
په نولسمې پېړۍ کې د برطانیې” السټریټډ لندن نیوز” د دویم افغان جنګونو انځوریز راپورونو لپاره شهرت تر لاسه کړو.
دا د ویلیم سمپسن په لاس جوړیدل چې په ۱۸۲۳م کې د ګلاسګو (سکاټلینډ) په یوې بې وزله کورنې کې وزیږېدو. ده له وړوکي عمر څخه رنګ او برش سره علاقه لرله خو پلار يې د شرابو په نشه کې وهل کول نو په ۱۸۳۴م کې خپلې” پرت” ته بوتلو. سمپسن یو څو کاله په سکول کې سبق وویلو خو په تنکي ځوانۍ کې د ګلاسګو “میکفارلین لیتهو ګرافک” کمپنۍ سره د یو شاګرد په توګه کار پېل کړو. ده د ورځې په پوهنتون کې د ساینس او انجینیرۍ لیکچر اوریدل او ماښام يې د چاپ مشینونو سره تیراو. هغه وخت د صنعتي انقلاب له کبله، کارخانو به د مزدورانو لپاره د تعلیم انتظام هم کاو.
په ۱۸۵۴م کې سمپسن ته په تورات او انجیل کې یاد شوی “آلمه” د انځور جوړولو وویل شول چې په دواړو مذاهبو کې د ” بکره جینۍ” یو سمبول و. ده د لرغونې سرچینو نه معلومات راټول او دا جینۍ يې انځور کړه. د لندن یو چاپځای د هغه انځور “لیتهوګراف” په بڼه کاپي او خپور کړو.
دی د یوې کمپنۍ، ” ډی اینډ سن” له خوا د کرایمیا د جنګ انځورونه جوړولو لپاره اوکراین ته واستول شو. د یو ژورنالیسټ په توګه سمپسن به د جنګ سیمې ته د تلو نه وړاندې د هغه ځای تاریخ نه ځان خبراو. ده به هر ځای یوه دوسیه ( پورټ فولیو) جوړاو چې د ده کمپني بیا دا په اخبارونو او میوزیمونو خرڅول. د ده د لاس جوړې نقشې د برطانوي حکومت لپاره یوه سرمایه وه چې تر اوسه د څېړنو لپاره کارېږي.
په ۱۸۵۷م کې د هندوستان د غدر ( خپلواکۍ پاڅون) نه وروسته، هندوستان نیغ د برطانوي حکومت په لاس کې شو. دوه کاله وروسته د ده کمپنۍ د جنګ ذپلو سیمو د انځورونو لپاره سمپسن هند ته واستاو. د تلو نه وړاندې هغه د لندن ” انډیا هاوس” کتابتون کې ځان له معلومات راټول کړل. څو کلونو کې هغه د بنګال، لکهنو، کانپور، مدراس، بمبۍ او د کشمیر انځوریز دوسیې جوړول.
په ۱۸۶۲م کې دی بیرته لاړو نو کمپني په کاروبار کې تاوان کړی و خو دوی د سمپسن ۲۵۰ رنګین انځورونو څخه ۵۰ غوره او په ۱۸۶۷م کې ” هند- پخوا او اوس” انځوریز کتاب کې چاپ شول. هم هغه کال دی د لندن انځوریز اخبار له خوا د ” ایبی سینیا ” ( اوسني ایتهوپیا او اریټریا) جنګ د حال کښلو لپاره واستول شو. په ۱۸۷۰م کې سمپسن د فرانسی او پرشیا د جنګونو انځوریز راپورونه اخبار ته استول. هغه وخت ډېر ژورنالیسټان د جاسوسۍ په تور نیول کیده نو سمپسن به د سیګرټ په کاغذ انځور جوړاو چې که ونیول شو نو دا به په لوګي کې والوځئ. د سوډان د جنګونو حال هم ده په انځورونو کې کښلو.
په ۱۸۷۲م کې سمپسن مصر، چین، جاپان او امریکا متحده ایالاتو ته لاړو. بیا په ۱۸۷۵م کې دی د برطانوي شهزاده سره څلور میاشتې د هند سفر وکړو چې پخپل ژوند لیک کې ذکر شو. د ده میرمن ماریه ایلایزه برټ پخپله هم انځورګره وه. په ۱۸۸۴م کې د ده لور این وزیږېده چې وروسته اسټریلیا ته کډه شوه. سمپسن د یونان په لرغونو ځایونو هم وګرځیدو او په ۱۸۷۸م کې د دویم افغان جنګ د انځورونو لپاره لومړی لاهور او بیا پیښور د لارې جلال اباد ته روان شو. په لاره د خیبر په دره کې د علی مسجد سره د لومړیو ډزو حال ولیدو او د دې انځور يې جوړ کړو.
هغه وخت د پیښور میداني ځواک په جلال اباد کې چاوڼۍ جوړه کړی وه او برطانوي استاځي، لوی کاویناري هم هلته میشت و. د کورمې په غرونو کې د یوې بودای سټوپې د اثارو نه خبر شو نو سمپسن هلته د تلو نیت وکړو. کاویناري ورسره پوځي ځوانان بدرګه واستول او بیا د هغوی په مټ د ” آهن پوش” سټوپا يې کشف کړه. په فروري ۱۸۷۹م کې هغه آهن پوش سټوپې نقشه او هلته نه موندل شوي اثار ووویستل چې اوس په برطانوي میوزیم کې دي.
د دویم افغان جنګ په وخت ده خپل اخبار ته د دې تفصیلي راپورونه د انځور سره ورکاو. په می ۱۸۷۹م کې ده د روغې تړون چې په ګندمک کې د امیر یعقوب له خوا د دستخط شو، انځور جوړ کړو چې وروسته په لندن کې خپاره شول. هم هلته ده نامتو عکاس جان برک سره وپیژندل. په یو موقع دی د یو افغان له خوا ورباندې ډزې هم وشوې خو دی ترې ژوندی پاتې شو.
په کابل کې د افغان سفارت لپاره د برطانوي حکومت یو تکړه ډپلوماټ پکار و. سمپسن غوښتل چې دا دنده واخلي ځکه هغه په بامیانو کې د بودا لوی مجسمې لیدل غوښتل. خو حکومت ورله اجازه ورنکړه او د ده په ځای ” کاویناری” واستول شو.
سمپسن د ۱۸۷۹م په اوړي کې بیرته لندن ته لاړو او د خپل اخبار نه يې ټول انځورونه او نقشې واخیستل او دا يې په دوو البمونو کې ځای کړل. دی د برطانیې مختلفو ادارو له خوا بلل کیدو چې هلته يې د بودای دین د سټوپو، خانقاو او په نورو موضوع ګانو مقالې لوستلې. هم هغه کال دی د آبي رنګونو انځورګرانو د ادارې غړی وټاکل شو. ده د جنګونو نه علاوه د تاجپوشۍ، جنازو او نور مراسمو انځورونه جوړول. ده د هند او کشمیر سره علاقه لرله. ده د لرغونو مذهبونو او د نړۍ مختلفو قامونو د دوی په رواجونو او ژوند په اړه لیکنې هم کولې.
په ۱۸۸۴م کې سمپسن د افغانستان د سرحدونو د ټاکلو کمیشن سره چې مشر يې برطانوي جنرال پیټر لمسډن و، مل شو. هغه ټول ژمی ده په افغانستان کې تېر کړو او بل کال په مارچ کې د “پنجده شخړې” نه لږ وړاندې بیرته لاړو. له دې وروسته سمپسن د نورو ملکونو سفرونه ختم کړل او په برطانیې کې دننه مهمو پیښو انځورونه يې جوړول. په سکاټلینډ کې د مشهور ” فورتهه برج” د پرانستې په موقع سمپسن هلته انځورونه جوړول چې یخ ووهلو او ناروغه شو.
په ۱۷ اګست ۱۸۹۹م کې سمپسن د ۷۵ کالو په عمر کې لندن کې وفات او هم هلته خښ شو. د ده د لاس جوړ رنګین انځورونه د نړۍ په لویو ګیلریو او میوزیمونو کې نندارې ته پراته دي.