بعلبک


له بیروت څخه ۸۰ کلومیټر شمال ختیځ کې “بعلبک” په اړه یو روایت دی چې دا د دېوانو ښار و. د لبنان ” البیقاء” یا د بیکا وادي کې شا و خوا پینځه زره کاله پخوا “فونیقیان” اباد شول. دوی د حضرت نوح (ع) د زوی سام اولاد ګڼلې شي.
“بعل” د سامي ( فونیقي- آرامي او کنعاني) قامونو لویه اسطوره وه چې مانا يې بادار یا “آقا” کېږي. د وخت په اوږدو کې بک( بیکا) نوم ورسره زیات شو او دا د بیکا بعل (بعلبک) شو.
د یهودانو روایت دی چې بعلبک سیمه، حضرت سلیمان(ع) له خوا ملکه بلقیس(شیبا) ته په مهر کې ورکړی شوه. د ۱۳۰۰ ق م څخه “بعل” د مدین او موابی اوسیدونکو خدای و. دوی د یهودانو سره په ګډ ژوند کې د “بعل فغفور” نمانځنه کوله. بیا په شمالی فلسطین کې د بني اسرایل لسو قبایلو په رسمي توګه د بعل عبادت کاو. په ۳۳۲ ق م کې یوناني پوځ دلته حمله وکړه نو په لومړي ځل د “بعلبک” په اړه يې معلومات ولیکل. دوی وایی چې د بعل اسطوره د سرو زرو څخه جوړه، څلور مخونه يې لرل او ۴۰۰ خادمان يې لرل. خو یونان د بعل مجسمه (ممکن د سرو زرو لپاره) لیرې کړه او په ځای يې د جیوپیټر (مشتري) لویه د تیږو مجسمه کیښوده. مشتري (د عربي حداد) د دوی په عقیده د جنت اسطوره وه. میرمن يې ” ایستار–ایشتر او زوی يې ” عطارد (مرکري) سیاره وه. په بابل، فلسطین، روم او یونان کې به هرکال د بعلبک او د لمر لمانځنه کیده.
د حضرت موسیٰ علیہ السلام نه علاوه حضرت الیاس (ع) د بعل د نمانځنو ممانعت وکړو. د قران کریم په ۱۲۴ آیت کې وایی، أَتَدْعُونَ بَعْلًا وَتَذَرُونَ أَحْسَنَ الْخَالِقِينَ.
” تاسو یو بهترین خالق پریښودو او د بعل عبادت کوئ.”
په ۳۳۱ ق م کې اسکندر مقدوني بعلبک نه تیر شو چې د مصر او شام یوناني نژاد باچاهانو پکې نور عبادتځایونو جوړکړي وو. دلته د نمر د اسطورې عبادت هم کیدو نو دوی “هیلي پولیس” یا د ” مدینته الشمس” په نوم یاداو. په ۶۴ق م کې روم د دې کنټرول په لاس کې واخیستو، د بعل ځای مشتري واخیستو خو نوم يې پاتې شو. د لومړۍ ق م پېړۍ په پای کې د بازنطین او روم باچا ” آګسټس” په بعلبک کې د یو نوی عبادتځای د جوړولو امر وکړو چې شا و خوا اویا کاله پرې کار کیدو. په دې کې ۱۰۴ د ګرینایټ تیږې ستنې او چاپېره ترې د معبد ودانۍ وه. د هغې نه هم چاپېره ۵۰ نورې ستنې راتاو وې چې هر یو يې ۱۹ میټر لوړه وه. د روم د شان دا بیلګه په ۶۰ میلادي کې پوره شوه. خو هغه وخت “عیسایت” په خپریدو او په دې کې بت پرستي روا نه وه نو په بعلبک کې یوه کلیسا جوړه شوه. د قسطنطنیه ( استنبول) لومړي مسیحي باچا “جسټینیان” د لوی کلیسا (حاجیه صوفیه) د جوړولو لپاره له بعلبک څخه اته ( ۸) ستنې یوړې. په شپږمې پېړۍ کې دلته یوې لوی زلزلې معبد دیوالونه ړنګ کړل.
په ۶۳۴م کې مسلمان لښکر بعلبک کلابند کړو او تر ۶۳۷م په لوی کلا کې دننه یو جومات بنسټ کیښودل شو. د ښار خلک هم هغسې عیسای او یهودي دین پېروان وو چې عرب حاکمانو ته به يې جزیه ورکوله.
په ۱۰ اکتوبر ۶۸۰م کې په کوفه (عراق) کې د امام حسین له شهادت وروسته د ده کورنۍ د یزید په امر دمشق ته وبلل شوه. په لاره د شیعان علي له خوا د شمر په پوځ د حملې خطر موجود و. هغه د قیدیانو دا قافله لومړی “حمص” او بیا په لویدیځ کې بعلبک ته یوړه. د هغه ځای حاکم قاسم بن ربیع ته يې پیغام واستاو چې د دوی د اوسیدو انتظام وکړي او خلک يې هرکلي ته راوباسي. د شیعه ګانو روایت دی چې د بعلبک خلکو د سازونو او رنګینو پرپرکو سره د کوفې د اسیرانو استقبال وکړو. بیا جشن وشو چې په دغې حالت بی بی ام کلثوم (رض) د ښار خلکو ته ښیراوې وکړې.
په څو پېړیو کې دا د اموي، عباسي، فاطمي، سلجوق اوعثمانی ترکانو په لاس کې و. په ۱۲۶۰م کې تاتاري ځواکونو او بیا په ۱۴۰۱م کې امیر تیمور ورته لښکر یوړو. تر اتلسمې پېړۍ بعلبک له خلکو هېر شو او کله نا کله اروپایی سیلانیان به ورته تلل. په ۱۷۵۰م کې یو برطانوي رابرټ ووډ ” د پلمایره او بعلبک کنډوالې” په نوم یو کتاب ولیکلو چې پکې د دې د ودانیو حال معلومیدو.
په ۱۸۹۸م کې د جرمني باچا دویم ویلهم د لرغونو کلیساو د بیرته رغولو امر وکړو. په بعلبک کې د پخواني کلیسا د سمولو په وخت د فرانسې لرغون پوهانو هلته پلټنې وکړې او د ۲۹۰۰ ق م انساني لاسونو جوړې ودانۍ او د ۱۹۰۰ ق م د برونزو سکې يې وموندلې. د دې نوادراتو له مخې په لومړي ځل د دې تاریخ ولیکل شو. د مشتري ( بعل) مجسمه په یوې لوی دکانچې ودرول شوې وې. چاپېره تړې د ودانیو لوی “کمپلیکس” و چې د روم شاهانو پکې عبادت ځایونه جوړ کړي وو. په دویم ق م پېړۍ کې د ” بیکس” (ښیرازې اسطوره) په ویاړ یو هیکل او یو بل معبد ۶۸میټر اوږد او ۳۴ میټر پلن او چاپېره ترې ۴۸ ستنې وې. په ۱۱۷ ق م کې جوړ بله ودانۍ عدالت (محکمه) و چې د ګلابي تیږې ۲۰ میټره لوړې ۱۲۸ ستنې ترې چاپېره ولاړې وې. تر ټولو حیرانونکی خبره دا وه چې د ستنو لپاره دغه تیږه د مصر (اسوان) نه يې ورته راوړی و.
د بعلبک یوه ګول ودانۍ د سمندرې ژویو د نقشونو له کبله د ” وینس معبد” نومېږي. د دې په فرش لوی لوی تیږې کارول شوي دي چې د هر یو وزن يې ۴۵۰ ټن، ۳ میټړ غټ او ۱۲ مربع میټړ قطر يې دی. دا تیږې په زمکه کې دننه د غر بیخ و او کاریګرو په ډېر مهارت دا پریکول او بیا يې هوارول. په مصر کې د اهرامونو د جوړښت لپاره به لوی تیږې د اوبو په زور بره خیژولې. خو په بعلبک کې داسې هیڅ نښې پیدا نه شوې.
” بعلبک” د یونیسکو له خوا ژغورلی سیمه اعلان شوی ده او هر کال په زرګونو سیلانیان د دې لیدو له ورځي. هلته یو قبر په اړه باور کېږي چې پکې حضرت الیاس علیه السلام خښ دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *