د پېښور بالا حصار په پېښور کې د يوې شاهي استوګنځي زکر تر ټولو لومړې ۶۳۰ م کې د چن نامتو بودايي راهب خوان زانګ وکړو. دی پخپلو يادښتونو کې د ماڼۍ لپاره يو چيناي تورې “کنګ شينګ” کاروي. دی ليکي چې دا د ښار په هغې برخې کې و چې دېوال ترې تاو و. هغه د ښار په […]
زبېښاک – ناول دا ناول په ۲۰۰۲ م کې د پېښور اېډمين پرېس له خوا چاپ او خپور شو. د دې ناول کيسه د هند د وېش نه وړاندې د پښتونخوا د يو کلي د ژوند انځور دی. د ناول مرکزي کردار کونډه زهره ده چې د خپلو اولادونو د ژغورلو لپاره ښار ته کډه کوي. بيا د […]
د ويدونو ورک سيند د اريايانو په ويدي سندرو کی د پنجاب سيمه د “سندهوس” په نوم ياده شوې ده چې مانا يې د اوو سيندونو خاوره وه. دا سيندونه، اباسين، جهلم، چناب، ستلج، بياس، راوي او سرسوتي ( سرس وتي) دي. سرسوتي د هغو نورو سپېڅلو سيندونو مشر ګڼل کيدو او دا يواځينې سيند دی چې د اريايانو […]
په باميانو کې رنګ او روغن په ٢٠٠٦ کال کى د بامېانو د يو غار په دېوالونو د اوومى ميلادي پېړۍ جوړانځورونه وموندل شول چې د لوګي په تور والي کې پټ وو. د باميانو دا غارونه د هغو لويو بودايي مجسمو شا و خوا د راهبانو له خوا د عبادت ځايونو په توګه کاريدل او د جاپان لرغون پوهانو دلته […]
د اشنغر حقيقت اوس خلک په دې باور دي چې اشنغر يا هشت نګر د هغو اتو کليو نوم دی چې د سوات سيند پر کيڼه غاړه اباد دي. پړانګ، تنګي، اتمانزي، ابازي، ترنګزي، عمرزي، شېر پاو او رزړ د ډېرو له اند اشنغرګڼل کېږي. که چارسده هم ورسره يو ځاې شي نو دا بيا نهه کلي شول. […]
د سلطان غوري انځور يو سړي په لوې بالښت ډډه لگولې او پر فرش ناست دی. د ږيرې او د برېتو وېښته يې تور دي. سپينې جامې يې په غاړه دي، شين (زرغون) پټکې او هم هغسې يو څادر يې په اوږه تاو کړې دی. دا د يو البم پاڼه ده چې د لاجورد او د سرو زرو حاشيه […]
شاريزۍ – د ملالۍ شينوارې ليکنه زما خدای بخښلې نیا به چې کله مونږ ته د کلي په اړه کیسې کولې نو ځینې داسې لغتونه به یې کارول چې په ښاري پښتو کې مونږ ته نا پېژاندي و. لکه شاریزۍ ، بغرۍ، جوسه او داسې نور. خو کله چې زه د لمړي ځل لپاره کلي ته ولاړم نو پوه شوم چې […]
د کېلاش او د مزار جنډې بلخ ولایت ته زرګونه افغانان او بهرنیان هر کال د مارچ په مياشت کې ورځي چی په مزار شریف کې د جنډی د پورته کیدو دستوره کې ګډون وکړي. د جون په مياشت کې د تبت بودايان د کېلاش غر ته روان وي چې هلته د جنډې پورته کيدو په مراسمو کې ورګډ شي. زيات […]
په سرخ کوتل کې څه وو؟ د کابل نه مزار ته په لاره د پل خمري نه په ۱۰ ميل په فاصله يوه ځاې د سورکوتل غونډۍ د کافر کلا په نوم شهرت لرلو. په ۱۹۵۱ م په سر کې د قطغن والي اسماعيل خان د عمومي سړک نه د غونډۍ په ختيځ کې د يو سړک جوړولو تابيا وکړه. کله […]
خطاطي – د ياسمين حسين معلومات يو وخت هغه خلق چې په لاس به يې ښکلې ليکنه کوله، د خطاط په نوم ياديدل. د اسلام د خپرېدو سره د اېشيا ځينې ژبې لکه ترکي، فارسي، پښتو، بلوڅي، سندهي او داسې نور په عربي ليکدود کې وليکل شوې. ترکي ليکدود په شلمې پېړۍ کې د عربي نه لاطيني ته واړول شو. د […]