هغه چې فلسطين و

Palestinian Refugees
د نړۍ دريو لويو مذهبونو اسلام، مسيحيت او يهوديت لپاره د فلسطين په خاوره القدس يا بيت المقدس يا يروشلم يوه سپېڅلې ځاې دی. دلته دوه نيم زره کاله پخوا د حضرت سليمان (ع) هغه لوې عبادت ځاې (هېکل) جوړ و چې په کنډوالو يې يهودان عبادت کوي. د مسيحيانو په عقيده حضرت عيسا (ع) دلته زيږېدلې و او مسلمانان هغه ځاې پکې سپېڅلې ګڼي چې حضرت محمد (ص) د جبريل فرشتې سره د معراج په شپه اسمان ته سفر کړې و.
د نولسمې ميلادي پېړۍ تر پاې دا سيمه د مسلمانانو په لاس کې وه. په ۱۸۳۱ م کې د انګرېزانو په لمسون، ترک او د مصر پوځونه پخپلو کې وجنګيدل او بل کال د مصر ځواکمن حاکم، محمد علي پاشا د اردن سيند دواړو غاړو هغه ښيرازه سيمه چې فلسطين نوميده ونيوله. بريطانيې په دې جنګ کې د ترکانو ملاتړ او د مصر پر ضد يې خلک راوپارول.
لس کاله وروستو محمد علي ترکانو سره د روغې تړون وکړو او خپل پوځ يې د لبنان او نورو سيمو نه ويستلو. بريطانيې د “ليوانټ” سيمه عثماني ترکانو ته وسپارله او په بدل کې يې عرب ملکونو کې د خپل پوځ د ساتلو حق ترلاسه کړو. په فلسطين کې هغه وخت په سلو وګړو کې ۹۰ عرب مسلمانان او مسيحيان مېشت و. خو کله چې بريطانيې او فرانسې دلته خپلې کونسلګرۍ پرانستې نو له اروپا مېشتو يهودانو کډوالي پکې زياته شوه.
د ۱۸۷۳ م کې بريطانيه چي د نيمې نړۍ خاوره يې په لاس کې لرله، د عرب ملکونو سرحدونه وټاکل. فلسطين يې په دريو انتظامي برخو وويشلو. د دې شمالي برخه د يافا ( جافا) نه تر اريحا (جيريکو) او تر اردن پورې د “ولايت بېروت” په نوم اداره کيده. جنوبي برخه د يافا نه تر بيت المقدس پورې د ترکانو په واک کې ورکړې شوه. د دې جنوبي سرحد معلوم نه و خو د مصر د سينا په دشته کې ختميدو. د مرکز او جنوبي برخو لويه دشته او څو ښارونه د “ولايت حجاز” په نوم يادېدل چې تر مکې او مدينې غځيدلې وه.
د نولسمې ميلادي پېړۍ تر پاې په اروپا کې مېشتو يهودانو يو غورځنګ پېل کړې و چې زايونزم (صېهونيت) نوميدو. د دې هدف ځان له يو خپلواکه ملک جوړول وو. د يهودانو ديني عقيده دا ده چې دوي بايد د نړۍ په هرګوټ کې مېشت شي او ځان له به ملک نه جوړوي. خو د دوي د ملت پالنې پاڅون د اروپا نه پېل شو. د يهودانو لومړۍ جوپه چې ۲۵ نه تر ۳۵ زرو پورې خلک پکې شامل وو، د نولسمې پېړۍ تر پاې د پولېنډ او يمن نه فلسطين ته ورسيده.
دوي د عربانو زمکې ونيولې او ورباندې يې کورونه جوړ کړل. په ۱۸۹۱ م کې د عربانو په استاځيتوب يوه عرضي عثماني سلطنت ته ورواستول شوه چې پکې يهودانو ته د زمکو په خرڅولو د بنديز لپاره د يو امرغږ شوې و. خو ترک واکمن هغه وخت په اروپا کې د خپلو سيمو د ساتنې لپاره بوخت و.
د ۱۹۰۴ م نه تر ۱۹۱۴ م پورې د ۴۰ زرو نه زيات يهودان د روس، پولېنډ او د يمن نه فلسطين ته ورغلل. هم هغه وخت د عربانو نه په اخيستل شويو زمکو د تل ابيب ښار بن سټ هم کيښودل شو. په دې دوېم پړاو کې عبراني چې تر هغې په مړو ژبو کې شميرل کيده، د څو استادانو له خوا بيا راژوندۍ شوه او اليزر بن يهودا د دې ژبې لومړۍ قاموس جوړ کړو.
بريطانيې په عربانو کې د ملت پالنې جذبه پېدا کړه او په ۱۹۱۵ م کې يې د بدوي قبايلو يو قامي مشر فېصل بن حسين سره تړون کړې و چې که دوي د ترکانو پر ضد بغاوت وکړو نو په بدل کې به دوي ته يو خپلواکه عرب ملک جوړ شي. د عربانو په پاڅون ترکان مات شول خو د دوي ارمان پورا نشو.
په ۲ نومبر ۱۹۱۷ م کې د بريطانيې خارجه وزير ارتهر جېمز بالفور هلته مېشت د يهودانو مشر والټر راتسچايلډ ته يو ليک ورواستاو چې پکې دوي ته د خپل وطن د جوړولو لوز شوی و. په بله مياشت ۹ دسمبر د بريطانيې يو پوځي جنرال اېډمنډ اېلنبي د مصر د پوځيانو په مرسته بيت المقدس ونيولو. په ۱۹۱۹ م کې د بيت المقدس او د يافا مسلمانان او مسيحيان دمشق ته لاړل يو ځاې شول او د صيهونيت مخالفت لومړۍ کانګرس کې يې ګډون وکړو. دوي امير فېصل بن حسېن د خپل استاځي په توګه پاريس ته ورواستاو.
د ۱۹۲۰ م اپرېل په مياشت کې د پاريس په غونډه کې د امير فېصل نه علاوه د صېهونيت استاځې وايزمېن هم ناست و. امريکې، بريطانيې، فرانسې، اطاليې او د جاپان استاځو په يوې غونډې کې دا خبره رسمي کړه چې د عربانو ټوله خاوره به د بريطانيې او فرانسې سره وي.
دې دوو ملکونو څلور کاله پخوا يې پخپلو کې په پټه يو تړون وکړو چې “سايکس- پيکوټ” تړون نومېږي. د دې تر مخه د عربي نړۍ وېش به دوي پخپله کوي. د غونډې نه وروستو فرانسويانو فېصل بن حسېن د دمشق نه اردن ته وشړلو.
په ۱۹۲۰ م کې فلسطين کې لومړې پاڅون ووشو او څلور ورځې جنګ روان و. يهودانو سره اوس د انګرېزانو وسله وه چې تش لاس فلسطينيانو سره جنګيدل. په بيت المقدس کې د بريطانيې د چرچل او د عرب قبايلو يو بل امير عبد الله تر منځ په مارچ ۱۹۲۱ م کې تړون وشو چې د شپږو مياشتو لپاره به د فلسطين د خاورې واکمن وي.
په ۲۴ جولاي ۱۹۲۲ م کې د ملتونو شورا (ليګ اف نېشنز) بريطانيې ته اجازه ورکړه چې په فلسطين خپل کنټرول وساتي. هم هغه کال په ستمبر کې د لارډ بالفور هغه ليک هم وومنل شو چې د يهودانو لپاره د يو بېل ملک د جوړولو اعلان پکې شوې و.
په فلسطين کې اوسيدونکو عربانو له خوا د ۱۹۲۰ م نه تر ۱۹۳۶ م پورې څلور وارې د يهودانو او د انګرېز د تګ لارې پر ضد پاڅون ووشو چې ډېر عربان پکې ووژل شول. تر ۱۹۳۰ م د انګرېزانو له خوا روزل شوې يو اسرايلي پوځ هم جوړ و. انګرېزان ۲۸ کاله په فلسطين کې پاتې و او دوي ته يې سړکونه، ښوونځي کارخانې او روغتونونه جوړول چې اسرايل پخپلو پښو ودرېږي.
په ۱۹۳۵ م کې د فلسطين په جنين کې يو انګريز پوليس له خوا د شيخ عزالدين القسام د وژنې پر ضد مظاهرې پېل شوې. څلور کاله هم هغسې پرله پسې شخړې روانې وې چې د فلسطېن د خپلواکۍ لومړې ګوريلا جنګ و. عربانو به د انګرېز پر رسدونو، پوځي قافلو او د تيلو په پايپ لاين پټې حملې کولې او تاوان به يې اړوو. په ۱۹۳۷ م کې دوي د انګرېز له خوا د روغې وړانديز رد کړو او بريطانيې ته يې د فلسطين نه د وتلو وويل.
تر ۱۹۳۸ م پورې د فلسطين د مبارزينو شمېره لسو زرو ته ورسيده. بريطانويانو د عرب پاڅون د ختمولو لپاره خپل پوځي توان لا پياوړې کړو او د جنګيالو نيول او بې له محکمې زندان ته غورځول عام شول. د دوي د کورونو ړنګول، په دوي ګرځ بنديز يوه عامه خبره شوه. هغه وخت د ۱۲۰ نه زيات عربانو ته د مرګ سزا ورکړې شوه چې ۴۰ پکې غرغره شول. د دوي مخکښ مشران يې له ةْن جلا كړل.
د بريطانيې سره په دې کار کې د يهودانو يو غير رسمي او غير قانوني ډلې “حګانه” لاس کوو. د حګانه يوې وړې ډلې چې ځان يې ارګون بللو، ترهګري ته لاس واچوو. دوي به په بازار او په چاې خانو چې عربان به پکې راټول وو، حملې کولې. د دوي حملو په بريطانيې دومره فشار راوړو چې د بالفور ليک په اړه يې په ۱۹۳۹ م کې ځان ناغرضه کړو. په يو سپين قرطاس کې يې اعلان وکړو چې د يهودانو لپاره د بېل وطن جوړول د دوي رسمي پاليسې نه وه.
خو تر هغې اوبه له ورخه تيرې وې او يهودانو دومره زور موندلې و چې د بريطانيې جغ يې هم له غاړې ليرې کړو. يهودانو په تل ابيب کې ځان له يو بندر جوړ کړې و او دوي د عربانو د يافا بندر نه د مالونو راوړو ته هم اړتيا نه لرله. دا اقتصادي ګام دوي ته نور ځواک هم ورکړو.
د ۱۹۴۰ م په کې اوړي کې د جرمني الوتکو په تل ابيب او حيفه بمبارۍ وکړې او دوه کاله وروستو د دوي ځواک د اروين رومېل تر مشرۍ لاندې شمالي افريقه نه سويز کنال ته روان شو. انګرېز اندېښمن شو چې جرمني به فلسطين هم ونيسي. خو هغه اروپا ته وروغوښتل شو او داسې ونشول.
په ۱۹۴۴ م کې د بريطانيې حکومت د يهود تکړه پوځي افسرانو يوه ډله وروزله چې په اروپا کې د جرمني او اطاليې پر ضد د جنګ تر پاې ۱۹۴۵ م پورې وجنګيدل. دی افسرانو د اروپا نه د نورو يهودانو د فلسطين ته په وتلو کې هم مرسته وکړه. هم دې افسرانو د اسرايل په جوړولو کې ونډه واخيسته. د جنګ پر وخت بريطانيې هر کال د ۱۵ زرو يهودانو د فلسطين ته د ورتلو کوته مقرره کړې وه او کله چې دوي به زيات شول نو افريقاي ملکونو کې به يې ايسارکړل چې څوک پرې پوه نشي.
په فلسطين کې هغه وخت د بريطانيې يو لک پوځ پروت و. هم هغه وخت د يهودانو مشرانو د بريطانيې نه غوښتنه وکړه چې دوي دې ووځي. د يهودانو وړو ترورستي ډلو د دوي په پوځي کېمپونو حملې پېل کړې. د جنګ له کبله د بريطانيې اقتصاد کمزورې شوې او امريکې سره يې لوز وکړوچې که دوي ته پېسې په پور ورکړي نو د المان يو لک يهودانو ته به په فلسطين کې د ميشتيدو اجازه ورکړې.
په ۱۹۴۷ م کې بريطانيې غوښتل چې اسرايل په نړۍ والو وومني نو ملګرو ملتونو ته يې وويل چې د فلسطين د راتلونکي فېصله دې وکړي. هغه کال په ۲۹ نومبر،عمومي اسمبلۍ د رايو لپاره د ۱۸۱ نومره قرارداد( رېزوليوشن) وړاندې کړو چې ۳۳ ملکونو د دې په پره او ۱۳ په مخالفت ووټ ورکړو. ۱۰ ملکونو ځان غېر حاضر کړو. دا ريزوليوشن وومنل شو او فلسطين يې په دوو برخو ووېشلو چې يوه يې عرب او بله به د يهودو وي. د القدس ښار ته يې نړۍ وال حېثيت ورکړو. يهودانو دا پلان وومنلو خو عربانو رد کړو او سمدلاسه تشدد پېل شو چې تر څلورو مياشتو دا جنګ روان و.
په ۱۴ مې ۱۹۴۸ م کې د يهودانو د خلکو کونسل د اسرايل په نوم د يو خپلواکه وطن اعلان وکړو او ډيوډ بن ګوريان د ددې د حکومت لومړې وزير اعظم وټاکل شو. په بله ورځ د عرب جنګيالو يو رضا کار پوځ “عرب ليبرېشن ارمي”، فلسطين کې وردننه شو خو يهودانو د انګرېز په وسلو ورله ماتې ورکړه.
په ستمبر کې، عرب ليګ د فلسطين د ادارې لپاره يو حکومت جوړکړوچې بې له اردن ټولو عرب ملکونو په رسمي توګه وومنلو. د دې حکومت وزير اعظم احمد حلمي پاشا او صدر يې امين الحسېني و. که څه هم د دې حکومت ساحه ټول فلسطين و خو په عمل کې دا تر غزې محدود او د مصر تر ژغورنې لاندې و. د دې انتظامې قدرت نه و اويواځې سمبوليکه بڼه يې لرله.
د ۱۹۴۸ م په پاې کې اسرايل په غزې حمله وکړه نو د فلسطين د حکومت دفتر قاهرې ته يې يوړو. له هغې راهيسې د غزې معاملې د مصر نه اداره کيدې. سوريا،عراق او مصرهم هغه وخت په اسرايل پوځي حملې وکړې خو ناکامه شول. د القدس د کنټرول لپاره تر ټولو خونړۍ جنګ د اردن او د اسرايل تر منځ ووشو. د جون په ۱۱ نېټه اور بند وشو. اسرايل د دې نه ګته واخيسته او خپل پوځ يې نور هم پياوړې کړو. د دې پوځ پر مټ دوي د ګلېلي، رمله، النقب او هغه لويه لاره هم ونيوله چې القدس يې د اسرايل سره نښلوو. په دې جنګونو کې درې نيم لکه نور عربان بې کوره او مهاجرت ته اړ شول.
دا مهاجر، د اردن په خاوره مېشت شول او اميرعبد الله چې په دې خوش بينه شو چې د غزې او د سيند لوېديځې غاړې سيمه به هم د ده په واک کې وي. هغه اردن ته ورغلي ټول فلسطيني وګړي پخپل ملک کې ځاې کړل، ښاري حقوق يې ورته ورکړل او د خپل ملک نوم يې د اردن هاشمي سلطنت کېښودو. هغه د اردن سيند لوېديځه غاړه پخپل کنټرول کې واخيسته او اوس ځينې خلک باور لري چې عبد الله د اسرايل سره پټ تړون کړې و چې د فلسطينانو خاوره به پخپلو کې ووېشي.
په ۱۹۶۴ م کې د فلسطين د خپلواکۍ لپاره يو تنظيم (پي-اېل-او) جوړ شو چې په عربي کې”منظمة التحرير الفلسطينية” نوميدو. دا د سلو ملکونو له خوا په رسمي توګه وومنل شو. دوي د اسرايل د وګړو دا حق وومنلو چې په امن دې ژوند وکړې شي. اسرايل هم پخپل وار په رسمي توګه پي- اېل- او د فلسطينيانو د استاځي ډلې په توګه وومنلو. په ۱۹۷۴ م کې دې ته په ملګرو ملتو کې هم د مشاهد په توګه د کيناستو اجازه ورکړې شوه.

په جون ۱۹۶۷ م کې اسرايلو د ۶ ورځو په جنګ کې د ګولان لوړې، د سوريا نه ، د سيناي دشته د مصر نه او لوېديځه غاړه د اردن نه ونيول. دوي د ختيځ القدس نه هم عربان وشړل او دا يې پخپل کنټرول کې واخيستو، که څه هم تر اوسه دا په نړۍ واله توګه نه ده منل شوې.
د دې برياليتوب سره اسرايل د عربانو په زمکو د کورونو په جوړولو لاس پورې کړو او اروپاي يهودان يې پکې مېشت کړل. د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د ۲۴۲ نومره ماده وومنله چې دا خاوره به د امن لپاره وي او اسرايل ته يې د خپلو پوځونو د ويستلو وويل. القدس کې اوس پوځ نشته خو هر څوک چې هلته د زيارت لپاره ورځي، د اسرايل تر څارنې لاندې وي.
د فلسطين اوسېدونکو په تيرو اوياو کالو کې د مبارزې نه لاس نه دې اخيستې اوبه دې سيمه کې لا تر اوسه د جنګ اور بل دی.
د ويبپاڼو او د عدلي الهواري د معلوماتو پر بن سټ
د خپريدو نېټه
۳ اګست ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment
  1. محترمې صفیه حلیم اسلام علیکم ! هیله ده روغه جوړه به یاست.د تیرې یوې میاشتې راپدیخوا مې د فلسطین په هکله معلومات یوځای بل ځای لوستل چی ناګهانه مې د خبریال په ویب پاڼه کې ، هغه چی فلسطین وو عنوان ترسترګو شو او تر اخره مې ولوست ، خو چې اخرته یې ورسیدم نو تلوسه مې شوه چی داکوم تکړه لیکوال به لیکلی وي چې ګورم ستاسې نوم مې ولید چې ، لیکواله صفیه حلیم .
    ډیر خوشحاله شوم مننه ترټولو په تفصیل او دقیق معلومات وو . خو که وخت لرې د همدغې سیمې نه مو که د عثماني خلافت په هکله یو څه لنډ معلومات راسره شریک کړل نو خوشحاله به شو. مننه اوپه درنښت. جعفر معروف

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *