د ارز ونې

cedars
زالغوزې ونې يا صنوبر(سيډار) په عربي کی “ارز” بلل کېږي او د لبنان ځنګلونو يو وخت هم هغسې اهميت لرلو لکه اوس چې د تيلو دی نو ځکه هر د دور واکمن د دې د نيولو هڅې کولې. د سيمې روايت دی چې څلور نيم زره کاله پخوا د جلغوزي ځنګلونو کې ديوان اوسېدل او “اينليل” نومې اسطورې دا ونې ژغورلې. بيا پرې انسانانو حمله وکړه او جنګ ونښتو چې ديوانو پکې ماتې وخوړه. انسانان چې هلته ورننوتل نو دا ټولې ونې يې ووهلې.
يوبل روايت دی چې “ګيلګاميش” باچا د يو ښار د جوړولو لپاره هغه ښکلې ونې پرېکړې. تاريخ وايي چې د لبنان ځنګلونه د اسيريا، بابل، پارس، فونيشيا، مصر، روم او د تركانو له خوا ويجاړ شول. درې زره کاله پخوا د لبنان په ساحلونو اباد فونيقيانو د صنوبر ونې د خپلو تجارتي بېړيو د جوړولو لپاره پرېکولې او په نړۍ کې لومړي بحري تجارانو په توګه وپېژندل شول. د مصرفرعونانو هم ورته لاس وغځوو او د صنوبر په پوټکي يې خپلې لومړۍ ليکنې وکړې.
وايي چې سليمان پېغمبر په القدس کې د لوی معبد د جوړولو لپاره د لبنان صنوبر ونې وکارولې. په ۶۴ ق م کې روم د دې څو ښارونه ونيول. د روم يو ځواکمن امپراتور”هيډريان” په امر په لومړي ځل د لبنان د صنوبر ځنګلونه د حکومت په کنټرول کې شول او د دې د ونو په پرېکولو بنديز ولګېدو. دوه سوه کاله وروستو پرې يونان برلاسي شول او د تاير ښار يې وسيزلو. ورپسې مسيحيانو دلته د طرابلس ښار اباد کړو چې د اوسني لبنان زياته برخه جوړوي. د لبنان په غرونو د مسيحيت د “مېروني” فرقې بې شمېره راهب خانې جوړې شوې. کله چې عربانو دا ځای ونيولو نو مسيحيان يې بېځايه نکړل او هغوی ته يې پوره مذهبي ازادي ورکړه. خو يوه بله فرقه د “دروز” په نوم لبنان کې پېدا شوه چې مسيحيت يې په ډلو ووېشلو. د صليبي جنګونو پر وخت ميروني د روم کاتوليک کليسا سره لاسونه يو کړل.
په ۱۸۷۶ م کې د انګلستان ملکې وکټوريه د ليوانټ په سيمه کې ۲۵۰ ايکړ ځنګلونو نه چاپېره د تيږې د دېوال تاولو امر وکړو چې دا د انجيل د زمانې ونې بل څوک پرې نکړي.
د لبنان توری د سامي ژبې د لبن (سپين) نه راوتلی دی. د مدیترانې د ساحل په غاړه هغه غرونه چې زيات وخت په سپينو واورو پوښلي وې، لبنان نومېده. د دې غر ذکر په زبور او تورات کې هم شوی دی. په ۲۱۰۰ ق م کې د عراق د ګلګاميش باچا په داستان کې او وروسته په انجيل کې هم د لبنان نوم ياد شو.
يو وخت سوريه او فلسطين نه علاوه د قبرص او ترکي ځينې سيمې هم پکې شاملې وې. د دوېم نړیوال جنګ نه ورستو، د عثماني واک له ړنګېدو سره د لبنان پنځه صوبې فرانسې ته په واک کې ورکړې شوې. بيا د برطانيې سره په ګډه دوی هغه سيمه وويشله او د لبنان په شمال او ختيځ کې سوريه او په جنوب کې يې ورته اسرايل (فلسطين) جوړ کړل.
د لبنان په ساحلونو ۷۰۰۰ ق م کې کب نیونکو ژوند کاوو. د دې په بعلبک ښار کې د ۵ زره ق م د کاڼي د زمانې کلي پاتې دي. هغه استوګنځايونه چې واړه جونګړې دي، ميده شوي چونې پاخه فرشونه لري. د تيږې وسله، ابزراو و په مرتبانونو کې د مړو ايرې وې. په لبنان کې د کنعان خلک هم اوسېدل چې په تاريخ کې د کنات نوم ورته ورکړل شو.
د دې په لوېديځ کې د مدیترانې سمندر دی چې د دې په ساحل کې ټول مهم ښارونه لکه بيروت، صور(تاير) او صېده (سايډون) اباد دي. تر ۱۹۲۳ م پورې لبنان د عثماني سلطنت او يو څو کاله د فرانسې په لاس کې و. په ۱۹۴۳ م کې يې ورته خپلواکي ورکړه او دلته يو ځانګړی سياسي نظام جوړ شو چې مسلمانانو او مسيحيانو په ګډه حکومت کوو. د لبنان صدر مسيحي، وزيراعظم يې مسلمان او وزارتونه يې په دواړو برابر وېشل کېږي.
په شلمې پېړۍ کې لبنان د “عروس البلاد” په نوم ياديدو. دلته پرمختللی بانکي سيسټم او تجارت وده وکړه، اقتصاد يې ښه و او يو وخت د بيروت په دوو پوهنتونو کې د نړۍ په زرګونو محصلينو سبق ويلو. بيروت ته به دومره خلک د سېل لپاره ورتلل چې دا يې د عربانو پاريس او “د ختيځ سويټرزرلېنډ” بللو. په ۱۹۷۵ م کې لبنان کورنۍ جنګ پېل شو چې تر۱۹۹۰ م روان و. د بيروت ښار په دوو برخو وويشل شو او په بمباريو پورا تباه شو. د يويشتمې ميلادي پېل راهيسې لبنان کې امن راغلې دی او بيروت ښار بيا جوړ شو. د دې خاورې د صنوبر ځنګلونه د انسانانو د حرص او جنګونو داستان وايي چې اوس په ملي بېرغ يې نښه پاتې ده.
د ويبپاڼو نه
د خپريدو نيټه
۱۵ نومبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.