جمدهر دا په سانسکرت کې دوه اړخیزه نیغ خنجر ته وایی او ” کټار” هم بللې شي. د هند په لویه وچه جمدهر د پوځي وسلو یوه برخه وه. د فولادي “جمدهر” عمومي اوږد والی به څه د پاسه یو فټ او پلن والی نیم فټ و. دا یوه خطرناکه وسله وه ځکه د دې دواړه […]
د طارق کشتۍ په اسلامي تاریخونو کې د طارق بن زیاد له خوا د کشتیو د سیزلو ذکر اوسني محقق یوه افسانه ګڼي. په ۶۷۰م کې عرب مسلمانانو، له مصر او لیبیا شمالي افریقه ته پښې وغځولې او ” قیروان” (ټیونس) د دوی انتظامي مرکز و. په ۷۰۵م کې شپږم اموي خلیفه، ولید بن عبد الملک ( لقب […]
غني ډېرۍ د نومبر ۲۰۲۴م په یوه غرمه د چارسدې غني ډېرې او ورسره جوخت د پشکلا وتي میوزیم لیدو ته ورغلم. غني ډېرۍ د هغه کتابتون نوم دی چې په ۱۹۹۷م کې يې د جوړیدو خبر خپور شوی و. هغه وخت صوبایی حکومت د لرغونپوهنې څانګې د پښتو شاعرعبد الغني خان (۱۹۱۴-۱۹۹۶) په ویاړ د دې […]
د باجوړ صحيفې په کال ۱۹۹۹ م کې د پيښور پوهنتون د لرغون پيژندنې شعبې ته چا د گتې يولوې ډبې راوړو چې پکې رژيدلې پاڼې ايښي وې. دډبي خاوند ويل هغه پاڼې يې په باجوړ کې د “مهال” نومې بوداي خانقاه نه رابرسيره کړي و. دا ځاې د باجوړ سيند ښې لاس ميا کلي ته مخامخ په […]
خښتې شاوخوا لس زره کاله کيږي چې انسان د غارونونه راووتلو، وحشي ځناوريې خپل ملگري کړل اود اوبو په غاړه يې ځان له د خټو اولوښې نه کورونه جوړکړل. هغه کور به يوه کوټه و اودغار په شکل گول چتونه او يوه تنگه دروازه يې لرله. کوم ځاې چې تيږې موندل کيدې، هغه يې هم کارولې. […]
د آموتمدن د بغلان په يو کلي کې دوه کروند گر دنورکله په شان د زمکې په اړولو بوخت و. د نږدې غونډۍ د لمنې نه به يې کله کله خاوره راوړه چې د سرې په توگه يې کاروو. يو وخت د خاورې سره د سرو زرو څو توکي هم راووتل. خپلوکې يې سره وويشل او فيصله […]
اراميک دا د سامي ژبې يوه لهجه وه چې ترې نورې لوې ژبې جوړې شوې. سام د نوح پيغمبرزوې و. اراميک شاو خوا درې زره کاله پخوانۍ ژبه ده چې په منځني ختيځ کې د بيلا بيلو سلطنتونواود کاروبارلپاره کاريده. گومان کيږي چې عيسا پيغمبرپه دې ژبې خبرې کولې او لومړې انجيل هم په دې کې […]
د هډې چور د ۲۰۰۴ م کال په مني کی زه د خپلو همکارانو سره د هډې د هغو بوداي کنډوالو ليدو ته ولاړم چې دوه زره کاله پخوا د چين او د هندبوداي زيارت کوونکي ورته په جوپوکی ورتلل. اوريدلي مې و چې دلته ډيرلرغوني توکي غلا شوي دي خود خاورو د ډيريو په ليدوراته اندازه وشوه […]
د ترهګر علاج د يو اوږد سفر نه وروستو خپل کورته چې راغلم نوپه فرش د ديوالونو سره د بادامي رنګ وړې وړې ګولۍ مې وليدې. دهرې کوټې په ګوټونو کې په وړو وړو شنو پلاسټيکي کاسو کې ايښې دا گولۍ زه ډېرې ښې پيژنم چې د موږکانو د وژلو لپاره وې. دسړي نه مې پوښتنه وکړه چې […]
ايسټ انډيا کمپني په ۱۵۸۸ م کی د بريطانيې له خوا د هسپانيې بحري ځواک ته د ماتې ورکولونه وروسته د لندن د تجارانو يوې ډلې د هغه وخت مليکې لومړۍ الزبت نه په بحر هند کی د بيړيود اوړلواجازه تر لاسه کړه او په ۱۵۹۱ م کی د انگلستان درې بيړۍ په عرب سمندرکی ورداخلې شوې. په […]