د ترهگرو سره جگړه

د يو اوږد سفر نه وروستو خپل کورته چې راغلم نوپه فرش د ديوالونو سره د بادامي رنګ وړې وړې ګولۍ مې وليدې. دهرې کوټې په ګوټونو کې په وړو وړو شنو پلاسټيکي کاسو کې ايښې دا گولۍ زه ډېرې ښې پيژنم چې د موږکانو د وژلو لپاره وې.
دسړي نه مې پوښتنه وکړه چې څه خبره ده؟ ويل يې “هسې د شپې مې يو سيورى غوندې وليدو چې زما دکتابونوشيلف نه راښکاره شوخونورمې هيڅ نه دي ليدلي . نه مې دموږکانو تور مردارى ليدلى، نه يې کاغذ خوړلى دى اونه چرته کړپ کړوپ اورم. ما د احتياط لپاره داګولۍ راوړې دي.” خوزما پوښتنې زياتې شوې: “دڅه شي سيورى و؟ مږه وه که موږک؟ بل څه بلا نه وي! څو ورځې يې کيږي؟ هغه رانه مخ واړوو چې بس،بس وارخطا کيږه مه، هر څه چې وي پته به يې ولگي.”
دتيرو څو کلو راهيسې زه هره اوونۍ کوردبيخ نه پاکوم، ماشومانو ته دخوراک شيان خوب کوټې ته د وړلو اجازه نشته. هم دې لپاره…خير اوس به گورو. راتلونکې څو ورځې راته ډېرې سختې وې، هر شې راته مردار ښکاريدو.
ټولې المارۍ مې چپه کړې اوپه جوش دکور صفايي پيل شوه. پردې ووينځل شوې، دکټ څادرونه، قالين، ګدۍ او داسې نورهرڅه مې بهرپه چمن کې لمرته کيښودل. کرسۍ ميزونه د يونه بل ځاى ته مو بدل کړل. په هرگوټ کې مو دصفايي داروګان وشيندل او دڅوورځود سختې پاک کارۍ نه وروسته مې تسلي وشوه چې موږکان نشته نوهغه ګولۍ مو راټولې کړې.
يوه شپه زه د ټيلوېژيون مخې ته ناسته ووم. دچايو پياله مې په لاس کې او دخپلې خوښې بسکټ راته مخامخ په ميز ايښي وو. دماشومانو په کوټه کې رڼاګانې بندې وې اوهرې خواته چپه چپيا وه. ما دټيلويژن غږ ټيټ کړى وچې نا ببره مې دکوټې دروازې ته پام شو. يو وړوکى موږک ورو ورو د دروازې دشانه نه راښکاره شو او هم هاغسې په خاموشۍ دخوب کوټې ته يې منډه کړه. دا هرڅه د دوو ثانيو لپاره می وليدل، غوني مې زيږ شو، چای، ىبسکټ او ټيلويژيون رانه پاتې شول. په يوه چيغه مې ټول راپاسول اود موږک حال مې ورته تير کړو.
سړي راته وويل : بس اوس به يې راګير کړو. دى ولاړو، اوږد جارو يې راواخيستو، ما زړه توليه تاو راتاو کړه او د دروازې سوړه مې بنده کړه. دپلاسټيکي بيلچې او ټوکرۍ انتظام موهم وکړو چې په دې لاره به يې ژوندى نيسو. راتلونکى يو ساعت مود موږک پسې دکوټې هر ګوټ ولټوو. المارۍ، کټ، دجامو صندوق، ټوله کوټه داسې شوه لکه چې غله پکی گرځيدلي وي، خو موږک څه چې دهغه سيورى هم نه و.
دتروريزم په ضد زمونږ جګړه پاى ته ورسيده خوزمونږ لاس ته هيڅ را نه غلل. پاتې دوه ساعته مو دکوټې شيان ځاى په ځاې کول. په بله ورځ سړى مې ولاړو، ښې ډېرې د موږک وژونکې ګولۍ يې راوړې. ما ورته وويل په دې هيڅ نه کيږي خو هغه ورسره درې کوړکۍ (لومې) هم راوړې. دادموږکانو دنيولوهغه اوسپنيزې کوړکۍ نه وې چې په وطن کې يې کاروي، بلکه دشين پلاسټيک نه جوړې وړې لومې وې. ما ورته وويل،
په دې کې پنير يا غوښه کيږده، زوې راته وويل،
“چاکليټ او بسکټ پکاردي. ما په انټرنيټ معلومات کړي دي، که يوموږک ووينئ نو پوه شئ چې پوره ټبرورسره دى. کيدى شي درې وي، کيدى شي څلور يا پينځه، مانا دا چې په ډله کې ګرځي . د دوى چاکليټ خوښيږي. دلمر خاته اوډوبيدوپه وخت دخپلوسوړو نه راوځي.” دده بيان خلاص شو نو ټول غلي و.
زما لپاره دا معلومات نوي وو. کيدى شي اروپايي موږکان زمونږ دموږکانو نه بيل طبيعت او بيل کلچر ولري. داسې امکان شته چې ددې ملکونو ټول ژوي بل شان اوهوښياروي. تراوسه دکاغذ يا د ټوکرد خوړلوثبوت مې نه ووموندلى. څومره ماړه دي! پنيرهم نه خوري. اخر زوې ته مې پيسې ورکړې چې ارزان بيه چاکليټ راوړي. د هغه مزې شې او چې راغلو نو پخپله يې د چاکليټو په خوراک پيل کړي و. څه چې ترينه پاتې و هغه يې په لومه کې کيښودل چې دخوب د کوټې د دروازې ترشا يې ورته بنده کړه. درې نوری مو په بيلا بيلو ځايونو کې ورته کيښودل. نيمه شپه ناببره کړپ وشو، يو ډېر نازک او مهين غږ مو واورېدو. رڼا بله شوه نو د دروازې شا ته په لومه کې موږک بند و. ما سترګې پټې کړې او ځان مې پرې ناغرضه کړو. سړي مې په لاس پلاسټيکي کڅوړه وخيجوله، بيا يې مړې دلومې سره په يو ډبي کې بند کړو او بهر يې يوړو.
په بله ورځ خبره شوم چې دا يې سيزلې وه ، ځکه دا هم په انټرنيټ کې ليکلي وو. زمونږ زړه ډاډه شوچې داهم هاغه موږک و چې ما ليدلى و. خو لومې مو ليرې نه کړې. که دده ټبرهم راغلى وي نو دوى به لا پاتې وي. په بله شپه زه په پخلنځي کې وم، په ميز مې سابه د پاکولو لپاره ايښي و. ميلمانه راتلل او ما غوښتل چې نيم کارونه دشپې خلاص کړم. په کور کې خاموشي وه او ناببره يو موږک مې وليدو چې دپخلن ځي دالمارۍ دلاندې ورو غوندې ولاړو، سړي ته مې چيغه کړه چې هله شابه.
هغه زرلومه راواخيسته او کوم ځاى نه چې مې موږک په راوتلو کې ليدلى و،هم هلته يې کيښوده. ما ورته وويل “هغه خو بل خواته ولاړو!” ده وويل،” موږک چې په کومه لاره ځي، بيرته په هم هغه راځي، دامې “… ما دهغه جمله پوره کړه.” په انټرنيټ کې لوستي دي” نه مې غوښتل چې ميلمانه دا لومې وګوري . دوى به څه وايي . کيديىشي بيا چرې زما کورته رانشي، زما ډوډۍ به نه خوري. بس يو وهم راته ولوېدو. سړي ته مې وويل که سحر په دې لومه کې څه و او که نه و، دمخې نه يې ليرې کړه. په بل سحر چې پخلنځي ته راغلو نو يوموږک په لومه کې بند و. په دې وخت کې زما خوشالي هم هاغسې وه لکه چې امريکايانو دصدام حسين په نيولو ښکاره کړې وه.
دميلمنو د راتلو نه وړاندې مو ټولې لومې او کوړکۍ ليرې کړې، ځاى مو پاک صفا کړو. خو زما زړه اوس هم نا ارامه و. که ناببره ددې موږکانويو ورور يا خور چرته راښکاره شول نو….خير ميلمانه راغلل او ولاړل. موږکانو انسانيت وکړو چې راښکاره نشول. ناببره اته کلن زوى مې د غسل خانې نه چيغې کړې. مور .. بابا .. دلته يوموږک مړپروت دى. ټولوغسل خانې ته منډه کړه. د دروازې شاته مې زوى بربنډ ولاړ و اوپه زمکه يې مړ موږک ته ګوته نيولې وه. لورمې دموږک په ځاى د ورور وجود ته په چيغو شوه، ” شرم شرم!” ما ورته توليه وغورځوله چې ځان پټ کړي او سړي دموږک مړى ستي کولو لپاره يوړو.
دشپې په ډوډۍ ټولو همدغه هڅ وهلو چې درې موږکان مړه شول اوس به څو پاتې وي؟ ما دخپلې تسلۍ لپاره ورته وويل، ” دا موږکان اروپايي دي، غوښه پنيرنه خوري، کړپ کړوپ نه کوي، ښايي همدغه وړوکې ټبر و، مور، پلاراو زوى يا لور. وړه کورنۍ.” کشر زوى مې دميزشاوخوا وکتل. مونږ شپږتنه و، هغه په ګوتو شميرل چې زما لور ورته وويل، ” مونږ اروپايان نه يو. موږکان دجاني دوي په شان دي. جانى زمونږ دګاونډي يکي يو زوى و، سخت ورانکاراو زما دکشري سره به يې په ورځ کې لس وارې لوبې او شل وارې جنګ کوو.
څو ورځې نورې په ارام تيرې شوې اود موږکانو موضوع سړه شوه خو لومې په خپل ځاى پاتې وې. يوه شپه ناببره کړس شو او زمونږ دخوب په کوټه کې د ميزودربيدو. يو موږک په لومه کې نښتى و او دخپل ژوند وروستۍ جنګ يې کوو. يو چين وشو او بيا خاموشي وه . ما دومره د دردناک مرګ غږ چرته نه واورېدلى چې يو ژوى ساه ورکوي او زه يې اورمه. سخته ژړا راتله. دشپې درې بجې وې، زه له خپل کټ راپاسيدم او دماشومانو کوټې ته ولاړم، هلته د لورسره پرېوتم.
پاتې شپه مې بد خوبونه ليدل. کله به مې ليدل چې ټول کور دموږکانو ډک دى اوځينۍ په کې الوزي. رنګارنګ موږکان دي. زيړ،سور،شين… يو سپين موږک راوالوزي او زما په پښو کې کيني. زه پښه راوچته کړم چې په بوټ يې مړکړم. هغه ماته بره ګوري. په سترګو يې ګلابي عينکې دي، هم هغسې لکه چې دانګلستان مشهور سندرغاړي ايلټن جان يووخت په سترگو کولې. خو دموږک په سترګو کې سوال هم دى چې ته ولې ما وژنې ؟ ما څه ګناه کړې ده؟ ستا دکور ډوډۍ مې نه ده خوړلې، خپله دې راته چاکليټ ايښي دي، هيڅ شى مې درته نه دي خراب کړي او شور هم نه کوم. بيا ګورم چې زما څلورواړه اولادونه موږکان شوي دي. او زه نه پوهيږم چې څنګه يې ووژنم. خوب نه و د هالي ووډ يو بوګنوونکى فلم و.
سحرزه دومره خفه اوويزاره وم چې ټول قهرمې په ماشومانو ويستو. هغوى نه پوهيدل چې زه ولې دموږک نه دومره کرکه لرم او پلار يې ولې هروختې په انټرنيټ د دوى په هکله معلومات لټوي. څو شپې نه وې تيرې چې يو بل موږک هم زمونږدکوټې په لومه کې بند شو. اوس مياشتې تيرې شوي دي چې د ښاروالۍ کسانوزمونږ کورله موږکانوپاک کړی او د بهرنه هغه ټولې لوې وړې سوړې يې هم بندکړي دي چې ددوي د راتلولارې وې. خوزه اوس هم دناستې په کوټه کې په صوفه نه کينم. د چايو پياله چې راواخلم نودڅښلو نه وړاندې د کوټې هر گوټ ته وگورم. لورراته واي چې زه بايد سايکالوجسټ ته ولاړه شم.
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment
  1. deeer sha aw roshana web panha mo da mawfaq osezhe pa kar aw zeyar oshkalo pa mehrabani

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *