روس کیپل


د خیبر په سیمه کې ځینو سپین ږیرو ته اوس هم د” پیرنګي ماما” او د “اپریدو پېرنګي” کیسې یادې دي.
د شلمې پېړۍ په پېل کې د صوبه سرحد (خیبر پښتونخوا) کمشنر “سر جورج روس کیپل” کمیس پرتوګ په غاړه، پټکی په سر، روانه پښتو کې ولس سره خبرې کولې. کله کله یو متل یا شعر به يې هم ورګډ کړل.
روس کیپل په خټه انګریز نه و ځکه د ده پلار په ځوانۍ کې د سویډن نه لندن ته ورغلی او د سبق نه وروسته هم هلته میشت و. جورج په ۱۸۶۶م کې وزیږېدو او د سبق نه وروسته په برطانوي پوځ کې لیفټنټ ( بریدمن ) برتي شو. په ۱۸۹۱م کې ده د برطانوي باچا جورج (اووم) معشوقې “ایلس” سره واده وکړو چی د اوسنۍ ملکې “کیمیلا” د نیا مور وه. دده دوې لوڼې وزیږیدې او روس کیپل یوولس کاله وروسته په لوړه عهده هند ته لاړو.
په ۱۸۹۳م کې ده په قبایلي سیمې کې پوځي خدمتونه تر سره کول او هم هغه وخت يې پښتو ‌به زده کړه. په ۱۸۹۷م کې دی د خیبر ایجنسۍ سیاسي استاځی او بیا لنډ وخت لپاره د ملیشیا کوماندان شو. د خیبرایجنسي د پولیټیکل ایجنټ په توګه روس کیپل، اپریدو او شینوارو ته ډېرامتیازات او پېسې ورکړې چې د خیبر دره بنده نکړي. د دې سیاست له کبله هغه به يې دیر، سوات او چترال کې د یوسفزو او نورو قامونو سره د جرګو لپاره ورغوښتو. خو په ۱۸۹۹م کې کرمې کې د څمکنو خلاف جنګ کې يې هم برخه واخیسته.
په ۱۹۰۱م کې دی د وزیرو د ناارامي ختمولو لپاره ټوچي درې ته ورغلو او بیا د روغې لپاره هغوی ته يې لویه پانګه ومنله. هم هغه کال، ده “ګنج پشتو” او “تاریخ سلطان محمود غزنوي”(‌ژباړه) ولیکل چې د پوځي افسرانو لپاره د پښتو درسي کتابونه وو. له ۱۹۰۳م روس کیپل د برطانوي خارجه وزارت د مشاور په توګه خپل حکومت ته د افغانستان او قبایلو په اړه مشورې ورکولې. دی د اپریدو د زخا خیل قام خلاف د بازار درې د میداني ځواک مشر و.
په ۱۹۰۸م کې د صوبه سرحد مشرکمشنر”هیرالډ ډین” وفات شو نو “کیپل” د هغه ځای واخیستو. د ده په دور کې صوبه سرحد په مختلفو ښارونو کې د سړکونو او د اوبو خوړ کار چټک شو. ده به قبایلي سیمو ته پخپله سفرونه کول او په جرګو کې د دوی د سیمې حال اخیستو. ده د پښتنو روایات او رواجونو درناوي نه علاوه د سیمې بې روزګاره ځوانانو لپاره د خاصه دار او لیویز ځواک جوړ کړو.
جورج د یو سیاست پوهه نه علاوه مستشرق (ختیځ پوهه) هم و چې د پښتو ولسي ادب، ګرامر او لغات د راټولولو لپاره يې د پښتونخوا لوستي خلک په کار ولګول. د ده په هڅو د پښتو ځینې قدیم نسخې خوندي شوې چې په برټش لایبریري او د پیښور ګورنرهاوس کې وساتل شول. د روس کیپل یو مشهور قول و چې “زه به هڅه وکړم چې د قبایلي مشرانو راتلونکی نسل سبق ووایی او دا زده کړي چې پیرنګیان او د دوی انتظام دومره تور نه و لکه چې دوی يې ګڼي. ”
د انګریز حکومت پلویان چې مشر يې صاحبزادہ عبدالقیوم خان و، د روس کیپل په ملاتړ، د علیګړه په شان، یو تعلیمي ادارې جوړولو لپاره د پانګو په راټولولو بوخت شول. په ۱۹۱۳م کې د دار العلوم اسلامیه د جوړیدو سره هغه د کیمبرج پوهنتون فارغ شوی یو ۲۴ کلن ځوان عنایت الله ( مشرقي) د دې اداری معاون او بیا په ۱۹۱۷م کې پرنسپل وټاکلو. ده وروسته د هند د خپلواکۍ لپاره د خاکسار تنظیم جوړ کړو.
د لومړي نړۍ وال جنګ ( ۱۹۱۴-۱۹۱۸م) په وخت روس کیپل، “خیبر او پیواړ” درو کې د هند د نورو سیمو پوځ وساتلو. د ۱۹۱۵م په پېل کې جورج په پښتنو د جرمني او عثماني ترک اغیز ختمولو لپاره، د جرګو یوه لړۍ پېل کړه. ده د برطانوي کومکونو لاره خلاصه او د جنګ په څلورو کلونو کې صوبه سرحد د روس کیپل په دغې پالیسۍ ارامه و. په ۱۹۱۹م کې د امیر امان الله خان په اشاره قبایلو د انګریزخلاف پاڅون وکړو چې په تاریخ کې دریم افغان جنګ په نوم مشهور دی. روس کیپل د دې جنګ د جاري ساتلو طرفدار اوغوښتل يې چې د افغانستان پښتنې سیمې هم د صوبه سرحد سره یو ځای کړي. خو د هند وایسرای “لارډ چیمسفورډ” او د برطانیې خارجه وزیر “هیملټن ګرانټ” د دې مخالفت کاو.
هغه وخت پښتونخوا ته د پوځیانو نه علاوه، ملکي خدمتونو افسران، عیسایی مبلغین او د ډاکټرانو نه علاوه د یورپ د نورو ملکونو لرغون پوهان، د ‌ژبو ځېړونکي، لیکوالان او ‌ژورنالیسټان ورتلل. روس کیپل، د خپل منشي عبد الغني او صاحبزاده عبد القیوم په مرسته په ۱۹۲۲م کې د پښتو لار ښود (رهنما) ولیکلو. د دې په لومړۍ برخه کې د پښتو، هندي او فارسي هغه توري یو ځای کړل چې په عربي کې نه وو. په دویمه برخه کې د ابتدای او لوړې درجې پښتو نصاب د انګریز پوځیانو د ‌ژبې د امتحان لپاره وه. په دریمه برخه کې د پښتنو د عادي ‌ژوند کې کاریدونکی جملې او ټکي وو. په پای کې د نورو ختیځ پوهانو لیکلی کتابونو او د رهنما فهرست و. دی د هغې کمیټې مشر و چې د برطانوي پوځیانو نه به يې د پښتو امتحان اخیستو.
جورج روس کیپل په ۱۹۲۰م کې دی په سرکاري توګه د پوځ نه تقاعد شو نو د صوبه سرحد نه په تلو سخت خفه و. په هم دې غم هغه په ۲۱ دسمبر ۱۹۲۱م کې د ۵۵ کالو په عمر کې وفات شو. ده په خپل ژ‌وند کې د حکومت او شاهي دربار له خوا لوړ انعامونه وګټل چې د “هند ستوری” او د نوابۍ خطاب يې مهم وو. په اسلامیه کالج ( پوهنتون) کې یو هال د روس کیپل په ویاړ ونومول شو چې پکې د ده یو لوی انځور ځړېږي.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *