ابن خلدون د ټیونس ښار په ” باب الجدید” کې یو دوه پوړیزه زوړ کور وړه سپینه ګومبده لري. پکې یو غولی او چاپېره کوټې دي چې په دېوالونو پخوانۍ کاشي خښتې د هغه وخت د شته منو خلکو ژوند نښه وه. په ۱۴ میلادي پېړۍ کې نامتو مسلمان مورخ او فلسفي ” ابن خلدون” په دغه […]
ټیکسلا د هند په شفاهي کيسه راماين کې تاکشا د بهرت اود ماندوي زوې و. وروستو دې د تاکشاکهنډا نومې سلطنت باچا شو او تاکشاشيلا يې پلازمينه شوه چې اوس ټيکسلا نوميږي او د اباسين په ختيځه غاړه يې کنډوالې په سترگو کيږي . خونورلرغون پوهان واي چې تاکشلا دهندد يوې ډلې خلکوتاکا په نوم اباد […]
زما ژوند او ژوندون (۹) د پښتنو نامتو مشر عبد الصمد خان په ماشومتوب کې په خپلې سیمې د برطانوي حکومت اغیز ته پام و. دی وایی چې د پښین زیات خلک سوداګر وو. ” زمونږ د خپل کلي یوه څنډه (محله) تر اوسه “ټټۍ” بولی چې د سوداګرو ګودام یا ګنج ( کاروان سرای) ته وایی.” هلته د هند، […]
سکاوټ او ګایډ په ۱۹۶۰م کې زه د نورو وړو سره په سپینو جامو کې د پیښور تر ټولو لوی سکول ” لیډي ګرفت” ته لاړم. د دې د لوبو په میدان کې زما په شان سوونو جینکو د ګرل ګایډ د تنظیم مشرې میرمن” بیډن پاول” انتظار کاو. برطانوي پوځي او لیکوال، رابرټ سټیفنسن سمیت بیډن پاول […]
لومړی افغان جنګ دا جنګ په ۱۸۴۴م کې پای ته ورسیدو چې شا و خوا درې کاله روان و او انګریز پوځ ته يې لوی ځاني او مالي تاوان واړاو. په ۱۹ پېړۍ کې برطانوي واکداران د روس نه په ویره وو چې د افغانستان له لارې هند ته ورننوځي. د سدوزو شاه شجاع د کابل د تخت […]
مردان شوګر مل د اباسین پر غاړه ښرازه زمکه د زرګونو کالو راهیسې خلک ګنی کري. په دودیزه توګه د نومبر څخه تر فروري، څلور میاشتې به د کلیو په ګاڼۍ کې له ګنو ګوړه جوړیده. د دویم نړۍ وال جنګ څخه وروسته، انګریزانو، د نورو مستمرو په شان په مردان کې هم د یوې کارخانې بنست کیښودو. […]
د حجر اسود غلا هر کال د حج په موقع په لکونو خلک خانه کعبه کې د تورې ډبرې يا حجراسود د ښکلولو لپاره يو تربل وړاندې کيږي. دوي عقيده لري چې دا تيږه د جنت نه راغلې ده. لږ مسلمانان خبردي چې څه د پاسه زر کاله کيږي چې دمسلمانانويوې ډلې دا تيږه له کعبې وويستله او بيا […]
هندکو د اتوار ورځ لندن په “هېز” بازار مې د بس انتظار کاو چې یوې ښځې غږ مې واوریدو. په کلیوال هندکو کې يې چا ته د چایوست کاو. هغې ورته ویل چې د ګوردوارې (سیکانو عبادتځای) نه اوس راغلو، کور ته ځو. دغو ښځو کمیس پرتوګ اغوستی، د لویو تورو ویښتو کمڅۍ يې په شا […]
مد و جزر د نړۍ د ټولو سمندرونو څپې په یو ورځ او شپه کې بره یا ښکته غورځي چې په عربي کې ” مد و جزر” او په هندي کې ” جوار بهاټا” نومېږي. زمونږ زمکه ۷۱ في صد اوبه او له هغې هم ۹۶ نه زیاته برخه په سمندر کې ده. زمکه د نمر چاپېره او […]
ستي او جوهر الهي! د محبت سوز و ګداز را په دا اور کې د ستي، سمندر ساز را د عبد الحمید مومند په شان د پښتو ځینې نور شاعران هم د “ستي” ذکر کوي. “ستي” د هندوانو د اسطورې “پاروتي” یوه بڼه ده چې مانا يې ریښتونی وي. د مهابهارت په جنګ کې پانډوانو قام “کورو” ته […]