درخانۍ او ادم خان

Adam Durkhanai
د پښتو ژبې تر ټولو مشهور داستان د سوات په ” بازدرې” کې پېښه شوې وه. دا کيسه په لومړي ځل د اکبر باچا په امر په شپاړسمې ميلادي پېړۍ کې وليکل شوه، نو ښايي چې د پينځلسمې پېړۍ شا و خوا به پېښه شوې وي.
د کيسې اصلي وینا وال د ادم خان يو ملگری وو چې نابينا و او وروسته د ده له خولې د دې کيسې ځينې پېښې په هجرو کې د رباب سره زمزمه کيدې.
د باز درې په بره کې د طاوس خان لور درخانۍ ډېره ښايسته او نيازبينه وه. کله چې لويه شوه نو ويي ليدل چې د کلي هلکان د زدکړو لپاره ملا ته ورتلل. د هغې هم شوق و چې سبق ووايي نو ترځوانۍ یې د کلي د ماشومانو سره يو ځای په جومات کې زدکړې کولې.
د بازدرې په ښکته يا کوزه برخه کې د مټه خېلو د قام حسن خان زوی ادم خان نومېدو. ده هم د کلي په جومات کې سبق ويلي و او د رباب غږولو سره يې شوق و. ادم خان د خپل تربور تتر خان سره د تورې يو مقابله گټلې وه او د انعام په توگه د هغه نه دوه مريان اخيستي وو چې يو يې ميرو او بل بلو نومېدو. ادم خان به پخپل اس گرځېدو چې هغه ته به يې ” مجنون” ویل، يوه ورځ ادم خان د يو ديني کتاب په جمله پوهه نشو نو چا ورته وويل چې د بر درې ملا صالح ډېر پوهه سړی دی. ادم خان په اس سپور هلته ولاړو خو ملا په څه بل کار بوخت و نو ادم خان ورته په انتظار شو.
لږه شېبه وروستو درخانۍ هم د يو کتاب سره راغله چې د ملا سره سبق ووایي. هلته يې ادم خان وليدو او ترېنه د نوم او د کلي پوښتنه وکړه. ملا دوی دواړه په خبرو وليدل او پوهه شو چې د ځوانۍ مينه لېونۍ وي. هغه درخانۍ ته وويل چې بيا به جومات ته د زدکړو لپاره نه راځي.
درخانۍ گيله منه کور ته راغله او پلار ته يې د ملا خبره وکړه، هغه ملا راوبللو او ترې پوښتنه وکړه چې ولې د هغه لور ته سبق نه ښايي. هغه ورته وويل چې لور يې اوس د ماشومتوب له درشله وتلې وه او که هغه د سبق سره دومره شوق لري يو بېل ځای دې ورته جوړ کړي. هلته به دا په پرده کې ناسته وي او دی به ورته سبق ښايي.
طاوس خان شتمن سړی و نو دا خبره يې ومنله او د درخانۍ لپاره يې يو بېل ځای جوړ کړو. هغه به دې ځای ته په ستر کې د زدکړو لپاره ورتله. يوه خدمتگاره چې نوم يې ” گلنۍ” و ورسره ناسته وه. هغه ملا ته به طاوس خان د مياشتې تنخوا ورکوله. درخانۍ په سبق کې تکړه وه او ډېر زر يې د پوهې او د ښايست شهرت باز دره کې خپور شو.
د يوسفزیو په يو واده کې د ادم خان مور پلار هم مېلمانه شوي ووو او هلته د ښځو او د سړو په غبرگ اتڼ کې يوه پېغله چې ” توتيا” نومېده هغوی د خپل زوی لپاره وغوښته. ادم خان په دې خوشاله نه و خو د مور پلار نه مجبور شو. يوه مياشت وروستو د واده نېټه وټاکل شوه خو په دې وخت کې چا د توتيا پلار ته خبر راوړو چې ادم خان په درخانۍ مئين دی او هغه يې په ماشومتوب کې د ده په نوم کړې وه. طاوس خان د سيمې تر ټولو لوی خان و او دوی د هغه سره دښمني نشوه کولې نو د ادم خان پلار ته يې پېغام ورواستوو چې دوی خپله لور ورله نه ورکوي.
ادم خان دا پېغام خپل سپکاوی وگڼلو ځکه هغه د توتيا سره واده نه غوښتو ولې اوس يې دا بې پښتو کار بللو. يوه شپه خپل دواړه مريان بلو او ميرو يې ځانه سره کړل او توتيا يې د خپل لار د کور نه راوتښتوله. د توتيا ورور بازيد خان د خپل سپکاوي بدل اخيستو لپاره يو لښکر جوړ کړو او د ادم خان کلا ته روان شو. يو لنډ جنگ وشو او بازيد خان مات شو. څو ورځې وروستو ادم خان يوه جرگه د بازيد خان کلي ته ولېږله او د دواړو تر منځ روغه وشوه.
ادم خان د درخانۍ په مينه کې ډوب هر وختې غمژن گرځېدو. د ده پلار حسن خان يوه ورځ د بلو خان نه پوښتنه وکړه چې څه خبره شوې وه اوهغه ورته د درخانۍ حال ويلو. حسن خان د درخانۍ پلار طاوس خان ته د مرکه ورواستوله چې لور يې خپل زوی ته وغواړي. طاوس خان خپله لور په بنې نه ورکوله او انکار يې وکړو. د درخانۍ لپاره يوه بله مرکه هم راغله چې د پايو خان له خوا وه. هغه يو شتمن خان و او په سيمه کې يې ډېر زور لرلو. د درخانۍ پلار خپله لور پايو خان ته د ورکولو فېصله وکړه.
درخانۍ چې خبره شوه نو ځان يې په کوټه کې بند کړو او په مخ يې څادر واچوو چې که هر څوک د دې کوټې ته راغلو نو دا به خان وژني. هغې خپل پاتې عمر د خدای په عبادت کې د تيرولو فېصله وکړه.
د طاوس خان خور په بره باز دره کې واده شوې وه او د هغې لور “لښکي” نومېده. دا د درخانۍ د ماشومتوب ملگرې وه او دواړو د يو بل سره قول کړی و چې که هره يوه ودېده، بله به د هغې واده کې ارو مرو گډون کوي.
د لښکۍ واده جوړ شو نو هغې مور ته وويل چې درخانۍ ورته راولي. مور پوهه کړه چې درخانۍ اوس په ډېر ستر کې ځان ساتي او د خپلې خونې نه د نه وتلو قسم يې کړی دی. دومره ليرې به رانشي او له هغې زړه صبر کړه. لښکي ورته گواښ وکړو چې که درخانۍ رانغله نو دا به په ډولۍ کې نه کښېني او زندۍ به غاړې ته واچوي. مور يې ولاړه او د درخانۍ پلار ته يې ټوله کيسه تېره کړه. هغه ورته ځواب ورکړو چې درخانۍ د خپل ستر د نه ماتولو قسم کړی دی. خور يې مروره شوه او ورور ته يې ښېره وکړه.
د درخانۍ مور ورته په قهر وويل چې د دې ښېرو ته څه اړتېا ده، زما لور د خپل واک ده. ورشه ورته ووايه او که زړه يې و نو درسره به روانه شي. ترور يې درخانۍ ته د راتلو وويل نو هغې ورته ځواب ورکړو چې دا په ستر ده او بل کلي ته تلل ورته گران وو. ترور ورته وويل چې تا په ماشومتوب کې د لښکي سره لوظ کړی و او اوس که ورنغلې نو هغه به ځان زندۍ کړي. درخانۍ چې دا واورېدل نو د تلو لپاره اماده شوه. يوه هوښياره ښځه ” نرمۍ” يې ځان سره کړه او په ډېرو څادرونو لاندې پټه د لښکي واده ته روانه شوه
ادم خان چې خبر شو چې درخانۍ د خپلې ترورزۍ واده ته د کور نه راوتلې وه نو هم هغه واده ته يې د هلک له خوا گډون وکړو. د لښکي د پلار په هجره کې د ټنگ ټکور محفل تود شو او ادم خان پخپل رباب يوه نغمه وغږوله. په واده کې ورغلې ښځې د هجرې او د کور تر منځ د يو دېوال نه وار په وار لوړې شوې چې د رباب غږوونکې ځوان ويني. په هجره کې ناستو ځوانانو هم دېوال ته پام شو. کله چې د درخانۍ وار راغلو نو هغې هم له دېواله سر پورته کړو. هغه وخت د دوی دواړو سترگې په يو بل ولگېدې. خو نورو خلکو هم درخانۍ وليده.
لښکۍ واده شوه خو درخانۍ هم هلته د ترور کره پاتې شوه او پلار ته يې ځواب ورواستوو چې هغه ناروغه وه. په اصل کې ادم خان هغې ته يو پټ پېغام ورواستوو چې دی به د يوې چينې پر غاړه د درخانۍ په انتظار وي. دواړو د دې چينې پر غاړه څو وارې د يو بل سره وليدل او د زړه حال به يې يو بل ته ويلو.
درخانۍ بېرته حپل کور ته ولاړه خو گلنۍ د لارې د دوی تر منځ ليکونه او زباني پېغامونه تلل راتلل. ادم خان د ميرو او بلو سره يوه شپه د درخانۍ کوټې ته هم ورغلو. د دوی مينه او ملاقاتونه پټ پاتې نشول او يوه ورځ چا پايو خان ته پېغور ورکړو چې درخانۍ يې غوښتې وه خو واده ورسره نه کوي. ده طاوس خان نه د واده نېټه وغوښتله.
درخانۍ واده شوه خو پايو خان ته يې وويل چې هغې بد خوب ليدلی دی او تر لسو ورځو به ورته نږدې نه راځي. پايو خان په هغې مين وو او دا خبره يې ومنله. هغه د خپلو ملگرو سره ښکار ته ولاړو نو درخانۍ ادم خان ته پېغام ورواستوو. ادم خان هغې ته ځواب وراستولی و چې دا دی هم هغې چينې ته راشي چې دوی پکې په لومړي خل ليدلي وو. بيا د ميرو او بلو سره پخپله هم چينې ته روان شو. درخانۍ د گلنۍ سره هلته راغله نو ادم خان پخپل اس سپره کړه او يو بل کلي ته يې بوتله چې څوک ورباندې شک ونکړي. دا يې هلته د خپل امانت په توگه وروسپارله او پخپله يې کلي ته مخه کړه.
پايو خان چې خبر شو نو بېرته راغلو او د کلي مشران يې راټول کړل. په جرگه کې دا فېصله وشوه چې درخانۍ د پايو مېرمنه وه او د هغې تښتول د ټول کلي سپکاوی وو. بيا څو کسان د وسلو سره درخانۍ د راوستلو لپاره هغه کلي ته ولاړل چې درخانۍ پکې پناه اخيستې وه. د پښتنو د ننواتې دود پر ځای ساتلو لپاره دوی وويل چې د ادم خان له خوا راغلي وو او درخانۍ يې له هغه ځايه وويستله.
تر هغې د ادم خان او د پايو د ملگرو تر منځ يوه نښته وشوه چې پکې بلو ووژل شو. ادم خان د هغه په مرگ سخت خفه شو او د بدل اخيستو لپاره روان شو، د پايو سره وجنگېدو، سخت ټپي او د خپلو زخمونو د لاسه مړ شو. د ده قبر يې د هغې چينې پر غاړه جوړ کړو او پايو خان بريالی خپل کور ته ولاړو.
درخانۍ چې د ادم د مرگ نه خبره شوه نو پايو ته يې زارۍ وکړې چې دا د هغه قبر ته تلل غواړي. د پايو خان زړه اوس ډاډه و چې خپل رقيب يې وژلی وو نو د درخانۍ او د هغې د خدمتگارې د تلو لپاره اسونه زين کړل .
وايي چې کله درخانۍ د ادم خان قبر ته کېناسته نو په هغې يې لاسونه وغوړول او د خپل مرگ دعا يې وکړه. ځينې وايي چې درخانۍ هم هلته مړه شوه او د هغې قبر هم د ادم خان په څنگ کې جوړ شو. ډېره موده وروستو هغه قبرونه يو ځای شول او اوس د باز درې په هديره کې يو لوی قبر ته خلک د ادم درخانۍ قبر وايي.
د خپرېدو نېټه
۲۹ اکتوبر ۲۰۱۳ م
دويم ځلې- ۲۰ مارچ ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

3 Comments

Add a Comment
  1. ډېره په زړه پوري

  2. da Adam Khan aw Durkhanai qisa dairo pukhtano shaa-iraano likalay da che da dairo shaa-iraano pe k chaap shaway hum da. Kho da Afghanistan Allama Abdul-Hai Habibi leeki che daa qisa awal zal pe pakhto k Masood nomi shaa-ir olikala che da Adam da zamaanay wo…. da Masood likalay qisa ter osa chaap ne shwa.

  3. pa film k khai che zehar y o khwaro,

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *