
په هندوستان کې د پښتنوغونډ ( پټهان رجمنټ) د هغه پوځي ډلې نوم و چې د نولسمې پېړۍ په پای کې برطانويانو له خوا جوړ شو.
د اتلسمې پېړۍ تر پای د هند روهیلکهنډ نوابي ختمه او شاو خوا ۲۰ زره پښتانه جنګیالي، نورو سیمو ته ووتل. کله چې برطانوي ایسټ انډیا کمپنۍ په بنګال کې خپلې پښې ټینګې کړې نو د تجارتي خونو د حفاظت لپاره يې خپل پوځ ساتلو. خو د دوی شمیره به لږ وه او “لارډ کلایو” په لومړي ځل د هندي نژاد سپایانو یوغونډ جوړ کړو چې “بنګال رجمنټ” نومیدو. راتلونکی نیمه پېړۍ دغې ځواک کې مرهټه او د نورو قامونو ځوانان هم برتي کیدل. د روهیلکهنډ پښتانه هم د خپل جنګي مهارت له کبله د برطانوي پوځ په مختلفو دستو کې يې اخیستل.
په ۱۸۵۷م د خپلواکۍ پاڅون (غدر) چې د میرټ له چاوڼۍ هم دغو روهیله پښتنو پېل کړو، مشر يې بخت خان و. یو کال وروسته برطانوي حکومت، هندوستان د کمپنۍ د لاس نه واخیستو او د برطانوي پوځ “لیفټنټ ایډورډ ډینډریچ” په شاهجهانپور کې په لومړي ځل د سرکاري پوځ یو غونډ تشکیل کړو. په دې کې زیات د پنجاب سیکان او د شمالي سیمو هندوان وو.
په ۱۸۶۱م کې دغه دستو ته به يې “۴۰ بنګال پلي عسکر ویل. لږه موده کې د پښتنو پوځیانو شمیره پکې زیاته شوه نو دا يې “۴۰بنګال-پټهان پلي غونډ ونومولو. تر هغې پنجاب او صوبه سرحد هم د انګریزانو په لاس کې شو نو په ۱۸۸۸م کې دغې رجمنټ د تورغر (هزارې) په جنګونو کې برخه واخیسته. په ۱۸۹۰م کې دا غونډ د بنګال پوځ نه بېل او “۴۰ پټهان پلي ځواک” نوم يې ورله ورکړو.
تر ۱۹۰۱م دا یواځینې رجمنټ و چی ټول سپایان يې پښتانه وو. دوی به يې د پښتونخوا نه لیرې، د هند نورو سیمو کې ساتل ځکه انګریز پرې باور نه کاو. دوی به يې په ټوکو د علی بابا د کیسې ” څلویښت غله” بلل.
په ۱۹۰۳م کې برطانوي وایسرای لارډ کیچنر په اصلاحات کې د پنجاب مسلمانان او ډوګره ( کشمیري) هم په پټهان رجمنټ کې ورګډ شول. کال وروسته دوی يې تبت ته د برطانوي سفارت د ساتنې لپاره واستول. د لومړي نړۍ وال جنګ ( ۱۹۱۴م) په وخت ځینو پښتنو پوځیانو د عثماني خلافت په ضد د وسلې کارولو څخه ډډه کوله. هم هغه وه چې پټهان رجمنټ په هانګ کانګ کې وساتل شو. کال وروسته، دا فرانس ته جنګ لپاره يې واستاو. د دې ځوانانو د بلجیم د ” یپریس” په دویمه جګړه کې ډېره میړانه وښودله او په ۲۶ اپریل د ” اوبرز ریج” او ” لووز” په جنګونو کې يې ۳۲۰ سپایان ووژل شول. په دسمبر کې دغه کنډک ختیځ افریقا ته لاړو چې د ۱۹۱۸م تر پېل په میړانه وجنګیدل. هلته د دوی ۴۰۰ نه زیات پوځیان مړه شول او د لوی جنګ تر پای، د دې رجمنټ ۸۰۰ ځوانان مړه او ۱۰۶۶ د ناروغۍ یا د ټپونو د لاسه بیکاره شول.
د پټهان رجمنټ نه علاوه هم په لومړي نړۍ وال جنګ کې ۲۸ زره پښتانه د یورپ په مختلفو محازونو د برطانیې لپاره جنګیدل. په ۱۹۱۹م کې د دریم افغان جنګ په وخت دغه رجمنټ د ډیورنډ کرښې سره نزدې وساتل شو.
په ۱۹۲۲م کې دا غونډ د ۱۴ پنجاب رجمنټ، پینځم بټالین او د هند له ویش(۱۹۴۷م) څخه وروسته د پاکستان پوځ برخه شول.
صفیه حلیم