سرشمېرنه

children
انسان د زمکې په کرې په ډلو کې د ژوند د پېل سره شمېر پېل کړې دی.
په ۳۸۰۰ ق م کې په بابل (عراق) کې شوې د سر شمېرنې شواهد پاتې دي. هغه وخت دلته هر شپږ يا اوو کاله وروستو به نه يواځې خلک بلکه څاروي، غله، شات او داسې نور توکي چې په ګودامونو کې اېښي و، شميرل کيده. په انجيل کې د سر شميرنو په اړه څو کيسې ليکلي دي. د مصر نه د يهودانو د وتلو پر وخت د بني اسرايلو شمېرل، د حضرت داود او د سليمان له خوا د خپل قام د وګړو شمېره چې پکې بهرني هم شامل وو. خو د هغو شمېرو څه رېکارډ نه دی پاتې او يواځې د تاريخ په کتابونو کې يې زکر شته.
د روم په سلطنت کې سرشميرنه د حکومت د چارو يوه لويه برخه وه. دوي به هر پينځه کاله وروستو خلک شميرل او په رجسټر کې به يې د هغوي نومونه او د ملکيت ( زمکه او کور) تفصيل ليکلو. د روم په شمېرنو کې مونږ د حضرت عيسا (ع)له زيږېدو خبرېږو چې هغه په بېت الحم کې زيږېدلې و. دا ځکه چې مريم د نصر(ناصره) د ښار نه هلته د دې لپاره ورغلې وه چې په شمېرو کې يې نوم راشي.
هغه سر شمېرنه چي رېکارډ يې پاتې دی د چين د ۲ ميلادي کال د هن سلطنت پر وخت اخيستل شوې وه. په دې کې د خلکو شمېره ۵۹ اعشاريه ۶ ميلينه ښودل شوې ده چې هغه وخت هم په نړۍ کې تر ټولو ګڼ مېشت ملک و. په ۱۵ ميلادي پېړۍ کې د لاطيني امريکا د “انکا” خلکو د شمېرو د ساتنې لپاره يو ځانګړې نظام جوړ کړی و. دوي د وړۍ تارونو له غوټې ورکولې او د هرې سيمې لپاره يې بېله غوټه او سيسټم لرلو.
سر شمېرنه په انګرېزي ژبې کې “سينسس” نومېږي چې د لاطيني “سېنسير” نه اخيستل شوې او د تخمين مانا ورکوي. پوښتنه دا ده چې حکومتونه ولې خلک شمېري؟ هرې متمدنې ټولنې کې د خلکو د ښېګړې اود هغوي د خدمتونو لپاره د راتلونکي پلان جوړېږي. د يوې سيمې د نوي روغتون کار هله ممکن وي چې د خلکو شمېره پکې معلومه وي. د خلکو د شميرې پروسه ډېره اوږده وي خو اوس په پرمخ تللي ملکونو کې د کمپيوټر له اسانتياو دا کار زر تر سره شي.
په هند کې لومړۍ سر شمېرنه د انګرېزانو له خوا په ۱۸۷۱ م کې تر سره شوه. هغه وخت د پنجاب د خلکو شمېره څه کم ۲۳ ميلينه وه. په ۱۸۸۱ م کې منظم او ساينسي شمېرنې وشوې چې پکې د خلکو د عمر، عقيدې، مسلک، تعليم او د ناروغيو په اړه معلومات راټول شول.
دانګرېز په واک کې د پښتونخوا ( صوبه سرحد) کې په ۱۹۰۱ م کې انسانان وشمېرل شول. په دې کې قبايلي سيمې نه وې شاملې. د ټولو خلکو شمېره دوه ميلينه، يو لک پينځويشت زره او ۴۸۰ وه. تر ټولو زياته شمېره د پښتنو وه چې اته لکه، پنځوس زره ۳۴۶ ښودل شوې وه. دوېمه لويه شمېره د اعوان (ښاريانو) وه چې دوه لکه ۴۱ زره وو. ورپسې هندوان يو لک ۳۴ زره ۲۵۲ وو.
په افغانستان کې د خلکو د شمېرنې کار په لومړي ځل ۱۹۷۹ م کې پېل شو چې د کورني جنګونو او د خلکو په کډ والۍ پورا نشوه. په ۲۰۰۸ م کې هم هڅې وشوې خو هغه وخت د امنيت له خرابي له کبله دا کار وځنډول شو. تر اوسه د دې هيواد د خلکو په اړه دوه تخمين دي چې د ۲۶ ميلينو نه تر ۳۲ ميلينو پورې لګول شوې ده. دا چې څومره خلک پاکستان او ايران ته لاړل، څومره بېرته ورغلي دي او څومره لا پاتې دي، معلومات يې نشته. هغه چې په طبعي مرګ مړه شي او هغه نوي زيږېدلي ماشومان په کوم حساب کې دي او څوک يې حساب ساتي.
په ۲۰۱۰ م کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د سر شميرنې کار پېل شو او د اټکل له مخې شپږ کاله به وونيسي چې ټول معلومات يو ځاې شي. د دې ملک د سياست او د نژاد د حساسيت له کبله پکې دا دوه پوښتنې نه دي ځاې شوي. يوه دا چې خلک په کور کې کومه ژبه واي او بله دا چې خلک د کوم نژاد نه دي. د دې نه علاوه نورې پوښتنې د خلکو د عايد(امدن) د ښځو،زامنو او لوڼو د شميرې نه علاوه د ښوونځو ته تلونکو ماشومانو په اړه دي. دا پوښتنه هم کېږي چې ايا دوي ليک لوست کولې شي، د کور د تودلو انتظام يې شته، چاړچوبۍ لري، يا دا چې چرګان يې ساتلي دي که نا؟ د سر شميرنې دفتر ۸۰۰ کسان لري چې دا معلومات راټول کړي. تر اوسه يوه په زړه پورې بېلګه د باميانو د ولايت وه. دلته پخوانو حکومتونو چې کوم تخمين کړې و، د هغې نيمايي شمېر کې خلک پکې ژوند کوي.
تر اوسه يواځې هغو سيمو کې دا شمېرنه تر سره شوې ده چې پکې جنګ نشته.

د ويبپاڼو نه

د خپريدو نېټه
۳۰ جولاي ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *