اروپاي ټولنه

EU flags
د دويمې نړېوالې جګړې نه وروستو اروپايي سياستوالو په راتلونکي کې د دا ډول پېښو د مخنيوي او له جګړو نه د پاتو وېجاړتياوو د بيا رغولو په فکر کې شول.
په هغې جګړې کې د ډبرو سکرو، فولادو او ځېنو نورو توکو د جګړې په پرمخ بيولو کی خورا لوی رول درلود . د دی لپاره چی د دغو موادو څخه د بل جنګ لپاره کار وانه خيستل شی، شپږو هيوادونو فرانسی، جرمني، ایټاليا، بلجيم، هاليند او لکسامبورګ پخپلو کی پدی اړه په ١٩٥٢ کال يو تړون لاسليک کړ.
څو کاله وروسته په ١٩٥٨ کی دغو شپږو هيوادونو اروپايي اقتصادي ګډه ټولنه او د اروپايي اېټمي انرژۍ ګډه ټولنه جوړه کړه. ورو ورو دوي سره يو په بل پسی نور اروپايي هيوادونه هم ملګري شول . په ٨٠- يمو کلونو کی دې ګډ بازار دومره وده وکړه چی توکو، خدماتي چارو، اشخاصو او پانګو ازاد دوران او تګ راتګ کولای شو.
په ٩٠ – يمو کلونو کی د ماستريخت Maastricht تړون منځ ته راغی چی له مخې يی بايد ګډه سکه (پولي واحد) ټاکل شوى وای. په ٢٠٠٢ کال د اروپا ١٢ هيوادونو “يورو” دګډو پيسو په توګه ومنل شو. وروسته يی د خارجي او امنيتې سياست، د پناه ورکولو او مهاجرت په اړه تړون وکړو. د نوموړي تړون له مخې د اروپايي ګډ بازار نوم، په اروپايي ټولنې بدل شو.
په ٢٠٠١ کال د نايس ((Nice تړون سره سم دغې ټولنې ته نوره هم د پراختيا لاره خلاصه او په ٢٠٠٤ کال لس نورهيوادونه پکې شامل شول. دغه کار د يوه ګډ اساسي قانون اړتيا رامنځ ته کړه. خو په ٢٠٠٥ کال د فرانسې او هاليند خلګو په ټولپوښتنو کی دغه قانون ته منفي رايي ورکړې چی په پايله کې د جوړولو لړۍ وځنډول شوه او لا تر اوسه يی هم برخليک پوره روښانه نه دی.
په اتحاديه کی که يو غړى هيواد د يوه قانون په اړه منفي رايه هم ورکړي او قانون د اکثريت په رايو تصويب شی، ټول غړي هيوادونه يي د اجراکولو مکلفيت لري.
د اروپايي ټولنې جوړښت:
١- د ټولنې غړي:
دا مهال په اروپايي اتحاد کی ټولټال ٢٧ هيوادونه غړيتوب لري چې په دې کلونو کی ورګډ شوي دي:
• انګلستان، ايرلند او ډنمارک په ١٩٧٣ کال کې
• يونان په ١٩٨١ کې
• اسپانیا او پورتګال په ١٩٨٦
• اتريش، فنلنډ او سويډن په ١٩٩٥ کې
• قبرص، چک، استونیا، لاتويا، ليتوانيا، هنګري، مالټا، پولنډ، سلواکيا او سلوينيا په ٢٠٠٤ کال کې
• بلغاريا او رومانيا په ٢٠٠٧ کال کې
٢- اروپايي شورا:
دا شورا چی په عادي توګه په کال کی دوه ځله غونډې کوي، دغړو هيوادونو مشران او د اروپايي کميسيون رئيس يې غړي دي، خو ځينې وختونه د بهرنيو چارو وزيران هم ورته رابلل کيږي. دا په اتحاديه کې ترټولو لوړ ارګان دی.
د اروپايي اتحاد پراخول، د اروپايي اتحاد د تړونونو څيړل يا په نړيواله کچه د اروپايي اتحاد سياست ټاکل د دی شورا په دندو کې راځي.
پدی شورا کی پريکړې يوازې د ټولوغړو په همغږۍ او د رايو په اتفاق ترسره کيدلای شي. د شورا رياست نوبتي دى او د هرغړي مشر د شپږو مياشتو لپاره د رياست چارې پر غاړه لري.
٣- شورا:
دا د ټولنې ترټولو لوړ ارګان دی چی يا پخپله اويا د ټولنې د پارلمان سره په ګډه قوانين تصويبوي. شورا په قانون جوړولو کی د پارلمان مشورې اخلي اونظر يې اوري خو وروستۍ پرېکړه په خپله کوي. په اړوندو چارو کې د غړو هيوادونو سکتوري وزيران د دې شورا غړيتوب لري لکه که دچاپيريال په اړه دقانون تصويبولو ته اړتيا وي، د اړوندو هيوادونو د چاپيريال وزيران سره کښيني او شوراجوړوي. دلته هر وزير د خپل هيواد د وګړو په تناسب د رايو ټاکلې شمېر لري. په شورا کی ځينې چارې د رايو په اکثريت سره مخ ته وړل کيږي خو د ځينو نورو ټاکلو چارو د پاره بيا د رايو اتفاق ته اړتيا په پام کی نيول شوې ده . که څه هم نوموړې شورا تقنيني واک لري خو د تقنين ابتکار بيا د کميسيون دنده ګڼل کيږي.
٤- اروپايي کمېسيون:
دا کمېسيون د ټولې اروپايي ټولنې د غړو سم برابر ٢٧ غړي لري. په کمېسيون کې د بحث پروخت هريوغړى دخپل هيواد ګټې نه بلکه دټولې اروپا په کچه ګټې په پام کې نيسي. د کمېسيون رئيس د اروپايي شورا په سپارښتنه او د پارلمان په تايد ټاکل کيږي مګرد کمېسيون غړي بيا اړوند هيوادونه د پنځو کالو لپاره معرفي کوي.
٥- اروپايي محکمه:
دغه محکمه هم ٢٧ غړي لري او دنده يې د اروپايې قوانينو څخه د سرغړونکو هيوادونو د دوسيو څيړل اوتعقيبول دي. دا محکمه د اتحاديي دغړو هيوادونو ترمنځ او همدارنګه د ځانګړو غړو هيوادو او اتحاديې ترمنځ کشالې څيړي او پرېکړې کوي. غړي هيوادونه د اړتيا سره سم له دې محکمې نه مشوری او د ابهام پروخت د قوانينو په هکله د تفسير غوښتنه کولى شي.
٦- اروپايي پارلمان:
تر ١٩٧٩ کال پورې د دې پارلمان استازي دغړو هيوادونو د پارلمانوله لوري معرفی کيدل، خو له دغې مودې راهېسې په هرهيواد کې د مستقيمو انتخاباتو له لارې ټاکل کيږي. په پارلمان کې د ٢٧ هيوادو څخه د استازو ټوليزتعداد ٧٨٥ ته رسيږي چی د هرهيواد برخه دهغه د وګړو په تناسب ټاکل شوې ده. د بيلګې په ډول ډنمارک په وروستيو ټاکنو کې ١٣ تنه ورته غوره کړل. پارلماني ګروپونه دلته دهيوادونو د تابعيت له مخې نه بلکه د ګډو سياسي نظرياتو پر بنسټ جوړيږي، مثلا ً د ټولو غړو هيوادو سوسيال ديموکراتان پخپلو کی يو پارلماني ګروپ جوړوي چې ګډې سلامشورې او ګډ وړانديزونه کوي. پارلمان حق لري د شورا او کمېسيون نه پوښتنې اويا له دوی نه د سياسي ابتکار غوښتنې وکړي . پارلمان همدارنګه کولای شی له کمېسيونه د باور رايه واخلي. د قانون د وړانديز صلاحيت د پارلمان دنده نده ځکه دا کار کميسيون ته سپارل شوى دی.
د جعفر هاند ليکنه
د خپريدو نېټه
۱۴ اګست ۲۰۱۴ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.