جلال اباد

Shah Bagh
د دوېمې ميلادي پېړۍ نامتو يوناني جغرافيه پوهه بطليموس، د سيند پرغاړه هغه سيمه چې اوس يې د جلال اباد په نوم پېژنو، د ” بناګره” په نوم يادوي. بن په سانسکرت کې باغ او نګره ښار ته واي. دا نوم پخپله د جلال اباد يو تعريف دی چې يو قدرتي لوې بڼ کې ښار اباد شوې دی.
چينايي راهب فاهيان د پينځمې ميلادي پېړۍ په سر کې د لغمان نه ورته راورسيدو نو تش ” نګره ” نوم ورته خلکو اخيستو. د بودايي دين د خپرېدو او د زايرينو د زيات راتګ سره دا ځاې نګر ويهارا ( د معبدونو ښار) په نوم مشهور شو. خو دا يوه پراخه سيمه وه چې پکې اوسني هډه، درونټه، بګرام، باسول، سلطان پور او د بيمارانو غونډۍ شامل وو. دلته د بودا د ژوند سره تړلي سپېڅلي زيارتونه جوړ وو.
د اوومې او نهمې ميلادي پېړيو تر منځ دا ځاې په تاريخ کې يواځې د تجارتي قافلو او د لښکرو د دمې ځاې و. جلال اباد د پېښور په شان د لارې په اوږدو کې پروت دی. که تاسو د دې اوسني نقشې ته وګورئ نو د کابل سيند سره غځيدلې او په منځ کې يې سړک تېر شوې دی.
د هند او مرکزي اېشيا تر منځ تجارتي مالونه به په جلال اباد تيرېدل. له دې ځايه به مسافر په بېلا بېلو لارو روان شول. يوه لاره يې کونړ باجو، بله لغمان اليشنګ، درېمه خېبر پېښور او څلورمه د کورمې غرونو ته وتله. ښاي هغه وخت پکې سرايونه او د مساپرو لپاره د خواړو د توکو هټۍ جوړې وې.
په لسمې پېړۍ کې غزنويانو او په څوارلسمې پېړۍ کې ګوډ تېمور په دې لاره خېبر ته ورغلې دی خو څرګنده نه ده چې هغه وخت جلال اباد په کوم نوم يادېدو او دا کوم جلال و چې د ښارنوم ورته ورکړې شو؟
مغل واکمن جلال الدين محمد اکبر او که د پير روښان د زوې جلال الدين (جلاله)؟؟؟
مغل تاريخ دعوا کوي چې دا په ۱۵۶۰م کې د جلال الدين محمد اکبر په نوم اباد شوې و خو د جلال کوټ يا جلال اباد په نوم دا ښار هلته د وړاندې نه موجود و. په آين اکبري کې د تومان (ولسوالۍ) نيک نهال په اړه ليکلي دي، ” دا تومان د عقان سره نږدې دی. د دې تومان داروغه زيات وخت په ادينه پور کې اوسيدو خو اوس وخت کې، جلال اباد د حکام لپاره صدر مقام دی. د ملک په دې برخه کې واورې نه کېږي او موسم يې هم شديد نه وي. د زمکې د خړوبولو لپاره نهه نهرونه (ويالې) لري. دلته بې دانه انار کېږي. د جلال اباد سره نږدې باغ صفا دی. دا باغ د فردوس مکاني (بابر) په لاس لګول شوی او تر اوسه د مرحوم د يادګار په توګه پاتې دی. د ادينه پور په مضافات کې هم يو چمنستان شته چې د باغ صفا په شان د حضرت فردوس مکاني يادګار ګڼل کېږي. د دې پرګنې جنوب لور ته کوه سفېد دی چې د دې غر په ليدو انسان حېرانه پاتې شي. د دې غر څوکې تل په واورو پټې وي او له دې کبله ورته کوه سفېد وايي. د دې سره جوخته يوه غونډۍ ده او د دې ځانګړتيا دا ده چې کله په کابل کې واورې کېږي نو په دې غونډۍ هم واوره ورېږي.”
په دې تاريخ يو بل وضاحت هم کېږي چې ادينه پور د جلال اباد نوم نه و. د اکبر نيکه بابر باچا پخپلو يادښتونو کې ليکي، ” د ادينه پور جنوب ته سرخ رود بهېږي او شمال ته يې يو غر دی چې هغه لغمان او سرخ رود جلا کوي.”
د دې معلوماتو تر مخې ادينه پور د تور غر او د سرخ رود په منځ کې خو سرخ رود ته نږدې و. ځکه بابر ليکي چې دغه سيند پر غاړه د ۵۰ يا ۶۰ ګزو په لوړ والي يوه ډبرنيه غونډۍ ده او ادينه پور په هغې جوړ دی. بابر په ادينه پور کې يو باغ جوړکړې و چې باغ وفا نوميدو او د اکبر په تاريخ کې زکر شوې دی.
د شېخ مصري د غونډۍ شا و خوا يو کلې د دينپور په نوم يادېږي چې ممکن د ادينه پور وران شکل وي. ادينه پور د بودايي دين ټاتوبې و او د نګر ويهارا په شان خلک ورته زيارت ته ورتلل. د ادينه په نوم يو کلی په سوابۍ کې دی او د بنګال يو ښار هم ادينه پور نومېږي. د ادينه توری اوس هم پخواني خلک د جمعې د ورځې لپاره کاروي.
په شلمې ميلادي پېړۍ کې د افغانستان باچاهانو به په ژمي کې دلته کډه وکړه او يوه ماڼۍ “سراج العمارت” په نوم جوړه شوه چې په ۱۹۲۹ م کې د شينوارو له خوا ويجاړ کړې شوه. دا د پخوا وختونو د واکمنو ژوند ته يوه اشاره ده چې ممکن په ژمې کې د کابل باچا دلته راغلو او حکومت کاروبار به يې له دي ځايه شړلو. خو د داسې ودانيو نښې اوس نشته.
يوه سرچينه وايي چې د لارې په سر دا ښار ” جلال کوټ” نوميدو. د روښاني تحريک مخګښ جلاله د مغلو سره د جنګ پر وخت دلته مېشت و او ممکن د هغه د کلا نوم وي ځکه د “کوټ” توری د کلا لپاره کاريدو. خو د دې ثبوت هم نشته. د جلال اباد د باغونو په جوړولو کې د مغلو نه زيات د دې سيمې ښيرازې زمکې او قدرتي شين والی مرسته کړې ده. د بابر باچا “باغ شاه” اوس د مېملې (نيملې) باغ دی.
په ۱۸۳۸ م کې دا ښار انګرېزانو ونيولو او يوه چاوڼۍ يې جوړه کړه. په ۱۸۴۲ م کې د کابل نه د د دې پوځ وتل او په لاره د ژمي له کبله تري تم کيدل د انګرېز لپاره يوه لويه فاجعه وه. د هغه لښکر نه يو ډاکټر برايډن په ټپي حالت کې د جلال اباد چاوڼۍ ته ورسيدو نو کوماندان ترې پوښتنه وکړه، ” پوځ څه شو؟” د ډاکټر برايډن الفاظ وو ” زه پوځ يم” بيا د غازي محمد اکبر خان په مشرۍ د پينځو مياشتو لپاره د جلال اباد چاوڼۍ افغان جنګيالو کلا بند کړه. د انګرېزانو د هغه وخت ليکنې ښايي چې د جلال اباد د بازار نه ګوړه او وريژې به خلکو نورو ځايونو ته وړل. له شلمې پېړۍ راهيسې د جلال اباد د خلکو شميره مخ په زياتيدو ده او اوس دا ښار د لوې لارې په دواړو غاړو غځيدلې دی چې يو هواي ميدان هم لري.
سرچينې
۱. آين اکبري- علامه ابو الفضل- ژباړه مولوي محمد فدا علي صاحب طالب. سنګ ميل خبرونې، چوک اردو بازار لاهور، ۲۰۰۷ م ۱۱۰۹ او ۱۱۱۰ مخونه.
۲. انسايکلو پيډيا بريټانيکا- انلاين.
۳. د سيمو تاريخي جغرافيه- له علامه عبد الشکور رشاد سره د مرکو ټولګه- مرکه کونکی، صديق الله بدر. ميوند کلتوري ټولنه – کندهار. ۱۳۸۴ ل- ۹۸ نه تر ۱۰۰ مخ.
۴. تزک بابري- اردو زباړه رشيد اختر ندوي- سنګ ميل خپرونې، لاهور- ۱۹۹۹ م ۸۹ مخ.
۴.د هند لرغونې جغرافيه- اليګزانډر کننګهم، ۱۸۸۰ م ، انټرنيټ د ارشيف نه.
.
د خپريدو نېټه
۵ اګست ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

3 Comments

Add a Comment
  1. آغلې حليم صاحب!
    الله تعالی دې پر علم، عمر او حوصله کې برکت واچوه. ډېر خوندور معلومات دې وړاندې کړي وو، له ماسره د ډېر پخوا نه دا پوښتنه وه، چې جلال اباد ته ولي جلال اباد وايي او چا او کله جوړ کړی، ټولې پوښتنې مې په کې حل شوې. ښاده اوسې

  2. زما په اند جلال اباد ډېر وروسته د لوی ننګرهار مرکز شوی دی، د اوسنی لغمان د مندراوړ سیمه د لوی ننګرهار مرکز وو بابر څلور سوه کاله وړاندی چې په ننګرهار یرغل کړی نو ددی سیمې مرکز یې دمندوړ سیمه یاده کړی ده

  3. مننه د معلوماتو څخه مو الله تعالی دی په ګوتو کی برکت واچوه تر څو نور هم د خدمت جوګه واوسی

Leave a Reply

Your email address will not be published.