سپن ډاکټر

spin
پخوانیو وختونو کې د هند کليوالو په اونۍ کې يو ځلې خپل مال د خرڅلاو لپاره منډۍ ته بیولو. څوک چې پخپله به نشول ورتللی، مال به يې بل کس ته وسپارلو چې خرڅ يې کړي او په ګټه کې به يې څو پېسې ورله ورکړې. داسې کس ته به يې دلال ويل، چې يوه شريفانه دنده وه. بيا داسې کسانو هم دلالي شروع کړه چې ناقص مال به يې په چل ول خرڅ کړو او مشتريان به ترې نه خبرېدل.
په سياست کې هم داسې کسان وو چې د باچا مشاورين نومېدل او په يو بل ملک د حملې جواز يا په خلکو د نورې ماليې راټولولو دليل به يې ورکاو. په يوېشتمې پېړۍ کې اوس دلال او مشاور لپاره يو لقب “سپن ډاکټر” کارېږي. په انګريزي کې سپن د شاربلو مانا ورکوي او د خبرې د تاولو، شاربلو يا اړولو ماهر سپن ډاکټر وي چې خبره راتاو کړي او داسې الفاظ کاروي چې خلک پرې باور وکړي. خپل مشر ته د ځان ښه ښودلو چل ښايي.
سپن يو ډول پرپاګنډه ده او هغه وخت کارېږي چې د خلکو رايه بدلولو يا تاوولو لپاره خبره په داسې توګه بيان شي چې د وګړي يا د ادارې په ګټه وي. د نړۍ په هر يو سياسي نظام کې داسې سپن ډاکټران پخوا هم وو او اوس هم شته دي.
د بيلګې په توګه په برتانیا کې د يو وزير د سپن ډاکټر دنده دا وي چې هغه ته سهارد خبرونو او د خلکو رایې يا نظر په لنډو بيان کړي. که وزير وغواړي نو ورته مشوره هم ورکوي چې ژورناليسټان به څنګه قانع کوي.
سياست دانان اکثرځان ايمانداره ښيي خو په اصل کې د خلکو د رایې بدلولو لپاره د سپن نه کاراخلي. سپن ډاکټران د مطبوعاتو سره نږدې اړيکې لري نو ځکه د حکومتي پريس کانفرنس کوټه هم سپن روم نومېږي. په پرمختلليو ملکونو کې د واکمن او د ده د وزيرانو او نورو مشرانو خپل سپن ډاکټران وي. د حکومت ويندويان هم د سپن ماهران وي چې په غوړو خبرو او چالاکۍ د سختو پوښتنو نه ځان وباسي. د سپن ډاکټرانو شعار دا وي چې “په بد خبر خاورې واړوه” نو د بد خبر د پټولو لپاره دوی پکې يوه مثبت اړخ پيدا کړي چې د خلکو پام بلې خوا ته واوړوي. نور کله بيا د بد خبر سره يو ښه خبر هم ورکوی او هغه ته ډېر تبليغات کوي. د بيلګې په توګه د ماليې د زياتولو اعلان سره دا هم ووایي چې په هېواد کې د پوليوناروغي ختمه شوې ده.
که ژورناليسټ هوښيار وي نو سمدلاسه پوښتنه کولی شي چې په دې کې د حکومت څومره لاس و؟
ځينې ملکونه په تجارتي اعلانونو کې د مبالغې يا د دروغو اجازه نه ورکوي خو په سياست کې تر اوسه داسې سپننګ روان دی.
د خوشالۍ خبره دا ده چې اوس د انټرنيټ د لارې خلک د هر څه نه خبرېږي او د سپن ډاکټرانو رول په ختمېدو دی.
د خپريدو ڼيټه
۳ مارچ ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *