د اميرعبد الرحمان معالج

د انگلستان جېفري ايلن گرې د ۱۸۸۵ م نه تر ۱۸۸۹ م پورې د افغانستان د امير عبد الرحمان شخصي معالج پاتې شوې و. يوه ورځ امير ( عبد الرحمان) د پوځي دستې د معاينې لپاره بهر په کرسۍ ناست و او سيگرټ يې څکول. کله چې هراتي غونډ د هغه مخې نه تيرېدو نو […]

کچنار

هر وختې چې مور به مې قيمه او کچنار پاخه کړل نو د ماشومانو خلې به بوسې شوې. کچنال يا کچنار راته سبزي ښکاريده او لږ ماشومان به داسې وي چې هغه په شوق وخوري. د سپرلي په وتلو دا شنې غوټۍ به د پېښور ترکارۍ په دکانونو ډېرۍ ډېرۍ پرتې وې. د ځينو خلې […]

حکيم خان سور

د هندوستان په لوېديځ کې د راجستان د اجمير په ښار کې د خواجه معين الدين چشتي زيارت نوم ډېرو خلکو اوريدلي وي او ځيني يې ممکن ليدو ته ليوالتيا ښاي. خو د دې پراخې سيمې په ” اودې پور” کې د يو افغان حکيم خان سورشهيد د زيارت نه لږ خلک خبر دي. د […]

فاشسزم

د لاطيني ژبې د “فاشس” تورې هغه لرگيو لپاره کاريدو چې د يو تبرگي لاستې يې جوړوو. په لرغونې روم کې داسې تبر به د سيمې د قاضي سره د هغه جلاد وړلو او د هغه په امر د قتل يا د بغاوت مجرم نه به يې په داسې تبرگي سر پرېکولو. وروستو د مرگ […]

اوولس که څوارلس

زمونږ د څلورم يا پينځم صنف د تاريخي معلوماتو يو سوال دا و چې محمود غزنوي په هند څو وارې حملې کړې وې. ټولو به په يوه مخ ” اوولس، اوولس” چيغې کړې. وروستو د تاريخ په مطالعه دا خبره جوته شوه چې په اصل کې هغه ” څوارلس” وارې د غزني نه هند ته […]

نرگسيت څه وي؟

په يوناني داستانونو کې “نرکيسوس يا نارسيسس” يو ښکاري و چې د سيند د يو اسطورې او د اوبو د ښاپېرۍ زوې و. نرکيسوس په ښکلا کې سارې نه لرلو او کومو خلکو چې به ورسره مينه کوله، هغوي به يې له پامه وغورځول. دی د خپل ښايست نه خبر نه و او اخر د […]

د بيبو مقبره

په پېښور کې د ښاري ژبې يومتل دی ” اوکيړي گل اې، جهيړي بيبو نه کهلې” ( هغه کومه خبره ده چې بيبوپرې نه پوهيږي) دا متل د يو هوښيارې او زيرک ښځې په اړه ويل کيږي چې د هرې ستونزې د حل لپاره خلک ترې مشوره اخلي. د دې متل ” بي بو” خيالي […]

د بابر باغ

بابر د گلونو لېواله و او هر بوټي او گل ته په کتلو خوشالېدو، په شين کبل به يبله پښې گرځيدو او د گل يوې يوې پاڼې ته به ځير و. ده وصيت کړې و چې قبر به يې کچه ( خام ) وي او دالان به هم ورباندې نه وي چې باران پرې ورېږي […]

لويه لوبه څه وه؟

په نولسمې پيړۍ کی د بريطانيې او د روس سيالي چې سل کاله روانه وه، ” لويه لوبه” نومېږي. . لوبه د “شطرنج” وه او پکی چين او پارس ( ايران) هم ورگډ و. دا نوم په لومړي ځل په بنگال کی د بريطانيې د ختيځ هندي شرکت ( ايسټ انډيا کمپني) د جاسوسۍ د […]

ربيکا – ناول

د انگريزي ژبې نامتو ناول ” ربيکا ” ډيفني ډي موير کښلې دې چې په ۱۹۳۸ م کی چاپ شو. د دې ناول ليکواله ډيفني ډي موير په ۱۹۰۷ م کال د لندن په يوی هنرمندی کورنۍ کی زيږېدلې وه. د يويشتو کالو په عمر کی هغې لنډې کيسي ليکل پيل کړې او لومړی ناول […]