د غزني جام د ۱۳ پېړۍ دغه فیروزی جام (جګ) له بامیانو وموندل شو چې یو لاسکی ( لاستی) لري. د ګچ (مهین خټې) څخه جوړ په دغه جام د کولال په لاس ښکلی نقاشي شوی ده. د دې لاستی ساده، پر غاړکۍ يې قراني آیتونه او په خېټه تاو راتاو څانګې نقش دي. په ښکاره دغه نقشونه […]
هیلو په میلینونو انسانان هره ورځ خپلې ټیلیفوني خبرې په “هیلو” پېل کوي. د یورپ دغه ټکی د نړۍ هرې ژبې کې هم یوه مانا ورکوي چې د پښتو ” ښې چارې” یا هرکله کیدایشي. ځینې خلک له ځانه دا وایی چې د ټیلیفون د موجد “الیګزانډر ګراهم بیل” د میرمنې نوم “هیلو” و نو ځکه […]
زمرد په نړۍ کې څلور قیمتي کاڼي الماس- نیلم، یاقوت( لعل) او زمرد دي. تر ۱۸ پېړۍ، دا په دې ټولو کې ګران بیه کاڼی و ځکه د ۲۰ الماس ( ډایمنډ) په بدل کې به یو زمرد کیدو. دا د خوشبختۍ سمبول او د باچاهانو په تاج کې به خښ و. یو وخت داسې عقیده […]
ګوجر د زوړ پیښور “پې واله” دکانونو ته به سهار وختي د تازه پیو ډک مسین منګي له ټانګو ښکته کیدل. دغه سوچه پۍ به له شا و خوا کلیو ګوجرانو وړل. دوی په کورونو کې غوا میښې ساتلې او ګوجري ( هندکو) ژبه به يې ویله. په پښتو کې د ګوجر” مانا پۍ خرڅونکي” و. […]
وروستی لودي سلطان د سکندر مشر زوی ابراهیم په۱۵۱۷م کې د پلار په مړینې د تخت وارث شو. هغه وخت دی د ۳۵ کالو و او د خپل اتالیق شیخ پرملي(فرمولي) څخه يې د عربي او فارسي نه علاوه دینی زدکړې تر سره کړې وې. په ۱۴۵۱م کې د ابراهیم نیکه بهلول لودي د خپلو تکړه سردارانو په […]
زما ژوند او ژوندون (۱۳) د انګریز په پولیسو کې داسې کسان هم وو چې د اڅکزو سره يې زړه سوي لرله. د دې د مخ نیوي لپاره، حکومت د شپږو میاشتو لپاره د کوټې په پولیسو کې ۲۰۰ اپریدي او نور ځایی خلک د ګلستان شا و خوا غرو کې واچول. په دغو اپریدو کې د یو پیکټ (څوکۍ) […]
خوشال او اقبال د پښتنو ملي شاعر خوشال خان خټک په ۱۷ میلادي پېړۍ کې ژوند کاو. داسې اندازه ده چې هغه ۴۵ زره شعرونه وکښل او د ۲۰۰ کتابونو څخه ” باز نامه، فضل نامه، دستار نامه او فرح نامه” پاتې دي. له ده ۲۰۰ کاله وروسته د هند نامتو شاعر او فلسفي، محمد اقبال ځینې شعرونه […]
سپرغۍ په ماشومتوب کې زمونږ لپاره یوه ننداره د تبخي د بل مخ سپرغۍ وې. مور به مې ټولې ډوډۍ په شکور کې پروت سور دسترخوان کې تاو کړل او لوی تور تبخی چې تر هغې د دې لاسکی هم سور شوی و، د یو لرګي سره له انغري اوچته کړه او څنګ ته دیوال سره […]
د ایپي فقیر په هند کې فقیر “ګداګر” یا خیرات غوښتونکي ته وایی او انګریز په هند کې د جهادي مشر یا درویش لپاره د فقیر لقب یو ډول سپکاوي او حقارت له مخې کاراو. د وزیرستان ایپي فقیر په ۲۰ پېړۍ کې د برطانوي استعمار په ضد لوی مبارز و. د ده نوم علي خان او ۱۹ […]
سواره د ۱۹۹۱م په سپرلي کې مې د کلي په یو کور کې ښځو سره مرکې کولې. د پوخ عمر یوه ښځه له ډېر وخت هلته ناسته وه، په مخ يې لاس ایښې، د نورو خبرې اوریدې. کله چې ټولې لاړې او ما خپل مایکروفون په بیګ کې کیښودو نو هغې راته وویل، ” زما کیسې […]