مېزرې

woven baskets 1
يو وخت د پښتنو په کورونو کې د مېزرو نه جوړ يو توکې به ارو مرو موندل کېدو. د کټونو بوڼ او جاروخو به په هر کور کې و. د< فرش پوزې، مصلې، ببوزې، پچۍ (ټوکرۍ) ټوپۍ او د غلې د ساتلو لپاره " پنډېري" به د مېزرو نه جوړېدل. دمېزرو بوټې د سلېمان د غرونو دواړو غاړو ته موندل کېږي او د لرغونو وختونو راهيسې ترې خلکو کار اخستو. په کوهاټ، بنو، مردان او سوات کې خلک اوس هم د مېزرو نه شېان جوړوي خو ددې استعمال اوس لږ وي. مېزرې د کجورې يا پام د کورنۍ يو وحشي بوټي دې چې ساينسي نوم يې " نانوروپس ريشيانه " دې. دا د ايران، افغانستان او د پاکستان د وچو غرونو بوټې دې. دا په شين حالت کې د اوښانو او وزو ته خواړه ورکوي او د کوچيانو د تگ راتگ سره به کله کله دا د جرړو نه راوويستل شول. په اتلسمې پېړۍ کې دا بوټې د پښتنو د ورکزو قبايلو د روزگار وسيله وه. کله چې ورکزي د هند د بهوپال سيمې ته ورکډه شول نو هلته هم دغسې يو بوټې " برو" نومېدو. دوي هغه بوټي پرېکول او پخپلو سختو لاسونو به يې ترې شيان جوړول. هم هغه وه چې ځاي خلکو ورته " بروکټ" نوم ورکړو. يو وخت په ورکزو کې ددې پورا پورا ځنگلونه و چې اوس نه په سترگو کېږي. په مېزروکې به "مړضان" او زرکې پټې وي او په شلمې پېړۍ کې ددې بوټي په وهلو داسې مارغان لږ شول. په ۱۹۵۳ م کې د پاکستان حکومت د مېزرو د بې درېغه وهلو د مخ نيوي لپاره يو قانون جړ کړو چې " مېزرو ايکټ" نومېدو. د وخت د تېرېدو سره اوس د مېزرو استعمال لږ شوې دې. د مېزرو د پوزي پر ځاې خلک اوس د پلاسټيک پوزي کاروي او برقي پکو د ببوزو ځاې نيولې دې. که انسانانو د مېزرې په بوټي نورغرض ونکړو نو ښايي ددې ځنگلونه بيا راشنه شي. دا مضمون په می ۲۰۱۳م کې په لومړي ځل خپور شوی دی. صفيه حليم mazri

1 Comment

Add a Comment
  1. آغلي حلیمې ته سلامونه او ښې چارې
    زموږ د خوست په غرنیو سیمو کې، مزری یو ډول مېوه هم نیسي چې د بېرې غوندې ګړدي میوه ده او بېرې ته ورته خوند لري، زړي یې غټ او پوست یې ډېر پنډ نه دی چې هماغه پوست یې خوړل کیږي، سربېره پر دې له مزرو څخه پخوانیو خلکو څپلۍ هم جوړولې او د سون لپاره یې رېبل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *