د هډې چور

د ۲۰۰۴ م کال په مني کی زه د خپلو همکارانو سره د هډې د هغو بوداي کنډوالو ليدو ته ولاړم چې دوه زره کاله پخوا د چين او د هندبوداي زيارت کوونکي ورته په جوپوکی ورتلل. اوريدلي مې و چې دلته ډيرلرغوني توکي غلا شوي دي خود خاورو د ډيريو په ليدوراته اندازه وشوه چې سم په بلډوزرو ددی زمکه اړول شوی وه.
د هډې دا کنډوالې د څو سوو کالو د ديني جذبې او د عقيدت يو داسی نښه وه چې په ټول افغانستان کی يې څارې نه و. دا ښار په يو بيابان کی اباد شوی و او نوم يې د بودا د کپرۍ هغه هډوکي نه واخستو چې د منونکو په عقيده اشوکا باچا پخپل لاس په اتو برخو ويشلي او د خپل سلطنت گوټ گوټ ته يې ورليږلي و.
چيناي راهبان د ميلادي پيړۍ د پيل نه د افغانستان دی برخې ته د قافلو سره ورتلل. د ځينو په ليکنو کی دا ځاې د ” هيلو” يا ” هيرو”په نوم ياد شوی دې. فاهيان دپولوشا( پيښور) لوېديځ لوري ته د شپاړسو “يوجنا”( واټن) د مزل نه وروسته ورته ورسيدو. په يو زيارت کی يې دا هډوکې وليدوچې دده په وينا، ” ټول د سرو زرو په پترو پوښلې او ورسره نور قيمتي شيان ايښودل شوي دي. د ملک باچا ددی کپرۍ د هډوکي ډېر درناوې کوي، او له دی ويرې چې څوک يې غلا نکړي، د دی ملک د اتو لويو کورنيو سړي ورته (ضامن) ټاکلي دي. دی ټولو سره د زيارت او د هډوکي د ساتنې لپاره يويو مهردی. هرسهار باچا لومړې دلته عبادت کوي، خيرات ورکوي او بيا د حکومت چاری شړي. د تجارانوکورنۍ (پراچه) هم لومړې دلته خپل عبادات کوي او بيا نورکاروبار ته لاس اچوي. د زيارت دلوې دروازې مخ ته هر سهارد گلونو او د اگربتۍ خرڅوونکي راټول وي. د شاو خوا د سيمو باچاهان هم پرله پسې داحتراماتو د وړاندې کولو لپاره خپل استاځي ورته ليږي”
د هډې درک
په ۱۹۲۲ م کال کی د افغانستان حکومت د فرانسې سره يو تړون لاس ليک کړو چې ددوي لرغون پوهان د افغانستان هره برخه پلټلې شي . په لومړي مرحله کی څو پوهان، لکه فوشر، گوډارډ، هيکين او بارتوخ تردريوکالود کابل، کاپيسا، باگرام د سيمې سټوپې اوعبادت ځايونه رابرسيره کړل. دچين د بوداي ليکنواو د تاريخ پر اساس ددې ټولو په اړه يې معلومات راټولول. هغه وخت دوي پخپلو پلټنو کې د هډې سيمه هم په نښه کړه. په دويمه مرحله کې ( د ۱۹۲۶ نه تر ۴۰ م ) پوری دوي پکې کيندنې کولې. بارتوخ په هډه کی دوه کاله کنستون وکړو او هلته اته خانقاوې، ۵۰۰ سټوپې، او پينځلس زره مجسمې، نقش شوي کودړې او د لوښو ټوټې يې وموندلې چې ټول ثبت شول. خو په هغو پينځلسو زرو توکو کی يواځې دری زره کابل ته يوړل شول، ځکه ځاي خلکوددی توکود وړلومخالفت کوو. په لومړي سر کی موندل شويوتوکونيماي د تړون له مخې فرانسې ته يوړل شول چې اوس هم ددوي په گويمټ ميوزيم کی ايښي دي. نور په کابل ميوزيم کی يې وساتل چې د ۱۹۲۹ م دسقاوي پاڅون په وخت ورته زيان ورسيدو. د هډې په تپه شترکی چې کوم په زرگونو توکي پاتې و، د ۱۹۷۴ م نه واخلې تر ۷۹ م پوری د افغاني لرغون پوهانو له خوا پلټنې وشوې او څه نا څه يې خوندي کړل.
Hadda
دين او هنر
د هډې نه موندل شوي ځينې تبرکات ديونان بوديزم هنر ښکلې بيلگې دي چې شميره يې په سوونوده. دا ټولې دگچ اود خاورو نه جوړاوپه پلسترپوښلي و. که څه هم دا توکي په لومړي او دويم ميلادي پيړيو کې جوړ و خودجوړښت سټايل يې د لومړي او دويم ق م پيړيودې. دا ښاي چې يوناني اغيزپه دی سيمه کی ترڅو پيړيو پاتې و. خو ځينې مجسمي ممکن د پخوا وختونو وې. په هډه کې يوه سټوپا په لومړي ميلادي پيړۍ کی جوړه شوی وه. په دی د ناگا (مار) باچا شکل او ديوناني اسطورې هيريکل شکل جوړ وچې د هند او د يونان نښې وې.
د هډې په تپه شترکی چې کوم معبد موندل شوی و، هلته داسی نقشونه و چې د يونان د اسطورو او د هغه ځاې د کيسو استاځيتوب کوي. په يو نقش کې د اسطورې په لاس کې ښکر دې چې د يونان په لرغونومجسمو کې به يې ډير جوړولو. خوځيني توپيرونه هم لري. د يونان د اسطوروپه لاس کې زيات وخت گرز وي چې ددوي د طاقت نښه وه. د هډې د اسطورې په لاس کې تالنده ( پيلبو) وي چې په هند کې به يې د اتلانو لاس کې ښودلو. د مجسمو ښکلاپه گوته کوي چې جوړونکي يې د يونان د هنرسره اشنا و او ښاي چې د هغه وخت ولس هم ددی هنر په ښايست خبرو. هم دا ده چې هډه د يونان بوديزم د هنرپه پرمخ تگ کې يو مهم ځاې و.
دهډې په عبادت ځايونو کی د ونې په پوټکي ليکل شوی صحيفې وموندل شوی چې په افغانستان کی ترټولو پخواني موندل شوی ليکنې دي. ددې صحيفو ژبه گندهاري ده چې په لومړي ميلادي پيړۍ کې کاريده او ليک دود يې خروشتي و. دا صحيفې د خاورو په يو منگي کی و چې د هغې د پاسه گندهاري ليکلې وه. دا دبودا د سرواستي فرقې ليکنې دي چې هغه وخت په گندهارا کی خپور و او په مرکزي ايشيا او ختيځ ايشيا کی د بوديزم د خپرولووسيله و.
دا شپيته صحيفې د افغانستان نه ورکې شوې او لکه چې د هډې ټول توکي چور او تالان شول، ددې صحيفو درک ونه لگيدو چې څه شول.
د يويشتمې پيړۍ په سرکې يو کس په لندن کې برټش لايبريري ته خبرورکړو چې د افغانستان لرغونې صحيفې ورسره دي. کتابتون ورته دا توکي د راوړلووويل خو هغه کس ورته په سخته ويلي و چې دده نوم به نه څرگندوي. بيا لکه د سيگرټوتاو شوي دا پاڼې د کتابتون چارواکو ترينه واخستې. د ولوستلو نه وروستو څرگنده شوه چې په دې کې د بوداي درسونو، شعر، او د انساني روح او ژوند په اړه ليکنې شوي دي. دا د بوداي دين دسرواستي فرقې هغه قوانين و چې ددی مبلغينو د ځان سره گرځول او بيا په لويو مرکزونو کی يې راهبانو ته ورزده کول.
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *