د ښځو يوه ورځ

ملاله
زما په کلي کې د جینکو ښوونځی نه و. د طالبانو له تګ وروسته، يوه جمله به مو له رسنيو ډېره اوريدل کېدله چې، “ښځو ته یاید د هغوي حقونه ورکول شي”.
هغه مهال زه نوې خبریاله شوې وم ماته هم یوه خپرونه راکول شوه چې د افغان ښځو غږ اوچت کړم. که رېښتیا ووایم ما له هغه مهاله دا ارمان په زړه کې لرل چې طالبانو راباندې د زدکړې دروازې بندې کړې وی. ما غوښتل د هغو رنځونو، ستونزو او خواریو انځور کښونکې شم چې، ما په خپلو سترګو لیدلې او یا مې په وجود احساس کړې وې. د نوي حکومت په پېل کې په سیاسي ډګر کې یو څه سمبولیک او امتیازي حقونه افغان ښځو ته په پام کې ونیول شول چې زما له انده اړتیا یې لیدل کېدله لکه : د ښځو د ځانګړي وزارت جوړول، په کابینه کې میرمنو ته ځای ورکول او بیا وروسته په اساسي قانون کې ښځوته یو لړ حقونو بیلول، ښه پیلامه وه. هغه مهال ما فکر کاوه چې پېل دومره ښه وی نو راتلونکې به څومره روښانه وي.
یوه ورځ ولاړم د یوې چارواکې میرمنې سره مې مرکه لرله. ما لا مرکه نه وه پېل کړې چې یوه ډله ښځې، چې ښکارېدلې له بهر نه نوې کابل ته راغلي وې، په دفتر راننوتلې. چارواکې میرمن ور ولاړه شوه او له سره یې زړوکی ليرې کړ او د سلام نه مخکې یې وویل، “کله به مو سرلوڅي په دې ښار کې ووینم؟” زه سوچ یوړم چې د سر لوڅول به د افغان ښځو په ژوند څه مثبت اغېز ولري، آیا همدا زمونږ ستونزه ده ؟
په حقوقو کې یو اصل دا دی چې هر انسان خپل حق تر هغه بریده کارولی شي چې د بل انسان حق تر پښو لاندې نشي. زه وډار شوم چې داسې نه چې یو شمیر افغان ښځې دومره خپل حق استعمال کړي چې د نورو ښځو حقونه اغيزمن کړي. په نوره نړۍ کې هم سیاستوال او هغه کسان چې په ټولنیزو کارونو بوخت وي د خپلې ټولنې حساسیتونه په پام کې نیسې او داسې عمل نه ترسره کوي چې په ټولنه کې منفي غبرګون را وپاروي.
زما د خبریالۍ د کار پر مهال یو په زړه پورې سفر پکتیکا ته وو. هغه مهال د ولایت مرکز “ښرنه” سپېره او پرته له څو ودانیو یې بل څه نلرل. په روغتون کې یوه ډاکتره وه چې له ننګرهار نه راغلی وه، بله یوه ډاکتره په ټول ولایت کې نه وه. د روغتون د باندې سختې دوړې وې، ما یو بابا ولید چې سترګې یې له ګردو نشوې خلاصولی، ترې ومې پوښتل “بابا تاسو په ولایت کې یوه داسې ډاکتره نلرئ چې په خپله د پکتیکا وي؟ هغه ویل، “مونږ ښوونځی بد منو”،
زه- ولې بد منۍ؟
بابا- جینکۍ بې لارې کوي،
زه- بابا دا ډاکتره چې ستا د میرمنې درملنه کوي، له لارې وتلې ده؟ زه چې له تا سره خبرې کوم، له لارې وتلې یم؟ هغه راته ښه ښکته پورته وکتل، ویل یې “نه بچې! تا خو لوی پړونی پرسر دی. ته خو مسلمانه برېښې. که ښوونځي والې ستا غوندې شي، مونږ ته به بدې نه ښکاري. خو هلته په ټي وي کې خو سرتورې ناستې وي، هغسې نه غواړو.” له مرکې وروسته راته سوچ را ولویده، زه چې آزادي لرم، لوستې یم او په رسنۍ کې کار کوم. ټولې هغه ښځې چې سیاسي او ټولنیزې فعالینې دي مکلفې دي چې په خپل عمل سره د نورو عامو افغان ښځو د حقونو خوندیتوب په پام کې ونیسي.
له پکتیکا وړاندې میدان وردګ ولایت ته تللی وم. هلته حالت ډير ښه وو چې د جینکو د زدکړې له بهیر نه راپور جوړ کړم، ما د ملیخیلو په کلی کې یوه کونډه میرمن ولیدله چې لا د طالبانو له واکمنۍ راهیسې یې په خپل کور کې په پټه د جینکو ښوونځی جوړ کړی و. د شنیز د کلی جینکۍ مې هم په یادې دي چې د ونو د سیورو لاندې یې زدکړې کولې، ما ته د هغو جینکو په سترګو کې د هیلو ځلا اوس هم په زړه ده. اوس به هم لا هغه ونې ولاړې وي خو جینکې یې ترلاندې سبق نه واي. ښايې هلته ویرې او ترهې د ماشومو جینکو په زړونو کې ځای نیولی وي.
نن مې ټلویزیون کې یوه افغانه ولیدله چې له بهرنه راغلې وه. د ښځو د ورځې په ویاړ يې سندره ویله، سریې لوڅ او جامې یې په بشپړه توګه د لویدیځ په مود وې. بیا هم نن ولس مشر ژمنه وکړه چې څو افغان ښځې به وزارتونو ته نوماندې کړي، نن ۶۸ښځې په پارلمان کې د ولس د استازو په توګه ناستې دي او ښایې د ښار یو شمیر نورې ښځې هم پر لوړو چوکیو مقررې شي. نن مې په ټلویزیون کې یو شمیر نارینه ولیدل چې بوکرې (بورقې) پر سر کړې وې. ویل یې نور پرښځو تاو تریخوالی او تیرې نه منو. بل خوا ته مې د ښځو د حقونو فعالینې ولیدلې چې زیړ زړوکي یې په غاړو کې اچولی وو او په دې توګه یې د ښځو له حقونو ملاتړ اعلان کړ. خو نن مې له تلویزیون نه په یو ليرې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د بد چلند، جنسي تیري او د بې وزلۍ خبرونه هم واورېدل. . .د محرومیت او بدمرغیو خبرونه.
او زما د کلي جینکو چې پرون یې ښوونځې نلرل. . . نن هم ښوونځې نلري.
ملالۍ شينواري
د خپريدو نيټه
اتم مارچ ۲۰۱۵ م

3 Comments

Add a Comment
  1. Der kha. Stha da khabara dera qeemathee da che hagha mairmane che pa pakhpal ye ilam hasil kare wee no dwee de da khpal kirdar pa zareea da paigham narai tha warkee che ilam khalaq pa lara kawee na che dwee belarai kegee.

  2. اسدالله صافی

    دیری وزورولم دی حقیقتونو الله دی ملالی شینواره همیشه سرلوری لره نور دی هم عزتمنده غوارم

  3. Who is gonna tell the women of this part of the world that they could be very much ‘women’, very much active yet with a clear touch of their own culture and tradition?

Leave a Reply

Your email address will not be published.