د فونيشيا شهزادګۍ

Dido
په ۱۸۴۵ ق م کې د لبنان د صور(تاير) په ښار کې اوسېدونکي فونيشيان ( په عربي کې فونيقي) نومېدل. د دې باچا مړ شو نو زوې يې ماشوم و او اميرانو يې فېصله وکړه چې د هغې لور شهزادګۍ ډايډو به د خپل ورور د سرپرست په توګه حکومت کوي.
شهزادګۍ ډايډو د روم او ينان په لرغوني تاريخ کې د اليسا په نوم يادېږي. د دې مېړه يو شته من سړی و او څه موده وروستو په مرموزو حالاتو کې ووژل شو. د شهزادګۍ ملګري خبر شول چې د هغې د ورور پلويان په سازش اخته دی او ممکن شهزادګۍ هم ووژني. اليسا د خپل ژوند د ژغورلو لپاره يوه شپه د خپلو ملاتړ سره د صور د ساحل نه په بېړيو کې وتښتيده.
دا خلک د قبرص د لارې د اوسني ټيونس خاورې ته ورسيدل. هلته د بربرو مشر “لاربس” ورته په يوه شرط هلته د اوسيدو اجازه ورکړه. دومره زمکه کې به اوسېږي چې د يوه غويي څرمن يې پټولې شي. اليسا پوهيده چې په بله وېنا هغوي ته د اوسيدو اجازه نه وه. خو هغې پخپلو خلکو امر وکړو چې د غويي څرمنه دې په وړو وړو مزو پرې کړي. دا يې يو بل سره وتړلې او په دومره ځاې کې يې خپرې کړې چې د يو غر هومره ځاې يې ونيولو.
باچا د دوي د هوښيارۍ نه اغېزمن شو او هغه غر يې ورله د اوسيدو لپاره ورکړو. هم هلته فونيقيانو خپلې ابادۍ وکړې او کرتاژ ښار بن سټ يې کيښودو. د کرتاژ بن سټ د روم نه ۷۲ کاله وړاندې کېښودل شو.
د اليسا په برخه بيا هم سخته ليکلې وه او لاربس ورته د واده وړانديز وکړو. که داسې يې نه يې نه واې کړې نو دوي وژل کيده. هغې واده ته غاړه کېښوده خو خپل وژل شوي مېړه ته پت منه وه نو د واده په ورځ يې د هغه په وياړ اور بل کړو، عبادت يې وکړو او بيا ځان يې په توره ووژلو. ورپسې کلونو کې فونيشيانو به د اليسا نمانځنې لکه د يوې اسطورې کولې. د دې د عشق کيسې خو يونانيانو په خپلو تاريخي منظوم دا ستانونو کې وئيلې وې.
په ټيونس کې د کرتاژ کنډوالې چې په کوم ځاې کې دي، هغه غر اوس “برسا” نومېږي چې په يوناني ژبې کې څرمنې ته وايي.
د ټيونس د تاريخ نه
د خپرېدو نېټه
جولاي ۲۰۱۴ م۱۷
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.