د ګندمک تړون

signing of Gandamak
په ۲۲ جولاۍ ۱۸۷۸ م کې د روسانو يوه استاځې ډله، بې بلنې کابل کې د اميرشيرعلي خان دربارته ورسېده. په کلکتې کې انګريزان چې خبر شول نو دوه اونۍ وروستو د دوی يو ليک اميرته ورسېدو چې د برطانيه د استاځو يوه ډله هم کابل ته درځي. تصادف داسې و چې د امير شيرعلي خان زوی او د ده له خوا نومول شوی ځای ناستی، عبد الله جان په ۱۷ اګست مړ شو. خو امير شيرعلي خان د روسي استاځو په مشوره انګرېزانو ته هيڅ ځواب ورنکړو.
د ستمبرپه ۲۱ نيټه د پيرنګيانو استاځي د جنرال چيمبرلين په مشرۍ، علي مسجد ته ورسېدل. هغلته د افغان پوځ مشر ورته د وړاندې تلو اجازه ورنکړه. د برطانيه حکومت دا خپل سپکاوی وګڼلو او په بل ليک کې يې د اميرنه غوښتنه وکړه چې ترنومبر د دوی نه بخښنه وغواړي او د دې پېښې قناعت بخښونکې وضاحت وکړي.
امير په ۱۹ نومبر د هند وايسرای ته يو ليک ورواستاو چې په ۳۰ نومبر کلکتې ته ورسېدو او په دې کې بخښنه نه وه غوښتل شوې. د دې نه وړاندې په ۲۱ نومبر انګرېزانو د افغانستان سره د جنګ اعلان کړی و. د دوی۲۰ زرو نه زيات پوځ د خيبر، کرمې او کوټې د لارې د افغانستان خاورې ته وردننه شو. امير شيرعلي خان دومره پوځي توان نه لرلو چې مقابله يې کړې وی. ده په ۲۳ دسمبر ترکستان ته پښې سپکې کړې چې د روسانو نه مرسته واخلي. خو په ۲۱ فبرورۍ ۱۸۷۹ م کې د بلخ سره نږدې مړشو.
د افغانستان نوی امير محمد يعقوب خان مجبور و چې د انګريزانو سره روغه وکړي. د ده او د برطانيه د حکومت ترمنځ د لومړيو ليکونو نه وروستو، د استاځو يوه ډله د جلال اباد نه ګندمک ته ورسېده او هلته يې خپل کمپ ولګوو. د دوی مشر کاويناري نومېدو او امير يعقوب ورته پيغام ورواستاو چې هغه به پخپله د دوی په کمپ کې ورسره وويني. په ۲۶ مۍ ۱۸۷۹ م کې امير ګندمک ته ورغلو چې د صلح تړون لاس ليک کړي. په دې تړون کې لس مادې وې. په متن کې محمد يعقوب ته هر ځای، اعلا حضرت، د افغانستان او د ده د واک نورو سيمو امير خطاب شوی دی. مونږ يې په لنډو يوازې د افغانستان امير ليکو.

د تړون متن
د برطانیي د حکومت او د افغانستان امير، ترمنځ دا لوظنامه په ګندمک کې په ۲۶ مې ۱۸۷۹ م کې وشوه چې اميرمحمد يعقوب خان له خپله اړخه او ميجر پي- ايل – اين کاويناري د برطانيه د حکومت استاځي وو.
۱. هغې ورځې نه چې دا تړون تصويب او پلي کېږي، له يوې خوا د برطانیه د حکومت او بلې خوا د افغانستان اميرمحمد يعقوب خان او د ده د ځای ناستو ترمنځ دوامداره سوله او ملګرتيا جوړوي.
۲.د دې تړون د تصويب او د پلي کېدو سره به د افغانستان امير د مکمل او پوره بخښنې اعلان کوي او خپل ولس به په دې نه ملامتوي چې د جنګ پر وخت يې د برطانیه د ځواکونو سره اړيکې ساتلې وې. په دې لړکې به ضمانت ورکوي چې داسې ټول کسان به، که د هرې يوې طبقې وي، د سزا يا شکنجې نه خوندي وي.
۳. د افغانستان امير دا مني چې د نورو هېوادونو سره خپلې اړيکې به د برطانيه د حکومت په مشوره او خوښه ساتي. امير به د برطانيه د حکومت له رضا پرته، نه د بهرنيو ملکونو سره خبرې اترې کوي او نه د بهرنيو ملکونو پر ضد جنګ کوي. د دې شرايطو په بدل کې د برطانيه حکومت د امیرملاتړ، او د خارجي حملې پر وخت، هرڅومره او هرځای چې مناسب وګڼي، ورسره د پېسو، وسلو او د پوځ مرسته کوي. که د يو بهرني يرغل د مقابلې لپاره برطانوي پوځیان افغانستان ته ورننوتل نو د خپل هدف د ترلاسه کولو نه وروسته، سمدلاسه به بېرته برطانوي سيمو ته ورستنېږي.
۴. اوس چې د برطانیه حکومت او د افغانستان امير ترمنځ مخامخ او صميمي تعلقات جوړشوي دي، د دې لپاره چې دا لا پياوړي او دعاليجاه د سلطنت سرحدونه ژغورل شوی وي، په دې راضي يو، چې د برطانیه يو استاځی به په کابل کې د مناسبې بدرګې او د ده د لوړې رتبې سره سم يو استوګنځای کې مېشت وي. په دې خبره هم راضي شوي يو چې که هر وختې د بهرنه څه پېښه وشوه او د برطانيه حکومت د دواړو ملکونو د ګټو لپاره دا ضروري وګڼله، نو خپل استاځي به د مناسبې بدرګې سره افغان سرحدونو ته ورواستوي. د افغانستان امیر پخپل وار دا حق لري چې د دواړو غاړو په رضا، یو استاځی د هند ګورنر جنرال او وایسرای دربار او یا برطانوي هند نورو سيمو ته ورواستوي.
۵. د افغانستان امیر، پخپلې قانوني خاورې د انګریزانو د استاځو خونديتوب او دوی سره د شريفانه چلند پړه پرغاړه لري. په بدل کې د برطانیه حکومت ژمن دی چې د ده استاځي به هېڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس نه وهي.
۶. د افغانستان امیر پخپله او د خپلوځای ناستو له خوا ژمن دی چې د برطانیه هغه وګړي چې د افغانستان په سيمو کې تجارت کوي، ورته خنډونه نه جوړوي. دوی به د برطانوي حکومت له خوا د سوداګرۍ اجازه لري او يا کله نا کله به د دواړو حکومتونو په رضا او د دوی ترمنځ شوي تړون له مخې تجارتي معاملې کوي.
۷. د دې لپاره چې د برطانوي حکومت او د افغانستان تر منځ د تجارت لاره پرانستې او څه خنډ پکې نه وي، امير په دې راضي دی چې تر خپله وسه، د افغانستان په معلومو سړکونو د تجارتي مال او د سوداګرو د خوندي تيرېدو ضمانت ورکوي. د دواړو حکومتونو په خوښه به دا سړکونه سم ساتل کېږي چې د عمومي ترافیک لپاره خلاص وي. او د لګښت لپاره به د دواړو خواو په خوښه په دې لاره تېرېدونکو د تجارت په مال ضروري ټکسونه او ګمرک اخيستل کېږي. او د دې لپاره چې د امير په خاوره عمومي تجارت خوندي او پرمختګ وکړي، د دې ملک د حالت په نظر کې نيولو سره، په کال کې دننه به يو بيل تجارتي لوظنامه وشي چې په هغې کې به بيل شرايط ليکلي وي.
۸. د دواړو ملګرو حکومتونو ترمنځ د رابطې د اسانتيا او د تجارتي اړيکو د روان ساتلو لپاره د کُرمې نه ترکابل پورې د ټيليګراف مزي وغځول شي. د دې د جوړولو لګښت به د برطانيه د حکومت پرغاړه او د ټيليګراف د مزو د خوندي توب پړه به د امیر په غاړه وي.
۹. د دواړو ملکونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د بيا راتازه کولو لپاره، لیکل شوي مادې تصويب شوي دي، د برطانيه حکومت، د کندهار او د جلال اباد ښارونه او د کورمې، پشين او سيوۍ نه پرته هغه ټولې سيمې چې اوس د برطانيه پوځ په لاس کې دي، د افغانستان امير ته بېرته ورکوي. اميرافغانستان پخپل وار راضي دی، چې د کورمې، پشين او د سيوۍ ضلعې، هغسې چې په مهالوېش کې يې حدونه په نښه شوي دي، د برطانوي حکومت ترادارې او کنټرول لاندې پاتې شي. د دي مانا ده چې يادې شوې ضلعې به امانت سپارل شوي ګڼل کېږي، او د افغانستان له سلطنت به په مستقله توګه پرېکړې نه وي. او د یادوضلعو مالیه به د انتظامي لګښتونو له پرېکولو وروسته بقايا به عاليجاه اميرته ورکړې کېږي. د برطانيه حکومت به د خیبر او د مېچني د درو کنټرول پخپل لاس کې لري چې د جلال اباد او پېښور ترمنځ دي او په دغو درو کې ميشتو ازادو قبايلو سره نيغ په نيغه خپلې اړيکې وساتي.
۱۰. د دې لپاره چې د افغانستان امیر خپل قانوني واک وساتي او هم پورته ليکل شوي شرایط په صادقانه ډول ترسره کړي، د برطانيه حکومت ورسره ژمنه کوي چې امير او د هغه ځای ناستو ته د کال (۶۰) شپيته زره پونډه د امتياز په توګه ورکړي.
دا تړون په ګندمک کې په ۲۶ مې، ۱۸۷۹ م چې د جمادي الثاني ۴ نيټه د ۱۲۹۶ هجري، لاسلیک شو.
امیر محمد یعقوب خان
اين- کاويناري (ميجر)
د ګندمک تړون د هند د وايسراې لارډ ايډورډ رابرټ بلوار ليټن له خوا په ۳۰ مۍ ۱۸۷۹ م کې تصويب شو. د دویم افغان جنګ لومړی پړاو د ګندمک د تړون سره پای ته ورسېدو. خو له دې وروستو د دويم افغان جنګ دویم پړاو پېل شو چې د ۱۸۷۹ م نه تر ۱۸۸۰ م جاري و.
د سپتمبر په ۳ نيټه ۱۸۷۹ م په هرات کې د امير يعقوب خان د پوځ درې ډلګۍ چې د څو مياشتو معاش ورته نه و، ورکړل شوی، کابل ته راورسېده. دلته د امير د کابليۍ ډلګيو سره په شخړه شول او ناڅاپه د کابل خلک هم ورسره مله شول، د برطانيې په سفارت يې يرغل وکړو او هلته ميشت ټول کسان يې ووژل چې ميجر کاوېناري هم پکې و.
د اکتوبر په مياشت کې د انګرېزانو پوځ د جنرال فريډريک رابرټس په مشرۍ کابل ته وردننه شو. د کابل لرغونې سرپوښ بازار وسوځول شو او بالاحصارځينې ودانۍ يې په توپو والوزولې. هغه کسان چې په دې پاڅون کې د لاس لرلو شک پرې کېدو، غرغره شول. په ۱۳ اکتوبر، انګريز پوځ د کابل په لارو کې د برياوو مارچ وکړو او داسې يې وښودله چې دوی افغانستان د تل لپاره ونيولو. برطانيه نه غوښتل چې د کابل بيا داسې چا ته وسپاري چې هغه د انګريزانو ته سرخوږی جوړ کړي. دوی يعقوب خان د تخت نه لېرې کړو او هند ته يې ورواستوو. عبد الرحمان امير و ټاکل شو چې په ۲۲ جولاۍ ۱۸۸۸ م کې يې واک تر لاسه کړو. له دې وروستو انګريزانو د افغانستان له خاورې خپل پوځ وويستلو.
سرچينې
۱. افغانستان او سرحد، يوه تاريخي جائزه- پروفيسر عبد الحئ، حاجي فقير محمد اينډ سنز، يونيورسټي ټاون پيښور- ۱۹۸۸ م ۲۰۸ مخ
۲. وحشي پوله- د شمال لوېديځ سرحد د صوبې حال. جولز سټوارټ. سټن خپرندوی، ۲۰۰۷ م- ۷۸ مخ.
دخپريدو نيټه
۱۱ مارچ ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment
  1. Saifullah Kowshir

    ټـــــــولــــــو پرګنو خپله خپلواکي واخيسته خو لـــــــه بدشـــامته پښتانه اوس هم د نورو په خوښه دخپل واک دګـــــــــــــدۍ د يوڅو ورځو ساتلو لپاره پسې سر نه خوږوي…بس هسې ځانــــــــونه راته له ټولو پرګنو لــــــــــوړ او مېړني برېښي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *