د اريا افسانه

د لرغوني هند په اړه يو ساده نظر دا دې، چې د ” دراوړ” نسل خلکو پکې ژوند کوو، د شمال نه ورباندې ” اريايي نسل” خلک راغلل او دوي يې خپل غلامان کړل.
په سانسکرت ژبې کې اريا يو ” صفتي” تورې دی چې مانا يې محترم وي. کله چې دې توري انډونيشيا او نورو جزيرو ته کډه وکړه نو دا يو لقب شو چې مانا يې صاحب يا حضرت و. د سانسکرت ژبې په ادبياتو او نورو ليکنو کې هيچرته د ” اريا” تورې د صيفت په مانا نه دې کارول شوې.
د اتلسمې ميلادي پېړۍ په هند کې کله چې انگرېزانو په سانسکرت ژبې څېړنې کولې نو دې اديباتو ته يې دومره پام ونکړو او سبب يې دا وو چې دوي هغسې په دې ژبې نه پوهيدل چې د دې کتابونه يې ولوستې واې.
وليم جونز ( ۱۷۹۴ کې ومړ) د انگلستان نه د ختيځ هند شرکت لپاره د قاضي په توگه گومارول شوې و. ده په سانسکرت ژبې کې د اروپا او د نړۍ د ځينو نورو ژبو توري وموندل او په اړه يې مقالې وليکلې. نورو ترينه دا اندازه ولگوله چې سانسکرت د اريايانو ژبه وه او هغوي د هند اوسيدونکي نه وه.
ورپسې د نورو تاريخ ليکونکو له خوا د ” اريا” تورې فزيکي ښکلا، سپين رنگ، لوړ قد، او د کرېکټر لکه شريف، سپېڅلي او د ښو اخلاقو لپاره وکارول شول. د دې بېلگه دا کيدېشي چې څوک د ” ټيټ” تورې د بدرنگه، بې خونده، دروغ او د شرم لپاره وکاروي. په لاطيني ژبې کې د اريا تورې په اوولسمې ميلادي پېړۍ کې وکارول شو او هم هغه د “محترم” مانا يې ورکوله.
نورو اروپايانو چې د هند په تاريخ ليکلو لاس پورې کړ نو د ” اريا” تورې يې د يو بېل نسل خلکو لپاره وکاروو. ورپسې راتلونکو دا مفکوره نوره هم پراخه کړه چې اريا د مرکزي ايشيا نه راغلي و. دوي د جنوبي هند ځينې قامونه چې قد يې ټيټ او رنگونه يې تور و، کم عقل او وروستو پاتې وگڼل. هم هغه وخت په هند د ” اريايانو د حملې” مفکوره راوزيږېده چې د نسلي تعصب لومړۍ خښته وه.
د نولسمې ميلادي پېړۍ په وروستيو کې انگرېزانو په هند کې تعليمي سيسټم بدل کړو او د تاريخ په نصاب کې يې دا “اريا” مفکوره شامله کړه. د هند د تاريخ پېل د اريايانو د حملو نه ووشو او هيچا په دې اعتراض نشو کولې ځکه هغه وخت پخپله هندي څېړونکو هم په دې باور لرلو چې د اريايانو ژبه سانسکرت وه او د “دراوړ” قامونو ژبه بله وه.
که څه هم تاريخ وايي چې اريايانو وېدي سندرې وئيلې چې پکې د اس د قرباني او د سوما شراب څښلو زکر شوې دی. ورسره دوي د هغو سيندونو نومونه اخلي چې د کابل نه واخلې تر اباسين پورې، ان چې د ژوب سيند هم پکې ياد شوې دی. هلته په ۳۴ مناجاتو کې د اريه تورې ۳۶ ځلې ياد شوې دی. خو د ويدي سندرو اريايان ځان ته ” بهرت” وايي، نه ” اريا”
د هند اوسنې نوم ” بهارت” د هم هغه داستان ” مها بهارت” نه راوتلې دی نو پوښتنه ده ده چې د سپين پوستو اريايانو د حملې مفکوره له کومه ځايه راغله؟ ايا دا امکان شته چې د اريا نوم د بهرنيانو لپاره کارول شوې وي؟ مانا دا چې د هند اصل اوسيدونکو يو حمله کوونکي قام ته د ” محترم” نوم ورکړو.
په ولسي کيسو کې د داستان اتل يا اتله ښکلې ( سپين) پياوړې او شريف وي. د مقابله د بدرنگ (تور) ظالم او رزيل دښمن سره وي. نو د اريايانو له خوا د بدو سره جنگ او په دوي د غلبې موندلو داستان هر چا ته په زړه پورې و. د پاکستان او د افغانستان نه علاوه د مرکژي ايشيا ټول قامونه ځان ته د ” اريا نسل” په ښودلو وياړي.
د افغانستان نه وراخوا د پارس د واکمنو مقابله د يونان سره وه او هلته افسانوي کردارونه لکه ” زيوس، هرکوليس او اتينا ” د دين او د تمدن برخه و. پخپله د پارس سره داسې اسطورې نه وې، نو د خپل دښمن سره په سيالۍ کې د ” اريا او اريانا” مفکورو ته يې لاس واچوو. د يونان د معبدونو په مقابله کې يې اورتونونه ( اتش کدې) جوړ کړل او زردشتي دين يې سرکاري کړو. په يو بل د نسلي برياوو لپاره يې لوې جنگونه وکړل او په زرگونو خلک يې ووژل.
د اروپا خلکو کله چې د هند په لويه وچه د لوړ قد او د سپين رنگ خلک وليدل نو فکر يې وکړو چې دا د بل نسل خلک دي او ممکن د ” اروپا” نه راغلې وي. د ا د يو نسل پر بل د لوړ والي مفکوره وه چې پښتنو هم خپله کړه او ځان يې تر نورو لوړ وگڼلو. په دې کې شک نشته چې د هغه وخت په جنگونو کې د تکړه وجود خلکو زيات وخت گټه کوله. خو د داسې وجود خلک په افريقه او د هند په ساحلونو پخوا راهيسې اوسيدل. مرهټه په وجود تکړه او لوړ وي. د رنگ تور والې د نمر او د اب و هوا له کبله وي او د انسان د دماغ او د استعداد سره تړاو نه لري.
په شلمې پېړۍ کې هټلر د ” اريايي نسل” د مفکورې نه خپل سياسي کاروبار روان کړو. د نورو نسلونو خلک يې بې دريغه ووژل. اوس نورې څېړنې ښايي چې دا د نسلي تعصب يوه هڅه وه او سپين پوست لرونکو دا مفکوره د تورو خلکو د زبېښاک لپاره وکاروله. اوس وخت راغلې دی چې د نصابي کتابونو نه د “اريا” او ورسره تړلې نسلي معلومات دې ليرې کړې شي ځکه دا حقيقت نه لري.

سرچينې
۱. هند. يو تاريخ. جان کې. هارپر او کولنز. ۲۰۰۰ م .
۲. د اريايي حملې مفکوره مړه ده! سټيفن نېېپ. د ويبپاڼې مقاله.
۳. ارکيالوجې اونلاين. د ډاکټر اېن- اېس- راجه رام مقاله.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۳ اکتوبر ۲۰۱۳ م

black and white

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *