ماڼو- مانړو


څه نا څه پنځوس کاله کېږي چې په باړه بازار کې مې یو ماشوم د شنو پاڼو امیلونو سره ولیدو. نزدې ورغلم او له هغه مې د یوې روپۍ د خوشبودارو پاڼو امیل واخیستو خو نوم يې نه و معلوم. پوښتنه وکړه خو نوم يې نه و زده. په موټر کې د پاڼو خوشبوی خپور و او کور ته مې راوړو نو چا وویل، دا ” نظرپاڼه” ده. بیا ډېر وروسته خبره شوم چې دا ” ماڼو” وي او وچې پاڼې يې لکه د سپېلني د نظر لپاره لوګی کېږي.
مورې ماڼو ورته لوګی کړه
ګودر ته تللی چا به یې مخ لیدلی وینه
د ماڼو بوټی په انګریزې کې “مرټل” نومېږي. د دې وړه توربخن میوه په پښتو کې ماڼوګان، کروسکې او بیغۍ په نوم هم یادېږي. د کشتۍ چلوونکي ته ماڼو یا ماڼوګی نه علاوه په قاموس کې ؛ماڼو” د مهذب انسان لپاره هم کارېږي.
د هند د لوی وچې نه ماڼو عرب ملکونو او له هغه ځای میډیټرینیا ساحلونو ته یوړل شو. د دې ونه تر ۵ میټر لوړه او ټول کال شنه وي. له پاڼو يې خوشبودار غوړ ویستل کېږي او وړوکی ګل يې سپین وي. د دې توره میوه هډوکی لري او خونده وره نه وي. په وچ شکل لکه د تور مرچ په پخلي کې د خوشبویی لپاره کاروي. د اسپانیی په ساحلي سیمو کې د ماڼوګانو (میوې) شراب جوړوي.
په یوناني افسانو ( میتهالوجي) کې باور کیدو چې ماڼو نه د مینې اسطورې ( وینس) لپاره شراب جوړیدل. هلته په ځینو جزیرو کې ښځو د دې د پاڼو جوړ تاجونه به په سرول او د واده په وخت د دې لوګی به سپیڅلی ګڼل کیدو. د یونان حکیمانو به ماڼو د تبې او درد د دارو په توګه مریضانو ته ورکاو. په دې کې د اسپرین په شان ایسډ وي چې وروسته په یورپ کې د پوزې انفکشن د ختمولو لپاره ګټه ور ګڼل کیده. یوه ولسي سندره ده چې
ادکې مورې ماڼو له ځمه
د بډیالۍ توتان ږلۍ وهلي دینه
بوډیالۍ د کونړ یوه دره ده چې د افغانستان د نورو سیمو په شان پکې د توت ونې ډېرې وي. نزدې ورته د ” ماڼو” کلی دی خو د ماڼو په نوم ننګرهار کې هم کلی شته چې ښایی هم دغه بوټی پکې ډېر کیدو.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *