تصوف

Tassawaf
دا توری د صوف نه راوتلی دی چې په عربي کې د صفاء يا د پاکوالي مانا ورکوي. الصفه په عربي کې بنچ يا لرګينې چوکۍ ته هم وايي. يو روايت دی چې د اسلام د پیل سره د اصحابو يوې ډلې به د لمانځه نه وروسته په نبوي جومات کې د خدای ذکر کاوه چې دوی اصحاب الصفه يادېدل. صوف په عربي کې وړۍ ته هم وايي چې پخوا درويشانو به له دې جوړې شوې جامې اغوستلې. البيرونې وايي چې صوف د يوناني توري صوفيه نه راوتلی دی چې مانا يې پوهه ده. د عربي، الصوفية توری د انسان د باطن او د خدای سره د انسان د اړيکو په اړه يوه فلسفه ده.
د تصوف تاريخ ته که څوک وګوري نو ښايي دا يو غبرګون و. د اسلام د خپرېدو سره اموي خلفاو ( د ۶۶۱ م نه تر ۷۵۰ م) د نړۍ د نورو باچاهانو په شان چلند کوو. دمشق او بيت المقدس شانداره ماڼۍ او دربارونه، د اسلام د ساده ژوند او تعليماتو برعکس و. دا د وخت د عالمانو لپاره د منلو وړ نه وو خو د جنګ او شخړې په ځای ځينو د واکمنو نه ځان ګوښه کړو.
دوی به له ښاره بهر يو خاموشه ځای کې کيناستل او عبادت به يې کوو. ژوند به يې ساده و او کله نا کله به د جذب په حالت کې شول. د دوی د نيک عمل له کبله د مريدانو شمېره زياته شوه. ځينو کسانو ترې ديني زدکړې هم کولې او نورو سيمو ته به لاړل. د اسلام د تبليغ کار هم دې کسانو وکړو ځکه باچاهانو به پوځ ساتلو او زمکې به يې نيولې خو د اسلام ريښتونی پیغام عام ولس ته د رسولو کار دغه صوفيانو کوو. له اتمې ميلادي پېړۍ تصوف کې څو نامتو عالمان پېدا شول او په زرو کالو کې د دوی شاګردان په ټولې ايشيا کې خپاره شول. د دوی زده کوونکو د شمېرې په زياتېدو سره یې مدرسه هم جوړه کړه. داسې پخوانۍ مدرسې د بلخ نه واخله تر بنګال اوس هم موندل کېږي.
په تصوف کې د داخلېدو لپاره زده کوونکي د يو لار ښود يا استاد ته اړ وي. هغه استاد د يوې نه ماتېدونکې سلسلې کړۍ وي چې اجازه لري. دا هغه اجازه ده چې سلسله يې نبي ته رسېږي او هغه سپېڅلې رڼا ده چې د زړونو د لارې يو نه بل ته کډه شوې وي. په دې کې دنياوې شاملې نه وي او لومړی اصول يې دا دی چې يو کامل انسان جوړ شي. د تصوف د ټولو طريقو سرچينه يوه، ياني د اسلام پيغمبر وي او څلورم خليفه حضرت علي (رض) د دې لومړی عالم ګڼل کېږي. د نقشبندي طريقې صوفي د اسلام د لومړي خليفه حضرت ابوبکر خپله سرچينه ګڼي.
د تصوف بنسټ يو کس نه دی ايښې او د دې په تاريخ کې ځينو کسانو نومونه داسې دي چې ليکنې يې پرې وکړې. د ګيلان سيد عبدالقادر، د هرات خواجه عبدالله انصاري، د بلخ جلال الدين(رومي)، بايزيد بسطامي، احمد الغزالي، جعفر الصادق، خواجه معين الدين چشتي، د ډیلي خواجه نظام الدين، د غزني علي هجوېري(داتا ګنج بخش) د ملتان شمس تبريزي او د بهاوالدين ذکريا نومونه د ياد وړ دي.
د مسلمانانو باور چې د مرګ نه وروسته ټول مري به د قيامت په ورځ د خپلو اعمالو حساب ورکوي او هغه خلک به خدای ته نږدې وي چې ښه کارونه يې کړي وي. صوفيان وايي چې په هم دې دنیا کې خلک خدای ته نږدې کېدی شي او د هغه وجود احساسولی شي. د ټولو صوفيانو لاره د خدای د رضا لپاره کار کول وي. دوی دنیا پرېږدي او خپله شتمني د خدای په لاره کې قربان کړي. تصوف د انسان زړه له هغو ټولو شيانو نه ليرې وړي چې د خدای پاک نه يې ليرې کوي. د خدای د وجود احساس عرفان ته رسېدل وي. دا باور هم وي چې د خدای وجود د کايناتو په هرشي کې شته، لکه بوټي، ګلونه زمکه او اسمان. دا د “وحدت الوجود” فلسفه ده چې د خدای ذات د کاينات په هر شي کې وي نو ځکه انسان هم د خدای د وجود يوه برخه ده. په دوديزه توګه صوفيان د لمونځ نه وروسته د خدای ذکر کوي ياني د خدای نومونه بيا بيا اخلي. هم دغسې د فرض عبادت نه علاوه پکې د قران لوستل، تسبيح، نفلونه او مراقبه زياته کېږي.
تصوف د اسلام په اساسي ټکو ولاړ دی او که څوک مسلمان نه وي نو هغه صوفي کيدې نشي، خو ځينې په دې باور دي چې مسلمان درويشانو د بودایي او مسيحي رهباينت نه دا لاره خپله کړې ده. يو ريښتونی صوفي د خلکو نه ځان پټ ساتي، د خلکو د خير ښيګڼې کارونه کوي خو د هغې ډنډوره نه غږوي. که خپل پير ورته د ډېرو وړو کارونو لپاره ويلي وي، نو هغه پوره کوي.
د صوفيانو څو درجې وي چې غوث, ابدال او قطب نومېږي.
پرزمکه تل يو قطب موجود وي چې د خپل عبادت او طريقې د لارې هغه مقام ته رسيدلی وي. قطب د انسان او د خدای تر منځ يوه مرکزي ستنه وي. دی د خدای ولايت ياني د هغه تر ژغورنې لاندې وي. په سني مسلک کې د قطب مقام هم هغه وي چې د شيعه مسلک کې د امام وي.
د تصوف په دايره کې د داخلېدو لپاره زيات وخت شاګردانو ته د خپل پير له خوا د ډېرو وړو کارونو وينا کېږي. ممکن يو ګوښه ځای کې ذکراو يا په ټولنه کې د خلکو خدمت ورته وويل شي. شاګرد به دا هر څه مني ځکه اطاعت د تصوف لومړنۍ پوڼۍ وي.
تصوف لومړنۍ ليکنې عربي، ترکي او فارسي کې وشوې خو وروسته، اردو او انګرېزي ته يې هم کډه وکړه. په اروپایي هېوادونو کې اوس ځينې د صوفيانو ډلې داسې هم دي چې په ذکر کې غير مسلمانان هم ځان سره شاملوي. په پښتو ژبې کې د تصوف په اړه ډېر څه نه موندل کېږي ځکه چې د دې ځای صوفيانو په فارسي لوست او ليک کاو.
په تصوف کې د اسلام دوه اصول پلي کېږي چې فقهه د ظاهري عمل سره تړلې او بل يو داخلي قانون وي چې د هر انسان خپل فطرت او عادت سره تړلی دی. د داخلي قانون څو شرايط دي چې د ګناهونو نه توبه، د بدو عادتونو نه ځان خلاصول او خپل اصلاح کول دي.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۱۹ نومبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

2 Responses to تصوف

  1. Homa Wardak
    27 May, 2018 at 5:50 AM

    سلام اغلې صیبی
    غواړم تاسو سره په اړیکه شم
    د تاسو ادبې هڅې په اړه زما د مونوګراف موضوع ده
    په درناوې
    هما وردګ

    • admin
      27 May, 2018 at 8:30 AM

      مننه- اي-میل به درواستوم.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *