ايسټ انډيا کمپني

په ۱۵۸۸ م کی د بريطانيې له خوا د هسپانيې بحري ځواک ته د ماتې ورکولونه وروسته د لندن د تجارانو يوې ډلې د هغه وخت مليکې لومړۍ الزبت نه په بحر هند کی د بيړيود اوړلواجازه تر لاسه کړه او په ۱۵۹۱ م کی د انگلستان درې بيړۍ په عرب سمندرکی ورداخلې شوې. په دوي کی يوه بيړۍ بيرته راغله او دوه نورې ډوبې شوې. په ۱۵۹۶ کی درې نورې بيړۍ ختيځ ته روانې شوې خو درې واړه په لاره ورکی شوې.
دوه کاله وروسته د تجارانو يوه بله ډله په لندن کی راټوله شوه، څه د پاسه ديرش زره پونډه يې راټولې کړې او يوکارپوريشن ( شرکت) يې جوړکړو. دوي د حکومت له خواد بيړيو د اوړلواجازه نه لرله خو ملکې ورته په خله (زباني) اجازه ورکړه نو دوي يوه بيړۍ واخسته او تجارت يې پيل کړو.
په يوکال کې دوي دومره گټه وکړه چې اصل سرمايه يې د اتو شپيتو زرو پونډو نه هم زياته کړه. په دی برياليتوب په ۱۶۰۰ م کی ملکي دې شرکت ته سرکاري اجازه ورکړه چې د ختيځ د ملکونو سره تجارت کولې شي. دا شاهي قانون ( چارټر) په ختيځ انډيز ( شرق الهند ) کی د لندن د تجارانود کمپنۍ د مشر په نوم جاري شوچې دوه سوه شپاړس غړي يې لرل. زيات پکی د لوړې طبقې شته من خلک و. تر پينځلسوکالو پورې په تجارت کی دا يواځينې شرکت و او بل څوک يې نه پريښودل.
په پيل کی دی کمپنۍ د مسالو د تجارت لپاره لاس پښې وهلې ځکه د هالينډ ختيځ هندي شرکت له وړاندې دا بازار نيولې و. انگريز شرکت تر شلو کالو پورې يواځې د تورو مرچکو تجارت کوو. ددی لپاره د اوسني انډونيشيا په “بنتم ” نومې ساحلي ښار يې يوه کارخانه هم لگولې وه. په هغه زمانه کی ددوي بيړۍ جاوا ته په لاره د هند د سورت په بندر هم ايساريدل. په ۱۶۰۶ م کی ددوي لپاره دا يو ترانزت ( تيريدو) لاره وه. خو دوه کاله وروسته د پرتگال په شان دوي هم په خليج بنگال کی د کورو منډل په ساحل خپله لومړۍ کارخانه جوړه کړه.
د پيل راهيسې دی شرکت دومره گټه وکړه چې په انگلستان کې د تجارانو خلې وازې شوې. د هغه وخت باچا لومړي جيمز مجبوره شو چې د انگلستان نورو شرکتونو ته هم د تجارت اجازه ورکړي. خو په ۱۶۰۹ م کی ايست انډيا شرکت د خپلواړيکو په کارولود تجارت لپاره داېمي اجازه واخسته. خو په هغې کی يې دا شرط هم وليکلو چې که پرله پسې درې کاله دوي په کاروبار کی گټه ونکړه نو دا اجازه به يې منسوخ شي.
دا شرکت اوس دومره پراخه شو چې څلرويشت رئيسان ( د بورد ډايريکټران) يې لرل او لسو کميټو به ورته د خپلو گتو او د تاوانونو په اړه راپورونه وړاندې کول. ددې رئيسانوانتخاب به د کمپنۍ ونډه والو له خوا کيدو. د انگريز تجارانو سيالي د هالينډ او دپرتگال د تجارانو سره و او ددوي تر منځ د هند په ساحلونو څو وارې جنگونه هم شوي و. انگريزانو غوښتل چې د خپل مال د خرڅولو لپاره دهند په خاوره کی دننه ځان له نوي بازارونه ولټوي خوددی نه وړاندې يې غوښتل چې په سرکاري توگه د هالينډ او د پرتگال د تجارانو مخه ونيسي چې هغوي داسې ونکړي. ددی لپاره هغوي خپل حکومت ته خواست وکړو چې د هند مغل واکمن ته خپل سفارتي ډله ورواستوي.
د هندپه شاهي تخت هغه وخت مغل باچا جهانگير ناست و. د جيمز له خوا د سر ټهامس رو په مشرۍ يو سفارتي ډله د هغه دربار ته ورواستول شوه. هلته د جهانگير په دربار کی دوي باچا ته د اروپا داسې سوغاتونه وړاندې کړل چې پخواچا نه و ليدلي. په دی کی چيني لوښي، د سپينو ( نقرۍ) چاقو،قاشوغې او پنجې، هندارې او ټوپکې شاملې وې. روايت دا دې چې د جهانگير يوه لور هغه وخت ناروغه وه او د انگريز داکټر د علاج سره ښه شوه نو باچا په دی ډير خوشاله شو او دوي نه يې پوښتنه وکړه چې په انعام کې څه غواړي.
سفير ترينه د سورت نه علاوه په نورو سيمو کی هم د کارخانو د جوړولواو هلته د اوسيدو اجازه وغوښته. د مغل باچاهانو لپاره هغه سمندري ساحل ډير لرې ونوهغه ددې اجازه ورکړه اويو ليک يې هم جيمز باچا ته ورواستوو. په دی ليک کی هغه انگريز تجارانو ته په هند کې هر چيرې چې دوي غوښتل د اوسيدو اجازه ورکړي وه او دا چې پرتگال او د هالينډ کسان به اجازه نه لري چې په هندکی تجارت وکړي. په دې ليک کی تر ټولو په زړه پورې خبره دا ليکلې وه چې انگريز تجاران هر څه چې غواړي پخپلو بيړيو کی هند ته راوړې شي.
کمپنۍ ددې شاهي فرمان نه په پورا گټه اخستو خپل کاروبار دومره پراخه کړو چې دپرتگال کاروباري مرکزونه ورته هيڅ نه و. پرتگاليانود هند د گوا، چټاگانگ او بمبۍ په ساحلونوخپلې مستمرې جوړې کړې وې. وروسته يوه پرتگالي شهزادگۍ چې د انگلستان د باچا سره واده شوه نو انگريزانو بمبۍ د هغې د جهيز يا پسول په توگه د پرتگال نه واخستو. کمپنۍ د کارخانو سره سره په مدراس، بمبۍ او کلکته کی خپلې تجارتي اډې جوړې کړې. تر ۱۶۴۷ م ددوي ديرويشتو ( ۲۳) داسې کارخانود يو مشر يا گورنر تر څارنې لاندې کارکوو. دوي هغه وخت په هند کی نوي کارکوونکي په کار وگومارول. تر ټولو لوې کارخانی يې د کلا گانو په شکل په بنگال کی، ” فورټ وليم” په مدراس کی “فورټ سينټ جارج” او په بمبۍ کی د” بمبۍ مانۍ” په نوم جوړې کړې.
په ۱۶۳۴ م کی مغل باچا ( شاهجهان) انگريزانو ته خپله لمنه دومره پراخه کړه چې د بنگال په ټوله سيمه کی يې ورله د تجارت اجازه ورکړه. مغل پخپله د يو داسې سيمې نه هند ته ورغلي و چې هلته سمندر نه و. دوي فکر کوو چې پوځي جنگونه يواځې په زمکه کيږي او د اوبولاره يې بې دفاع پريښوده. د کمپنۍ لوې تجارت هغه وخت کتان، وريښم، نيل، ډبرينه مالگه او چاې و. په راتلونکو کلونو کې د انگلستان هر يو واکمن دی کمپنۍ ته د تجارت قانون غزوو، ان چې په ۱۶۷۰ م کی دويم چارلس باچا ورته د پينځونورو امتيازاتو په ورکولوددې تجارتې بڼه واړوله.
که دوي وغواړي نو زمکه هم تر لاسه کولې شي، خپله سيکه ضربولې شي، د سيمې د وړوواکمنوسره اعتلاف جوړولې شي، د جنگ او د روغې لپاره د پوځ او د کلا گانو مشري کولې شي او کومې سيمې چې ددوي په لاس کی وي هلته د خپل قانون نافذولې شي. په ۱۷۱۱ م کی دې شرکت د چين په گوانژو کی هم يوه تجارتي اډه جوړه کړه چې د چايو په بدل کی به يې ورباندې نقره خرڅوله.
په ۱۷۱۷ م کی مغل باچافرخ سېر د انگريزانو په تجارت د ماليې او د گمرک بنديز ليرې کړو. په دې کار شرکت نور هم غوړ شو او ددې افسران کله چې د هند نه بيرته خپل وطن ته تلل نو دومره گټه به يې کړې وه چې هلته به يې ځان له ښايسته کورونه جوړکړل. دوي لکه د نوابانوژوند کوواو په سياست کی ورداخل شول. د شرکت دې کار کوونکو په پارليمان کی دومره زور وموندلوچې په ۱۶۹۴ م کی يې يو نوې قانون وومنلو. ددی تر مخه د بريطانيې نورو شرکتونو کولې شوچې د هند سره تجارت وکړي. په دی توگه د سلو کالو هغه پخوانې قانون فسخ شوچې يواځې ايست انډيا شرکت لپاره و.
په ۱۶۹۸ م کی د يوبل قانون تر مخې يو متوازي ايسټ انډيا شرکت جوړ کړې شو چې د انگلستان حکومت ورته دوه ميلينه پونډه د پانگې په توگه ورکړل. اوس دا دواړه شرکتونه په انگلستان او په هند کی د يو بل سره په سيالۍ شوې. د پخواني شرکت ونډه والو زر په نوي شرکت کی سرمايه گزاري وکړه او ددې د برلاسي لپاره په منډو شول. خوورته دا جوته شوه چې په عمل کی د پخواني شرکت په سيالي کی هيڅوک پاتې نه و. په ۱۷۰۸ م کی دواړه شرکتونه مدغم شول او حکومت ته يې په راتلونکو دريوکالو کی د امتيازاتو په بدل کی د څه کم درې نيم ميلين پونډود پور ورکولوژمنه وکړه.
حکومت ورته وويل چې د نورو امتيازاتو لپاره به وروسته د حالاتوجاج اخلي . ددی نوي شرکت نوم داسې و، “په ختيځ هند کې د انگلستان د تجارانوگډشرکت”. په راتلونکوکلونو کی د شرکت او د پارليمان تر منځ ناندرۍ روانې وې. شرکت خپلواکي غوښتله او پارليمان ورله اجازه نه ورکوله، ان تر دې چې حکومت ددی د گټو نه هم لاس واخستو.
په ۱۷۱۲ کی حکومت له دی شرکت اخستل شوې پور ورته بيرته ورکړواو په يو نوي قانون کې يې د شرکت حيثيت نوې کړو. په ۱۷۲۰ م کی بريطانيې ته د هند نه ۱۵ في صده توکي ټول د شرکت د لارې راتلل. هم دا وه چې شرکت په حکومت خپل زور برقراره وساتلو. په ۱۷۶۶ م او ۱۷۳۰ م کی دوه وارې بيا ددوي جواز ( لائسنس) اجراکړې شو. په دی وخت کې بريطانيه او فرانسې تر منځ رقابت پيل شو.
د خپلو مستمروپه شته مني ددوي تر منځ واړه واړه جنگونه وشول. په ۱۷۴۲ م کی د فرانسې سره د يواوږد جنگ له ويرې، د شرکت جواز تر ۱۷۸۳ م پورې وغزول شوچې په بدل کی شرکت خپل حکومت ته يوميلين پونډ پورورکړو. د ۱۷۵۶ م نه تر ۱۷۶۳ م پورې انگلستان په اروپا اوشمالي امريکا کی د خپلو مستمرو د ساتنې په غم کی شو. د فرانسوي عسکرو سره په جنگ و. د صنعتي انقلاب سره بريطانيه د خپلو اروپاي رقيبانو نه وړاندې شوه. دجنگ پر وخت دپوځ د ساتنې اونور لگښت لپاره د هند د توکو، خامو موادو اود توليداتو اړتيا زياته هم شوه. د انگرېزانو د ژوند معيار لوړ شواو د توليد دغوښتنې په اصولوپه بهرني تجارات کی زور پيدا شو.
په نړۍ واله بازارکی د بريطانيې له خوادې شرکت د يو لوې لوبغاړي دنده په غاړه اخستې وه اوتر دی کچ ورسيدو چې حکومت په سياسي فيصلو کی ترينه مشوره غوښته. انگلستان پخپلو مستمرو کی د فرانسې سره د وو کالو جنگ ددې شرکت پر مټ وگټلو. په هند کی فرانسوي جنرال جوزف فرانسوه دوپلې د انگريز گورنر جنرل لارډ کلايو نه ماتې وخوړه او”فورټ سينټ جارج” يې بيرته د فرانسويانو نه تر لاسه کړ.
په ۱۷۶۳ م کی د صلح د تړون تر مخې فرانسويانو ته په څو ساحلي سيمو کی د خپلو کلاگانو د ساتلو اجازه ورکړې شوه. په دی کی پانډې چري، ماهي، کاريکال، يانام، او چندرنگر شامل و خوفرانس د پوځيانو د ساتلو اجازه نه لرله. که څه هم په راتلونکو دوو سووکالو کی دا سيمې د فرانسې سره پاته وې، خو د دوي لاسونه وتړل شول او د شرکت لپاره د يو لوې سيال خطر ليرې شو. ددی په پرتله شرکت چې اوس برې موندلې او په شا يې يو غښتلې او باتجربه پوځ ولاړو، دمدراس، بنگال او کلکتې نه وړاندې د کرناټيکا سيمې ته مخه کړه چې ددوي مخه اوس بل هيڅ يو قوت نشو نيولې.
په هند کې ددی شرکت د پراخيدو په لارکی د ځاي واکمنوخنډونه اودرول او په ځينو سيمو کی يې ورسره سخت جنگونه وکړل. خو انگريز د خپلو تجارتي منډيو د ساتنې لپاره تر هغه وخت ښه غښتلې پوځ هند ته ورليږلې و. دوي په نويو وسلو سمبال و، ټوپکې او توپې ورسره وې اوتر ټولو مهمه خبره دا وه چې دوي د ځاي خلکو په روزنه نوي پوځي دستې جوړې کړې وې چې ښه معاش به يې ورله ورکوو. د بنگال ، بهاراود اړيسه د نواب سراج الدوله پر ضد لارډ کلايو پوځي حمله وکړه. په ۱۷۵۷ م کی د پلاسي په جنگ کی د بنگال دا وروستې نواب يې وژلواو ټول بنگال د کمپنۍ لاس ته ورغلو. نواب د مغلو باج گزار و او ددی جنگ نه وروسته مغلوټکان وخوړو چې انگريزانو د خپلو گټولپاره د هيڅ اخلاق يا د اصولو پرواه نه ساتله. هم هغه وخت ددوي تر منځ تاو پيدا شو.
د اورنگ زيب له مړينې سره هند په برخو وويشل شو او ددی سلطنت زوال چټک شو. لارډ کلايو د انگريز حکومت له خوا لومړی گورنر جنرال په توگه د بنگال حاکم شو. خو په ميسور کی حيدر علي او دده زوې ټيپو سلطان د انگريز په مقابل کی ودريدل او ددی لپاره يې له فرانسويانو مرسته وغوښته. ميسور د خپلواکۍ لپاره دايسټ انډيا کمپنۍ د پوځ سره څلور جنگونه وکړل او اخر په ۱۷۹۹ م کی د ټيپو سلطان د شهادت سره انگريزانو ميسور هم ونيولو. مرهټه چې په ۱۷۶۱ م کی د پاني پت په جنگ کی د افغانانو له خوا زپل شوي و، يو واری بيا خپل ځان راټول کړی واود انگريز پوځ سره د بمبۍ شاو خوا په مبارزه اخته و. په دريو لويو جنگونو کی چې مشري يې آرتهر ويلزلې ( وروسته ډيوک اف ويلنگټن ) کوله مرهټه مات شول.
دی شرکت وروورو په لويديځو برخو کی هم خپل اغيز زيات کړو او هر ځاې چې يونواب يا راجه د بل سره په جنگ و، دوي به پکې غښتلي ته ته د مرستو ژمنه وکړه او سيمې به يې رالاندی کړی. دا چې ولې ځاي واکمن يو بل سره لاسونه يونه کړل چې له پېرنگي يې ځان خلاص کړی وی. نو په دی کی به د شرکت استاځوخپل رول لوبوو. کله دډاليوپه ورکولو، کله د ناليدلي خطر اوکله د حملې او د جنگ د تاوان يا د گټې په حال کې د نورمال د تر لاسه کولو په تمه دوي يې له يو بل جلا ساتل. د پلاسي په جنگ کې د برياليتوب نه وروسته دی شرکت لکه د يوحکومت چلن کوو. خو ددې مال او سياسي گټو سره سره شرکت ته لوې زيانونه هم رسيدل. د شرکت ډير کارکوونکي به د گرمۍ او ددی سره تړلي ناروغيو کی مړه شول او په سلو کی يواځې لس کسان به ژوندي خپل کورونو ته بيرته تلل.
په ۱۸۱۹ م کی په بنگال کی د کولرا وبا خپره شوه او په يو کال کی د هند نورو برخو ته هم ورسيده. په دې کې د انگلستان لس زره عسکر مړه شول او د هندد وگړو د مړينې شميره د يو لکو نه پورته وه.
سره له دې چې دې شرکت د کاروبار لپاره ښه نوم لرلو خو په ځينو معاملو کې يې درغلي هم وکړه. د بيلگې په توگه په اتلسمي پيړۍ کی چين د دی نه په مال اخيستو بنديز ولگوواو شرکت دسخت تاوان سره مخ شو. هلته د اپيمو خرڅول غير قانوني و خوشرکت ددی لاره دا راويستله چې په بنگال کی به يې اپيم واخستل او په کلکتې کی به يې په دی شرط وپلورل چې هندي تجاران به يې چين ته اوړي. د ۱۸۳۹ م نه تر ۱۸۴۲ م پوری د چين او د بريطانيې تر منځ د اپيمود تجارت په سر لومړی جنگ وشو او په پايله کی هانگ کانگ د انگريزانو لاس ته ورغلو او له هغه ځايه دې شرکت په لوی لاس چين ته د اپيموقاچاق پيل کړو.
په هند کی د بريطانيې د سياسي اغيزو اودزمکې د نيولو لپاره شرکت لوی کاروکړو. خو په ۱۸۵۷ م کی د خپلواکۍ د جنگ ( غدر) له کبله دی شرکت خپل انتظامي صلاحيت له لاسه ورکړو او په هند کی ددوي ټوله شته مني چې پکې وسلې او پوځ هم و، حکومت واخيستل. دا ټول د هند پوځ شو او وروسته يې د هند او د پاکستان د پوځونو اساس پرې کيښودل شو.
دی شرکت د حکومت له خوا د چايو تجارت جاري وساتلوتر څو ددوي ټول مال چې په گودامونو کی ايښې و، خلاص شو. په ۱۸۷۴ م د جنوري په لومړۍ نيــټه دا شرکت په سرکاري توگه ختم کړی شوخو ددی تجارتي نوم بيا هم پاته و او د حکومت د مالي چارو وزارت د څانگې په توگه يې کار کوو.
په ۱۹۷۴ م کی يوشخصي پانگه وال ددې شرکت د مشر په حېث دچاې او د کافي تجارت کوو. په ۲۰۱۰ م کی په بريطانيې کی يو هندي نژاد کاروباري سنجيو مهتا دا شرکت واخستو. دی شرکت د هند په لويه اوچه کی د انگريزې ژبې د پر مختگ لپاره ډيرکار وکړو. ددې تنخا دار ملازمانود هند په لر او بر کې د لرغونو اثارود رابرسيره کولو اوانگلستان ته ددوي د اوړلوپه کارددې ميوزيمونه غني کړل. ددې ځينو ملازمانوپه لويه لوبه کې ونډه واخسته او د خپل ملک او ملت لپاره يې کار وکړو.

د انټرنيټ له بيلا بيلو پاڼو نه
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *