سانسکرت د ژبو مور

د نولسمې ميلادي پيړۍ په ورستيو کې يو انگريز ژبپوه ويليم جونز په کلکتې کې خپل ليکچر کې وويل سانسکرت ، ” د يوناني ژبی نه زياته مکمله ( پورا) د لاطيني نه زياته پراخه او ددی دواړو نه زيات په لطافت سوچه کړی شوی ده. خوبيا هم ددی دواړو ( ژبو) سره کلک تړاو […]

لويه لوبه څه وه؟

  لويه لوبه هغه تورې دې چې ښاي پښتانه ليکونکي ورسره ډير اشنا وي. دا نوم په لومړي ځل په بنگال کی د بريطانيې د ختيځ هندي شرکت ( ايسټ انډيا کمپني) د جاسوسۍ د څانگې يو افسر ارتهر کونولي ( په ۱۸۴۲ کی ومړ) له خوا وکارول شو. په نولسمې پيړۍ کی د زمکې […]

د بخشالي پاڼې

د ۱۸۸۱ م په اوړي کې د مردان يو پوليس افسر ميا انوارالدين ته خپل کروند گرو د پخوانۍ ونې په رژيدلو پوټکوعجيبه ليکنې راوړې. دا پاڼې دوي په بخشالي کلي کې موندلي و چې چې د پيښور نه پنځوس کلوميتر لرې دې. خپله زمکه کروندگرو ته په اجاره ورکړې وه اوهغوي د تيږو د […]

د غريبۍ شپه

  زه د ښار په يو پرايويټ سکول کې معلمه يم او دلته زيات ماشومان د مړو کورنيو نه دي. خو ځينې داسې دي چې کله يې زه د چوټۍ په وخت د پلار يا مور سره وينم نو پوهيږم چې ډيرې پيسې به نه لري. زما د نهم صنف شاگردانو کې کله کله د […]

د مينې يوه ورځ

په ۲۷۰ م کې د روم يو پادري ويلنټاين نوميدو او هغه وخت مسيحيان به د واکمنو له خوا دير زورول کيده.   په روم کې پوځيانو به واده نشو کولې اوويلنټاين د داسې پوځي ځوانانو ودونه په پټه کول. يو وخت دې ونيول شو او په زندان کې يې واچوو. د جيل د مشرداروغه […]

مياشتې او کلونه

 هندي  د نړۍ ترټولو لرغونې جنتري د آريايانوله وخته رواج شوې وه. دې ته بکرما ( وکرما) جنتري هم واي او ۵۶ ق. م نه پيل کيږي. دا دهوا او د موسم سره تړاو لري اود هند د ويش نه وړاندې په پښتونخوا کې هم خلکو دا نومونه کارول. ددې نهه مياشتې د ديرشو ورځو، […]

تاکشاشيلا

د هند په شفاهي کيسه راماين کې تاکشا د بهرت اود ماندوي زوې و. وروستو دې د تاکشاکهنډا نومې سلطنت باچا شو او تاکشاشيلا يې پلازمينه شوه چې اوس ټيکسلا نوميږي او د اباسين په ختيځه غاړه يې کنډوالې په سترگو کيږي . خونورلرغون پوهان واي چې تاکشلا دهندد يوې ډلې خلکوتاکا په نوم اباد […]

سټوپا يا توپ

  دنولسمې ميلادي پيړۍ په سرکی کله چې انگريزپوځيانو په پنجاب کی اړولې (سرچپه) کاسی په څيرجوړښت وليدو نودا يې د مصر د اهرام غوندې مقبره وگڼله. د پنجاب په مانکيال کی داسی ودانۍ په لوړوځايونو کی جوړې وې. د۱۸۳۰ م په لسيزې کی په افغانستان کی په لومړي ځل د المان ، هونيبرگراو د […]

د پښتو ټايپ نښې

د پښتو ليکلو ( ټايپ) په وخت ځينې نښې د جملو رواني د ولوستونکو لپاره ضرور وي.  هغه وخت چې مسلکي کاتبانوبه په لاس ليکل، د وقفې او د پيراگراف جوړول ددوي په اس کې و. هغوي به يوبد خط ته هم ښکلې ترتيب ورکړو چې د ولوستوکي په سترگو ښه ولگي.  اوس د کاتبانو […]

د خپرولوحق

په زياتو کتابونو به تاسو د پوښتۍ دننه دا جمله ولوستې وي چې ددی کتاب حقوق د ليکوال سره خوندي دي. مانا دا چې که څوک هغه بيا چاپول غواړي نو بايد د ليکوال نه اجازه واخلي. هم دغسې هرهغه څه چې د يو کس د زهن تخليق وي ، هغه د ولوستلو نه پرته […]