د اوسني پاکستان په خاوره ترټولو زوړ جومات ایمن اباد کې دی چې په ۱۵ ميلادي پېړۍ کې لودي واکمنو جوړ کړی و. ايمن اباد د ګوجرانوالا (پنجاب) یو ورکوټی ښار دې. دلته د مسلمانانو، هندوانو او سکانو ډېرې ښایسته تاریخې ودانۍ دي، هغه حویلۍ چه د کشمير نه ورغلې شاهي کورنۍ خلکو د مغلو په وخت کې جوړې او ابادې کړې.
په ۱۶ پیړې کې د ايمن اباد نوم سید پور و او دلته لوديان پراته وو. په ۱۵۲۱ کې بابر په پنجاب د یرغل پر وخت دغه ښار ولوټلو. د سکانو مذهبي مشر ګورو نانک هم هغه وخت په سیدپور کې اوسېدو. د نانک په مذهبي سندرو کې د سیدپور د ویجاړېدو بيان شوی دی. ګورو نانک د هغه ملګری مردانه، او د ښار ډېر مخور خلک بندیخانو کې يې قید کړل. وروستو بابر امر وکړو چې ګورو نانک دې ورته حاضر کړل شي او هغه د ده د روحانیت نه دومره متاثره شو، چې ټول بندیان یې پرېښودل.
د بابر نه وروسته دا ړنګ ښار بيا شير شاه سوري اباد کړو او شیر ګړه نومېدو. خو د همايون یو جنرل، ایمن، چې د دې ځای حاکم شو نو ښار يې پخپل نوم کړو.
د ايمن اباد په ختيځ کې د لوديانو دا جومات ښايي په پاکستان کې تر ټولو قديم او د پټاني جوړښت يوه ښکلې بيلګه ده. دننه لویه ګومبده د ډيلي لودي جوړښتونو په شان ده خو تر اوسه چا ورباندې پلټنې نه دي کړي چې سمه نيټه يې معلومه کړي. د دې جومات چاپېره د يو لوی باغ نښې هم شته چې ديوال ترې تاو و. څو ځايونو کې دروازې او د څار برجونه ښکاري چې د ړنګېدو په حال دي. خو څوک نشته چه دا ټوټه میراث بچ کړې او څوک یې غم هم نه کوی.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۲۳ نومبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم
pe Gujranwala k che kala ze pe madrasa k wum no Sheranwala bagh sara ba pe yew jumaat k moong pukhtaane talibaan osedalo che hagha jumaat dair zoth wo aw pe Sher Shah Suri jumaat mashahoor wo… Usman