هندو باغ

Hindo Bagh
د سانسکرت “سندهو” يا هندو اوبو ته وايي او د بلوچستان هندو باغ د چينو او کاريزونو په اوبو خړوبيده.
دلته د کاکړو څو خيلونه ميشت دي او ځينې لرغونې کاريزونه اوس هم د دوی په نوم مشهور دي. د کارېزګي کلي په لوېديځ کې د اوبو يوه چينه ده چې وايي ۱۲۵ کاله پخوا ترې اوبه راووتلې.
د هندو باغ نه ۲۵ کلوميټر ختيځ کې د “شنې خوړې” د کلا کنډوالې دي. په دې کنډوالو کې د زړو کودړو نه علاوه د سرو او د سپينو زرو سکې هم وموندل شوې. يوه بله زړه کلا ” د مغلو کلي” په نوم مشهوره ده.
په نولسمې ميلادي پېړۍ په پای کې انګريزانو د هندو باغ په جنوبي غونډيو د “کروم” زېرمې وموندلې چې په مختلفو صنعتونو کې کارېږي. د دويم افغان جنګ سره دې سيمې ته د اور ګاډي د پاټلۍ جوړولو کار پېل شو. که څه هم د دې پاټلۍ يو دليل د روس سره دوی سيالي وه خو بل دليل يې دلته نه کروم ويستل وو.
په ۱۹۰۱ م کې د سېف الله کلا په خانوزو ضلع کی هم کروم وموندل شول. دا هغه وخت و چې انګريزانو د بلوچستان جغرافياي او جيولوجيکي نقشه جوړه کړه. د لومړۍ نړۍ وال جنگ ( ۱۹۱۴ م) پر وخت د “کروم” اړتيا پېدا شوه او ناڅاپه هندو باغ د پام وړ شو. د اور گاډي پاټلۍ يې ورته وغځوله او د دې له ماينونو په لوې کچ کرومايټ وويستل شول. دا به يې د پرانستې کندې نه راويستل خو کرومايټ د نورو تيږو په منځ کې بند وي نو په غرونو کې سرنګ (ټونل) يې هم ورته جوړولو.
د ژوب د سيند سره سره د بوستان نه تر ژوب ۲۹۴ کلوميټر يوه تنګه پاټلۍ جوړه شوه چې مال ګاډې به پرې چليدو. په ۱۹۲۷ م کې د هندو باغ نه تر کلا سيف الله او په ۱۹۲۹ م کې تر ژوب د ريل ګاډو تګ راتګ پېل شو.
دا څرګنده نه ده چې انګريزانو څومره موده له هندو باغ کرومايټ ويستل خو د هند له ويش وروستو هم دا ماينونه بند نشول. په ۱۹۲۳ م کې انګرېزانو د ټول بلوچستان نه د منرالونو د ويستلو لپاره يو ډايرکټورېټ (اداره) جوړه کړې وه چې د مشتريانو سره به يې معاملې کولې.
د پاکستان حکومت هغه اداره پخپل ځاې وساتله خو د کرومايټ د ويستلو تجربه چا سره نه وه او کله نا کله به يې ناببره کيندنې وکړې. بې له دې چې د سيمې خلکو ته د دې ګته رسيدلې واې، دا په لوی لاس د کراچي نه نورو ملکونو ته وړل کيدو.
په ۱۹۶۰ م کې د “هندو باغ” نوم يې په مسلم باغ بدل کړو چې ممکن دا ځای د اسلام په دايره کې داخلول وو. نه يواځې د دې نوم بلکه تاريخ يې هم د نوي سره وليکلو. دا نوی تاريخ وايي چې دلته د يو مسلمان صوفي له خوا باغ ولګول شو نو ځکه يې مسلم باغ بولي.
په ۱۹۷۰ م کې د پاکستان کروم ماين ( پي- سي-اېم) کمپنۍ په مسلم باغ خيټه واچوله چې د بهر نه يې ورته کارګران راوستل او تر ۱۹۸۹ م يې د دې سيمې د ټولو کانونو ټيکه ورسره وه.
د ۱۹۸۶ م راهيسې څو ځاي کمپنۍ کرومايټ د مسلم باغ او خانو زو نه د ورځې ۳ نه تر ۵ سوو ټنو پورې کرومايټ وباسي. د اور ګاډي پر ځاې دا په ټرکونو کې د سړک د لارې کراچي ته وړي. هلته يې ټکوي او بيا په بوجيو کې بند نورو ملکونو ته وراستوي چې لوی خريدار يې چين دی.
Engine of zhob
د ژوب د پاټلۍ اوسپنه په سکريپ کې خرڅه شوه او د اور ګاډو درک نشته چې څه شول خو يو انجن يې اوس د يادګار په توګه د کوټې ريل سټيشن مخې ته ودرول شوی دی.

د شامامود نه په مننې

د خپريدو نيټه
۶ مارچ ۱۰۱۵ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.