د اټک په پله

په ماشومتوب کې به مو د اور ګاډي په سفر کې د دې پول نه د تيرېدو انتظار کوو. د پول د پاسه ما داسې ګڼله لکه چې په هوا کې الوزو ځکه ښکته يوازې د اباسين او د کابل سيندونو خړې او شنې اوبه مو ليدې شوې. د سيند د ماهيانو لپاره به ما […]

د هندوستان پښتانه- روهيلکهنډ

اتر پردېش د هند تر ټولو لوې ولايت دی چې دوه نيم لکه مربع کلوميټر زمکه لري، يو سل او نوي ميلينه خلک پکې ژوند کوي او د مسلمانانو شميره پکې اتلس في صده ده. آگره، لکهنو،کان پور،ميرټهه،علي گړهه، برېلي،شاه جهان پور، بدايون، بنارس او اله اباد د دې نامتو ښارونه دي. د هند دوه […]

هغه خوب

یو دوه قدمه فاصله کې ترې ودریدم، برګ برګ مې وروکتل، وروځې مې ورته تروې کړي. پوهه شو چې نجلۍ راته غصه ده ځکه زه چې تل په غصه یم یا هم ګیله منه نو همداسې ورګورم. خو هغه هم زما په مذهب پوهیږي. کله ناکله ځان ناشکه کړي، چې زه بیا څو ساعته ترې […]

په ټيونس کې

د شمالي افريقې دا ملک د فرانسې مستمره پاتې شوی ده او د دې خاورې اصل اوسيدونکي بربر قبايل دي چې په اروپاي ژبو کې ترې د ” باربېريان” ياني وحشي تورې جوړ شو. ټيونس په بربري ژبې کې د غځيدو يا د کېږدۍ د ودرولو مانا ورکوي. بربر قبايل لکه د کوچيانو اوسيدل او […]

د اباسين تمدن

په ۲۰۰۵ م کې د پاکستان د پنجاب ايالت د کلتور وزارت له خوا د ساهيوال د ضلع (ولسوالۍ) نه دوه ويشت ميله جنوب لوېديځ کې د يو تفريحي پارک جوړول پیل شول. دبرونزو د دورې دا لرغونې سيمه په ۱۹۲۰ م کې برتانیا لرغون پېژندنکو يوی ډلې رابرسېره کړه چي د يو لرغوني ښار […]

ګبر، ګبري او ګبرال

د سوات د کالام نه د شلو کلومېترو په فاصله د سمندر نه دوه نيم زره مېتره لوړه د ګبرال دره ده چې په سر کې يې د اوبو يو ډنډ د کرکرې په نوم يادېږي. د دې شمال لوري ته چترال، جنوب ته اترور، لوېديځ ته دير او ختيځ ته ماهو ډنډ دی. د […]

د جام مينار

” دا مينار ځان له يواځې او مکمل حالت کې ولاړ دی. بل څه ورته نږدې نشته ځکه په نږدې غونډيو د يو دوو ماڼيو کنډوالې هم نه ښکاري. د دې پر مخ د سر نه تر پایه، مستطيل، څلور ګوټيزه ، ولونه، ستوري او نورشکلونه په خټو کې ډېر په مهارت جوړ شوي دي.” […]

شړۍ- ټوګا

د لرغوني روم هغه مشهور سپين څادر ټوګا نومېږي چې د دوی په مجسمو او انځورونو کې يې ليدلی شو. دا شپږ مېتر اوږد وړين څادر د ليلن د واسکټ ډوله کميس د پاسه اغوستل کېده. د ټوګا هغه بڼه چې د روم او يونان په مجسمو يې ګورو، مستطيل نه وي لکه چې د […]

اوبښته

په جنوبي پښتونخوا کې اوس هم د ځينو سپين سرو ميرمنو نوم اوبښته وي. په اولسي ژبه کې وايي، “تر اوبښته لوړه نشته.” اوبښته ونه ده چې په انګرېزي کې جونيپرنومېږي. يو وخت د کوټې شا و خوا غرونو او په زيارت کې د اوبښتې ځنګلونه وو. د دې ونو پاڼې لکه د سيخونو وي […]

د قره باغ او جاغوري سمڅې

د ايټاليې ده لرغون پوهان د يويشتمې ميلادي پېړۍ په سر کې د افغانستان د مرکزي سيمو په یولړڅمڅو وګرځيدل او د خپلو څېړنو لپاره يې د هغه ځاې مطالعه وکړه. دوي د خپلې دغې کتنې اوڅیړنې په ترڅ کې د هرې سيمې څمڅې یا غار ته نومرې ورکړي دي. په دغو څمڅو اوعبادت ځايونوکې […]