درمل

pain
په څټ کې مې ناڅاپه داسې درد شو چې نور مې توان نه و. دا هغه درد نه و چې يو سهار راپاسې نو څټ دې کوږ نيولې وي. دا درد له ډيرې مودې و خو ما به کله ورباندې ګرمه توليه کيښوده او کله به مې د درد کريم ورباندې وتپلو. اوس چې کلي ته د يو څو ورځو له لاړمه نو درد لږ نشو. ټولو وئيل چې دا د کمپيوټر درد دی او څو ورځې به پخپله ښه شي. اخر يوه ورځ مې ورور ته ووئيل چې ډاکټر ته مې بوځي. د هغه يو ملګري د ښار په زړه برخه کې يو پخوانې کلينک اخستې او د هغې سره يې نورې کوټې هم جوړې کړې وې. زه چې لاړم نو په يو قطار کې کوټو د پاسه د ډاکټرانو نومونه ليکلي و او خلک ورته بهر په انتظار ناست يا ولاړ وو.
د هډوکو او د رګونو ډاکټر کوټې مخې ته ډېر رش و او زما خيال نه و چې دوه ساعتو کې به مې ډاکټر ليدلې وې خو څو شيبې وروستو يې وليدلم. څو پوښتنې يې وکړې او داروګان يې وليکل. نور هيڅ غږ يې ونکړو او مونږ بهر راووتلو. هغه راته د درد ګولۍ ليکلې وې چې سهار غرمه ماښام وخوره. دغسې دارو ما ډېر خوړلي وو او لکه د نشې به يې کار کوو. په قهر مې ورور ته ووئيل، دا درملنه نه ده بس د پېسو کاروبار دی. هغه زر روپۍ خزانه دار ته ورکړې او يو رسيد يې ترې واخيستو. بيا يې د هغه نه پوښتنه وکړه چې دارو په کوم ځاې ښه وي. هغه ورته د فارميسي پته ورکړه چې د روغتون شا ته وه. ورور مې ګړۍ ته وکتل او راته يې وويل، زه دارو راوړم او يو ملګري سره هم وينم. بس په لسو مينټو کې بيرته راځم. ته دلته زما انتظار وکړه.
زه د انتظار لپاره پرتو کرسيو کې په يو کيناستم. د مخې سره هلته ناستي ښځې رانه پوښتنه وکړه،
څه تکيف دې دی.
څټ مې خوږېږي.
د زيتون تيل مالش دې کړې دی،
آوکړې مې دی.
ورسره لکه چې د بلې ښځې زړه صبر نشو.
د څوکنو بابا زيارت نه تيل واخله او هغه پرې ومښه، زما د خواښې ملا په يو ورځ کې ښه شوې وه.
يوې درېمي ښځې چې هم غوښتل چې څه ووايي خو د هغې نوم چا په زوره واخيستو نو لاړه.
ما څو شيبې سترګې پټې کړې او د چت پکو ته مې په کتلو، د درد هيرولو کوشش وکړو. خوهغه د هيرولو نه و او هرې خوا ته مې چې سر تاوولو درد هم ورسره ګرځيدو. پخپل حالت ژړا راتله او خداې نه مې ګيله پېدا شوه. ولې ما څه بد او کومه خطا مې کړې وه؟ ايا دا د خداې له خوا سزا وه او که نه د زړښت نښې وې، خو نور سوچ مې نشو کولې او بيا مې سترګې پرانستې.
مخامخ د يوې کوټې دروازه بنده او ورته يو غټ قلف ځوړند و. هغه شيبه يو سپين ږيرې راغلو او د دې قلف يې خلاص کړو. دننه لاړو او رڼا يې بله کړه. ما ځان سره سوچ کوو چې په دې کوټه خو د ډاکټر د نوم تخته نه ده لګيدلې. دلته به څوک څه کوي. دروازه بيا خلاصه شوه او هغه بوډا پکې راښکاره شو، ما ته يې د لاس اشاره وکړه چې راشه. ما اخوا ديخوا وکتل چې بل چا ته وايي، خو هلته هيڅوک نه واو هغه ښځې هم تللې وې. زه د ځاې نه پاسيدم خو پښه نيولې ولاړه وم. هغه زما نوم واخيستو نو وړاندې لاړم. نږدې نه مې د هغه څېره وليده نو زما په شان يې عينکې په سترګو وې. يو څه موسکی شو او راته يې ستړي مشي وويل. زه دننه لاړم نو کوټه راته ډېره وړه ښکاره شوه. يوه کرسۍ او يو ميز و، ورسره هغه د څرمنې پوښلې لوړ کټ چې ډاکټران ورباندې د مريض معيانه کوي.
ما سپين ږيري ته وکتل نو وې ويل، څومره مودې نه دې څټ خوږېږي؟ درې مياشتي وشوې. دروغ مه وايه، دا د يو کال نه درته پېدا شوې دی. زه پيکه شوم. هغه زما د سرڅادر د پاسه په څټ راته لاس کيښودو، بيا يې ګوتو سره يو رګ له زور ورکړو نو زما له خلې چغه ووتله.
په زړه کې مې ورته يوه ښيره وکړه، کور دې ګډ شه، مړه دې کړم.
هغه وويل، ښيرې مه کوه،
زه حيرانه شوم- دی څنګه خبر شو؟
ښاي د ډېرو مريضانودرملنه يې کړې ده. د کلي ښځې په خله ښيرې کوې نو ځکه هغه ډاکټرخبر و.
هغه زما يو لاس ونيولو او شا ته يې تاو کړو. اوس مې لږ ځان تينګ کړې و او درد مې وزغملو. بيا يې بل لاس راښکلو چې درد يې زيات و.
د ورځې څومره وخت کمپيوټر ته ناسته يې؟ ما ورته وويل، درې څلور کينټې نه زيات کار نه کووم. ټي وي په ملاستې ګورې؟ دا ريښتيا وو چې زه د ټي وي کتلو پر وخت په صوفه وغځيږم. څټ مې يوې خوا ته نيولي وي.
هغه راته اشاره وکړه چې په کټ څملم. زړه نا زړه مې څپلۍ وويستلې او په کټ وختلم. بالښت ډېر خيرن ښکاريدو خو څادر مې نيم په بالښت او نيم په مخ راښکلو. هغه راته وويل، د مايکروب نه دومره ويرېږې؟
زه بيا کچه شوم، دا ډاکټر دی که بلا؟ هغه زما د څټ يو رګ له زور ورکړو چې سخت درد يې وکړو او زما له خلې بيا چغه راوتله. هغه يو بل رګ ونيولو او په کټه ګوته يې دومره زور ورله ورکړو چې زه لکه د بې اوبو ماهي په شټنکو شوم. خو هغه نه پريښودلم. زما له سترګو اوښکې روانې شوې او اخر مې په چغو چغو وژړل.
هغه زما لاس ونيولو او يوې خوا ته يې دومره تاو کړو چې زه کيناستم او هم هغسې په ژړا مې وويل، ” بس دی نورعلاج نه کووم” هغه وخاندل، “علاج خو دې وشو او اوس ته ښه يې.” ما د څادر د پلو سره سترګې او پوزه پاک کړل او د ښکته کوزيدو لپاره مې خپلې څپلۍ ولټولې.
سپين ږيرې ډاکټر له کوتې ووتلو.
ما څپلۍ په پښو کړې، څادر او ويښته مې سم راسم کړل. زما بيګ په کرسۍ پروت و، د هغې نه مې رومال راوويستو او مخ باندې مې ووهلو. داسې راته لګيدل لکه چې ډېر مزل مې کړې وي.
په سستو قدمونو بهر راوتلم خو هلته اوس خاموشي وه لکه چې ډېر خلک کورونو ته تللي وو. زه مخامخ بيا پخپلې کرسۍ کيناستم او موبايل ټېليفون مې راوويستو چې وخت پرې وګورم. يو څوک مې مخې ته ودريدل او چې سر مې پورته کړو نو ورور مې و. په لاس کې يې د داروګانو کاغذي کسوړه نيولې وه. څنګه، لاړ شو، ما ورته ووئيل، “هغه سپين ږيري ډاکټر فيس خو ورکړه.”
کوم ډاکټر؟
“هلته مخامخ په کوټه کې دی.”
ورور مې کوټې ته مخ واړو، بيا يې ما ته داسې وکتل لکه چې څوک ليونو ته ګوري. ما بيا دروازې ته اشاره وکړه خو هلته يو غټ قلف ليګدلې واو دننه تياره وه.
هغه وخت لومړی ډاکټر چې زه يې ليدلې وم هلته نه تير شو او ورور سره مې ودريدو. داروګان دې واخيستل؟ ورور مې ورته ګولۍ وښودلې.
ما ترينه پوښتنه وکړه، هغه کوټه کې کوم ډاکټر کښېني؟ ډاکټر دروازې ته وکتل او وې ويل، دا کوټه د ډيرې مودې نه تشه ده، پخوا زمونږ يو استاد پکې فزيو تهراپي کوله، خداې دې وبخښي.
هغوی دواړو يو بل سره خبرې کولې او زه کوټې ته بيا ورنږدې شوم. د شيشو نه مې دننه کتل خو د کرسۍ او د کټ پښې مې ليدې شول، نور څه نه ښکاريدل.
ورور راته په انتظار و او زه چې بهر ورسره په موټر کې کيناستم نو راته يې د دارو ګانو کاغذي لفافه راکړه. دا ګولۍ وخورې نو ښه به شې. ما لفافه په بيګ کې کيښوده او خپل څټ مې اخوا دېخوا تاو راتاو کړو. نه درد و او نه تکليف خو تر اوسه پوهه نه يم چې ما خوب ليدلې و او که هر څه زما وهم و؟
نومبر ۲۰۱۴ م

د خپريدو نيټه
۲۷ نومبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.