غلجي که خلجي

Alai Darwaza
غلجی د پښتنو د يو لوی ټبر نوم دی چې د افغانستان او پاکستان د غرونو پورې راپورې مېشت دي. د دې نور قامونه،هوتک، توخي، سليمانخيل، علي خيل، اندړ، ترکي، مشهورې دي خو بې شمېره نورې څانګې هم لري.
غلجي خپل مشر شاه حسېن گڼي چې د بي بي متو سره يې واده کړی و. بي بي متو د قېس عبد الرشيد نمسۍ وه. غلجيان د سني مسلک د حنفي څانگې مننونکي دي. د افغانستان د پکتيکا صوبه هم، د غلجو اصل ټاټوبی ګڼل کېږي. غلجي په قلات غلجي کې هم پراته وو. خو دا هم د درانيانو د ټبر يوه څانگه وه چې د کوچيانو ژوند يې تيروو.
په ۱۴ او ۱۵ ميلادي پېړيو کې هغه خلجي چې په هند کې يې حکومت کړی دی ايا غلجيان وو؟ تاريخي سرچېنې ګډې وډې دي. دا چې خلجي د يفتليانو او د پښتنو يو گډ توکم (نسل) و چې د وېدونو له وخته په دې سيمه کې مېشت و. د دوی يوې برخې د غور نه هند لوري ته کډه کړې وه. سيمې ته تلونکې لومړی انگرېزسفير الفنسټن وايي چې دوی ترکان وو، خو د پښتنو په منځ کې يې دومره وخت تېر کړو چې پښتانه شول.
فارسي سرچېنې هم وايي چې خلجيان ترکان وو چې خلج ژبه يې ويله، دا د زړې ترکي يوه څانگه وه. دوی په ځينو ځايونو کې د ” قليچ” په نوم هم ياد شوي دي. يوه غرنۍ سيمه چې د تهران په جنوب لوېديځ کې د همدان لوري ته ده، “خلجستان” نومېده. هلته د بختيارو قبيلې هم پاتې وې چې د زاغروس غر سره نږدې وې. دوی د زابلستان واکمن و چې د طاهريانو باچاهانو د گوډاگيانو په توگه يې حکومت کوو.
روسان په ۱۹ پېړۍ کې د ازبکانو يوه قبيله د ” گلاچي” په نوم راپېژني چې د خلج نه راغلي وو. د دې ټبر نورې څانگې په کرمان، فارس اذربايجان او په اناطوليا کې هم مېشت وو. په ترکمنستان کې د ” حلاچ” صوبې نوم هم له دې راوتلی دی. دلته اوسېدونکي ځان ته ” ايرساري” وايي، چې د سلجوق ترکانو يوه ډله وه.
د هند سرچېنې وايي چې که څه هم خلجي ترکان وو خو په هند کې د افغانانو په توگه پېژندل کيده. خو دا ډېره عجيبه ښکاري چې د هند د ټولو باچاهانو د نژاد په اړه څوک شک نه لري چې غوريان پښتانه، ايبک او تغلق ترک، لوديان افغان او بابرمغل و. کله چې د خلجيانو ذکر راشي نو د دوی په افغانيت شک کېږي.
په ۱۲۰۲ م کې د محمد غوري په دوره کې د خلجي ټبر د لوی اهميت خاوندان شول. د دوی د شهرت پېل د بختيارخلجي له کارنامو کيږي. د ده خپل نوم اختيار الدين و، په خټه خلجي (غلجی) و. د محمد غوري له خوا په غزني کې د غلجيانو د برتۍ افسر ټاکل شوی و چې د اوسنيو غلجو مرکز و. د بختيار خلجي دا عهده د دې خبرې دليل دی چې د محمد غوري په نظر کې د غلجو اهميت ډېر و.
وروستو بختيار خلجي دا نوکري پرېښوده او هند ته ولاړو. ده په اودهه کې يو ورکوټی جاگير تر لاسه کړو، يوه وړه جنګي ډله يې جوړه کړه او د بهار په صوبه يې خپلې حملې پيل کړې چې وروستو يې دا ټوله صوبه ونيوله. د شمالي بنگال په پلازمېنې يې حمله وکړه او د دې ځای راجه يې تيښتې ته اړ کړو. بيا په دې ټوله سيمه کې د لومړي ځل لپاره د خلجيانو حکومت جوړ شو. دا په بهار او بنگال کې لومړی اسلامي سلطنت و. دغه وخت ډېلي د قطب الدين ايبک په لاس کې و . بختيار په رسمي توگه د ډېلي د سلطنت اطاعت وکړو او د خپل واک په سيمو کې يې ټولې مهمې وظيفې د خپلې قبيلې خلکو ته ورکړې . همدغه وخت و چې په بهار او بنگال کې په لوی شمېر لودي او خلجي پښتانه اباد شول. بختيار خلجي درې کاله واکمن و او د خپل يو امير علي مردان خان د لاسه ووژل شو.
د خلجيانو د دويمې ډلې باچا چې په ډېلي کې يې حکومت کوو، جلال الدين فيروز شاه خلجی و. ده د قطب الدين ايبک د ځای ناستي کيقباد نه په ۱۲۹۰ م کې د جنگ د لارې تخت ونيولو.
نامتو مورخه فرشته په دې باور دی چې د ترک بن يافث په ۱۱ زامنو کې د يو نوم خلج و او د هغه اولادونو ته به يې خلجي ويل. خو د فرشته په ليکنه کې هم تضاد دی ځکه کله چې جلال الدين فيروز شاه خلجي ۶۸۸ ه (۱۲۹۰ م) کې د جمنا سيند پر غاړه ښار( شهر نو) جوړ کړو نو د پخواني حکومت اميرانو يې هر کلی وکړو. فرشته ليکي، د ډېلي قديم او مشهور درنې کورنۍ چې تر ۶۰ کلونو د ترکي باچاهانو په ملازمت کې پاتې وو او د خلجيانو په وړاندې سر ټېټول ورته سپکاوی ښکارېدو، له ډېلي شهرنو ته راغلل او په ډېر خلوص، قيدت او مينې سره يې د جلال الدين په لاس بيعت وکړو.” که د ترکي باچاهانو دوره پای ته رسيدلې وه نو خلجي بيا ترک نشي کيدې چې اميرانو ته سر ټېتول ورته عيب ښکارېدو.
علامه حبيبي ليکي چې ، “د دوی نوم اصلا غرزی او غلجی دی. دا نوم هم په تاريخي دورو کې هر چا هر راز ليکلی دی او ځينو لا له مغولی او تورکی خلج يا خلخ سره هم خلط کړی دی.” دی په باور ليکي چې د هند خلجيان غلجي دي او پخپله پښتانه دغه کليمه غلجی تلفظ کوي. د خوشال خټک يو شعر دی چې
بيا سلطان جلال الدين پر سرير کښيناست
چی په اصل کی غلجی د ولايت و
د غلجي او خلجي د شخړې يو سبب دا دی چې په هند د حکومت په وخت يې هم دې ټکي ته پام ونکړو او نه د دوی د وخت په تاريخ کې چا دا تورې د سمولو اړتيا وليده. اوس هم دا موضوع نورې علمي څېړنې غواړي.
سرچېنې
۱.جغرافيا تاريخي افغانستان. ( پنجاه مقاله) پوهاند عبد الحی حبيبي- بنګاه انتشارات ميوند، کتابخانه سبا.۱۳۸۲شمسي – ۳۷۲ او ۳۷۳ مخ
۲.تاريخ پشتون- سردار شير محمد خان ګنډاپور( اردو ژباړه، سراج احمد علوي) شيخ شوکت علي اينډ سنز- کراچي ۱۹۹۱ م
۳.تاريخ فرشته- محمد قاسم فرشته، اردو ژباړه او ترتيب، عبد الحی خواجه او ډاکټر عبد الرحمن، ۲۰۰۴ م – ۲۱۸ او ۲۱۹ مخ.
د خپريدو نيټه
۲۲ اکتوبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

One Response to غلجي که خلجي

  1. 13 February, 2018 at 2:28 AM

    په اکثره تاريخي کتابونه او هم د افغانستان په نصاب کې غلجیان غلجي ياد شو دي دا چې خلجي ورته هندوان وايی معلومه نه ده خو په پښتانو ياديږی .
    مننه د معلوماتو نه مو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *