
د کولال په لاس جوړ، وړوکی بند مرتبان به زمونږ د ماشومتوب خزانه وه. ځینو به ورته هم دغه ویل خو په پیښور کې “بوکڼۍ” او په هند کې ” ګولک” په نوم پیژندل کیدو.
په دې خاورین مرتبان کې د سکو د اچولو لپاره به یو سوری (چود) جوړ و. په کلیو کې ښځو به دا پټ په یوې بنۍ ایښې و او کله نا کله یوه پېسه یا آنه به يې پکې واچول. دا د پخوا زمانې بینک و چې تا به ورته پېسې ورکولې. ګټه يې دا وه چې یو ځل په بوکڼۍ کې دې سکه وغورځوله نو بیا به دې نشو راویستلې. د ضرورت په وخت به مجبور وې چې دا زمکې ته واچوې چې مات شي.
ښایی د پېسو د رواج سره انسان د بدې ورځې لپاره دې د سپما چارې هم لټولې. بوکڼۍ د ماشومانو د تربیت یوه وسیله وه چې ډېرې پېسې درسره وي نو یو څه به د بلې ورځې لپاره وساتې.