
په ۱۹۲۹م په پای کې د مالاکنډ پولیټیکل ایجنټ ( انګریزانو استاځی) په یو وړوکي”مېنۍ” کلي جرګې مخ ته اعلان وکړو چې هلته ” مدرسه اسلامیه آفندیه” به نوره بنده وي.
دا سکول څلور کاله پخوا د کلیوالو په چنده جوړ شوی و خو د انګریز سرکار له ویرې يې غږ نه کاو. د سکول جوړونکی عبد الطیف آفندي د ایجنټ مخ ته ودریدو او په تیرو څلورو کالو کې د سکول د کامیابۍ راپور او د پېسو حساب يې ورته ورکړو. بیا يې وویل چې تاسو زما د سیاسي نظریاتو لپاره که هر څه کوئ، وکړئ خو دا مدرسه مه بندوئ.
د تعلیم لپاره دغه مبارز په ۱۸۹۰م کې زیږېدلی او د پلار نوم يې غزالي خان و. د ۱۵ کالو په عمر کې عبد الطیف په سوات کې د انګریز ملیشیا ( لیویز) کې برتي شو. ده پخپل شوق او زیار زدکړې تر سره کړې او د خپل استعداد له کبله لږه موده وروسته د پیښور پولیسو کې يې دنده واخیسته. د لومړی نړۍ وال جنګ نه وروسته په ۱۹۱۹م کې د هند مسلمانانو د ترکي په ملاتړ “خلافت تحریک” پېل کړو. عبد الطیف نوکري پریښوده او د خپلې سیمې نه د خلافت استاځی شو. د هند د نورو مهاجرو سره دی افغانستان او بیا ترکي ته لاړو. هلته په پوځ کې د عسکر په توګه ملازم شو، ترکي ژبه يې زده کړه او د ده خپلوان وایی چې هلته واده يې هم وکړو. په ۱۹۲۰م کې د ترکي عثماني خلافت په رژیدو او مصطفی کمال اتاترک د برطانوي ملاتړ سره واکمن شو. ترک حکومت په خپلې خاورې هغه ټول کسان برطانوي پوځ ته وسپارل چې هند نه هلته ورغلي وو. عبد الطیف چې هغه وخت د ” آفندي” تخلص يې کاو، د نورو قیدیانو سره، بمبۍ ته يې بوتلو او په مالاکنډ کې د ده خپلوان يې خبر کړل. دی يې مېنۍ ته بوتلو او هلته د خپل تره په ضمانت خوشی کړی شو.
ملاکنډ هغه وخت د قبایلو برخه او د انګریز سیاسي ايجنسى وه چې پکې ایف-سي آر نافذ و. عبد الطیف په ۱۹۲۱م کې د باچا خان د “انجمن اصلاح افاغنه” لومړۍ غونډې کې ګډون وکړو چې ۳۱ غړي يې لرل. دی چې بیرته ملاکنډ ته لاړو نو هلته يې د څو باوري کسانو سره یوه کمیټه جوړه کړه. په مېنۍ کې د یو سکول د جوړولو لپاره دوی په حجره کې کلیوالو ته پوهاوی ورکاو. د ملایانو له خوا د کفر تور سره هم ده تر دوو کالو خپله مبارزه جاري وساتله او کمیټې د یو سکول د جوړولو لپاره د خلکو نه پېسې راټولې کړې. په کلي کې د درس لپاره استاد موجود نه و نو د هری چند، “عبد الله” استاد د میاشتې لس روپۍ تنخوا په عوض، مېنۍ ته راوبللو. په ۱۹۲۴م کې د مېنۍ په جومات کې ” مدرسه اسلامیه آفندیه” پرانستل شو. دلته تر څلورم جمات ( صنف) پورې درسونه ویل کیده، کتابونه او قرطاسیه به يې وېړیا ورکول او د کلي خلکو به په خپل وار سکول ته ډوډۍ هم استوله. د زده کوونکو شمیره ۵۰ ته ورسیده. آفندي پخپله د ورزش او د لوبو مشر و. دی د ترکانو نه دومره اغیزمن وو چې د پریډ لپاره يې د ترکي کاشن ټکي کارول لکه، سوله بک (اټینشن) ایلي بک (چپ وګوره) ساغه بک ( ښی وګوره) وغیره.
د سیمې یو شاعر سید عثمان محصور چې د دیوبند نه يې سبق ویلی و، خپل دوه زامن( سلطان محمود او علي شاه) په دې سکول کې داخل کړل. په یو نظم کې داسې وایی.
مَېنه کښې جاري نن مدرسه اِسلاميه شوله
فضل دَ يزدان و چې روښانه زاويه شوله
واړه په اِقبال دَ افندي سره دا کار وشو
ځکه مدرسه اِسلاميه افنديه شوله
د سکول د لومړي کال په پای کې د کامیابه ماشومانو ته د انعامونو ورکولو لپاره باچا خان او د ده مله په اسونو ” مېنۍ” ته ورغلل. د پېسو د کمي له کبله د استاد عبد الله تنخواه بنده وه نو هغه نوکري پریښوده. عبد الطیف د بدرګی میا اکرم خان ته ورغلو نو هغه ورته سل روپۍ ورکړې چې یو شپږم پاس هلک دې هلته استاد وټاکي. په دې توګه د ماشومانو په سبق کې ځنډ رانغلو خو پښتون ولس د پوچو او دروغو شوقیان وي.
د ده په اړه هم اوازه ګډه شوه چې ترکي نه ورته پېسې راځي، یا باچا خان ورته پېسې ورکوي خو دی پخپله وخوري. د ده مخالفت زور وموندو نو آفندي، د انجمن بل غړي عبد الاکبر نه مرسته وغوښته. په بله ورځ باچا خان پخپله د محمد اکبر خادم او میا احمد شاه سره مېنۍ ته لاړو. جومات کې يې راټولو خلکو ته وویل چې آفندي د خدای خدمتګارغړی دی خو دوی ورته پېسې نه ورکوي. مدرسه د ولس په چندو روانه ده او باید دده سره ملاتړ وشي. ځینې په دې قانع شول خو نورو توقع لرله چې د قامي مشر په توګه آفندي سره به پېسې ډېرې وي. د باجوړ د “خار” خان چې نور يې څه بوت نه کړل نو په زوره يې ترینه طماچه واخیسته.
په ۱۹۳۰م د اپریل په ۲۰ نېټه باچا خان د انګریز خلاف د یو لوی جلسې غږ کړی و. آفندي په دې کې د ګډون لپاره یولسو نورو کسانو سره چارسدې ته روان شو. په ۲۳ اپریل د پیښور په کیسه خانۍ کې انګریز پوځ هلته په راټولو کسانو ډزې وکړې او بې شمیره خلک يې ووژل. د دې خلاف په ملاکنډ کې احتجاجي غونډه وشوه او عبد الطیف يې ونیولو. ده د ایف –سي آر د ۴۰ مادې تر مخه دوه کاله جیل کې تېر کړل. د مېنۍ مدرسه بنده او هلته د جهالت سیورې بیا خپور شو. څه موده وروسته د ګرفتاریو بله څپه کې عبد الطیف بیا ونیول شو. تر ۱۹۳۳م د “ګاندهي- ایروین” تړون کې سیاسي بندیان خوشې شول خو عبد الطیف آفندي او د څو نورو کسانو ضمانت نه کیدو.
په ۱۹۳۴م کې د صوبه سرحد په اسمبلۍ کې د آفندي او نورو د خوشې کولو غوښتنه وشوه نو په ۱۶ جولای يې دوی پریښودل. سمدلاسه دغو مشرانو د صوابۍ د راڼیزو په کلیو کې غونډې پېل کړې. ځایی جرګو، حکومت ته خواست وکړو چې آفندي او نور مشران دې له ملاکنډ ایجنسۍ څخه خارج کړي. دی مردان ته لاړو نو هلته د مردان ای-سی وشړل. بیا نوښار کې په سختو بندیزونو کې اوسیدو. په ۲۳ جنوري ۱۹۳۸م جواهر لال نهرو د باچا خان او ډاکټر خان سره سخاکوټ ته ورغلو خو آفندي په باجوړ کې مفرور و. دی څو وارافغانستان ته لاړو چې د کابل حکومت څخه مرسته واخلي خو د انګریز لاس پرې بر و. آفندي شا و خوا ۱۴ کاله هم دغسې کله افغانستان، کله قبایل او کله خپل کلي ته په پټه تلو راتلو. عبد الطیف د خپلو خلکو نه دومره ناهیلی شو چې ذندان کې پاتې کیدل ورته غوره وو.
د پاکستان له جوړیدو سره عبد الطیف بیرته مېنۍ ته لاړو او خپل تره ورته د زمکې یوه ټوټه ورکړه چې هلته يې یو ” بېټک” (حجره ) جوړ کړو. بیا د کلي یوه کونډه ” رافعه بیګم” چې خلکو به ” راپوانا” بلله، په نکاح کړه. د کلي ښځو به د اوبو لپاره د غره په سر منګي وړل نو عبد الطیف بیا د ولس خدمت ته ملا وتړله. د یو کوهي د کنستلو لپاره د کلي خلک راټول کړل. تر وروستي عمر دی ښه تکړه، لکه د پوځي به ګرځیدو او د حکومت جاسوسانو به پرې نظر ساتلو.
ده د یو شپون ژوند پېل کړو چې د ورځې به يې ګډان څرول او ماښام په خپلې حجرې کې ځوانانو ته د خپلو مبارزو کیسې کولې. د ده څو ژبې زده وې او د عربي آیات ترجمه به يې په جومات کې خلکو ته ورزده کوله. عبد الطیف آفندي په دسمبر ۱۹۷۳م کې مړ او “مېنۍ” کلي کې خښ دی.