انګرېزانو اميرامان الله خان ته ليک ور واستوه چې دا جنګ دې سمدلاسه بند شي او په بمبۍ کې د افغانستان لپاره د وسلو بار يوه بېړۍ يې هم هلته ايساره کړه.
امان الله خان د جنګ د بندولو فرمان صادر کړو چې د ببرک خان په لښکر کې يې ناارامي پېدا کړه. په اخر کې يې د عالمانو په غوښتنه دوى د جنګ له ډګر بېرته لاړل. ببرک خان د سپين وام، ټل، هنګو او نور ګټلي سنګرونه پرېښودل او له غازيانو سره بېرته خوست ته لاړو. محمد نادر خان ده ته د ميړانې لوړ نشان (لمر) ورکړو. خو هغه وخت په افغانستان کې د امير امان الله خان پر ضد بغاوت پېل شو چې شينواري يې به سر کې وو. د پکتيا ځينې قامونه هم د ملا عبدالله خان ګرديزي او ملا عبدالرشيد په مشرۍ راپورته شول، نو ببرک خان د دې د ختمولو هڅې وکړې. په خوست کې د وزير محمد ګل خان مومند ځواک يې له محاصرې خلاص کړو او باغي قامونو ته يې د حکومت د اطاعت غږ وکړو. د ده په وينا د ځدراڼو قام حکومت سره شو او مخالفو سره جنګ ونښتو. په ۱۹۲۵ م کې په يو جنګ کې د ببرک خان يو ملګرى غزني خان د ټوپک په ګولۍ ولګيدو نو ده ته يې نارې کړې.
هغه خپل ملګرې راپورته کوو چې په بلې ګولۍ په سينه ولګېدو او ځای پر ځای شو. دی د ۶۳ کالو و او پخپل کلي المره کې خاورو ته وسپارل شو.
د ببرک خان يو ورور سيد اکبر د امان الله خان په حکومت کې برطانوي هند ته ورکډه او په ايبټ اباد کې ميشت شو. وروسته د پاکستان لومړي وزير اعظم لياقت علی خان په قتل تورن شو.
دده نوم دکابل د همزنګ دعلم او جهل په مناره د ملکي غونډ د مشر په توګه ثبت دی. په کابل کې باغ بالا ته نږدې یوه سیمه دببرک چمن په نوم نومول شوی او په چم ګاونډ کې دغازي ببرک خان د کورنۍ د غړو کورونه هم اباد وو. د ده دوه زامن شیرمحمد ځدراڼ اوعبدالله ځدراڼ په کې استوګن وو.
کله چې ببرک خان، د امیرعبدالرحمن خان دربار ته ورغلې و نو هغه وخت يو انګريز عکاس هم د امير دربار کې و او ښايي د ببرک خان کړه وړه ورته حيرانوونکي وو. د ده په کور کې يوه کيسه ده چې ببرک خان به د سيمې د دود سره سم وربوز تړلی و. د دې عکس لپاره د امير ميرمنې ترېنه غوښتنه وکړه چې ږیره دې خلاصه کړي یعنی وربوز دې نه تړي. ببرک خان ته پخپل حال خندا ورتله نو د هغې د کنټرول لپاره يې خپله د ګس لاس په ګوته يې په نوک زور وکړ او ويي چیچله.
د ببرک خان شخصيت د هغو کسانو لپاره يو مثال دی چې د ژوند هدف يې د نورو چاپلوسي ده. د غرونو يو خړ پړ سړي پخپل ځان دومره باور لرلو چې يبلې پښې دربار ته تلل ورته عيب نه ښکارېدو.
Babrak Khan
سرچېنې
۱-زمونږ غازيان- محمد ولي ځلمی، د افغانستان د علومو اکاډمي- ۲۸ اسد، ۱۳۶۸ه – ۲۰۶ او ۲۰۷ مخونه
۲.په سرحد بحران- درېیم افغان جنګ او د وزيرستان کمپاين ( ۱۹۱۹ او ۱۹۲۰ م) براين رابسن- سپېل ماونټ خپرونې- بريطانيه – ۲۰۰۴ م ۹۹ مخ.
۳- د ببرک خان ځدراڼ د کورني معلوماتو لپاره په کابل کې د نجيب الله ځدراڼ ببرکزی نه مننه.

د خپريدو نيټه
۲۹ اکتوبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

One Response to ببرک خان ځدراڼ

  1. Khalid Babrakzai
    30 June, 2018 at 8:42 AM

    خوشحاله شوو د تاریخ یوه پاڼه ده بلی !

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *