ډیورنډ او ډیورنډ

د ډیورنډ په نوم دوه انګریزان د پښتونخوا په تاریخ کې لاس لري. یو يې پلار هنري ماریان ډیورنډ او بل د ده زوی هنری مورټمر ډیورنډ دی.
ماریان ډیورنډ د برطانوي سپاره پوځ افسر، میجر هنري پرسي زوی و چې په اتلسمې پېړۍ کې د نپولیان سره په جنګونو کې قید شو. هلته یوې فرانسوي جینۍ ماریان، سره يې مینه وشوه او په ۱۸۱۲م کې ماریان وزیږېدو. دی او ورور يې په وړکتوب، یتیم او یسیر شول نو د پرسي یو ملګری “ډین” پخپلو وزرو کې واخیستل. ماریان اتلس کاله وروسته د ایسټ اندیا کمپنې د پوځي پوهنځي نه فارغ شو. په ۱۸۲۹م کې دی هند ته روان و چې بېړۍ يې په سمندر کې غرقه شوه. ډیورنډ ترې ژوندی راووتلو او په ۱۸۳۰م کې د بنګال رجمنټ افسري تر لاسه کړه. په ۱۸۳۴م کې ده د پوځ نوکري پریښوده او انجینیرانو په ډله کې افغانستان ته لاړو. په کابل کې د لومړي جنګ په وخت کله چې برطانوي پوځ، بالاحصار افغانانو ته پریښودو نو ماریان پرې سخت احتجاج وکړو، استعفا يې ورکړه او بیرته هند او بیا وطن ته لاړو. په انګلستان کې ده د لارډ ایلنبرو سره وپیژندل او هغه د خپل شخصي منشي په توګه بیا له ځانه سره هند ته بوتلو. په ۱۸۴۳م کې کپتان ماریان ډیورنډ، د یو میجر جنرل لور، میري سره واده وکړو. هم هغه کال ده د ګوالیار په جنګ کې میړانه وښودله او میدل يې وګټلو. دی د برما په سرحد یوې غرنۍ سیمې کې کمشنر و خو دوه کاله وروسته له ملازمت وشړل شو. هغه انګلستان کې د ایسټ اندیا کمپنۍ دفتر ته ورغلو، احتجاج يې وکړو نو د یو سفارشي لیک سره بیا هند ته لاړو. هلته لارډ ډلهوزي دا لیک نه منلو او دی يې بیرته پوځ کې شامل کړو. ماریان ډیورنډ په “جلیانواله” او ګجرات کۍ د سیکانو سره په دویم جنګ کې ورګډ و خو اخر ملکي ملازمت يې واخیستو. دی پرله پسې د ګوالیار، بهوپال او په ۱۸۵۳م کې د ناګپور استاځی شو. ده د کمپنې یوې مجلې “کلکته ریویو” لپاره د هند تاریخ، کلچر او رواجونو په اره مضامین هم لیکل. بیا خپله کورنۍ يې انګلستان ته بوتله او درې کاله وروسته په ۱۸۵۶م کې د لیفټنټ کرنل په توګه، بیرته هند ته لاړو. په اپریل ۱۸۵۷م کې دی د ایندور استاځی و خو په جون کې د مرهټو یوې ډلې هلته په برطانوي چاوڼۍ حمله وکړه. پوځ دا حمله په شا وتمبوله نو ډیورنډ ټول ملازمان د ” سیهور او هوشنګ اباد په لاره، بمبۍ ته وویستل. د “مئو” په کلا کې راګېر پوځ د خلاصون لپاره يې یوه ډله واستوله. په اکتوبر کې له ” دهر” او منډی سور څخه يې هم باغیان وویستل.
د غدر څخه وروسته ډیورنډ بیرته انګلستان ته لاړو او څه موده د خارجه وزارت مشاور و خو په ۱۸۶۱م کې يې له دغې عهدې استعفا وکړه. په ۱۸۶۵م کې دی په هند کې د ګورنر جنرل پوځي مشاور او بل کال میجر جنرل په توګه د ملکې وکټوریه له خوا د “هند ستوري” میډل يې واخیستو.
ماریان ډیورنډ د هند په ولس کې ښه شهرت لرلو ځکه ده د انګریز د ځینو ظالمانه پالیسیو مخالفت کاو. په ۱۸۷۰م کې دی د پنجاب لیفټنټ ګورنر په توګه صوبه سرحد ته لاړو. په ۳۱ دسمبر دی د ټانک نواب سره په هاتي سپورو د ښار لوی دروازې ته روان و. د هاتي “هوده” له دروازې اوچته وه نو دا چوکاټ سره وجنګیدو او ماریان ډیورنډ ښکته پریوتو. د ۵۸ کلن ماریان په مرګ “بنوڅیانو” افسانه جوړه کړه چې هغه یو پښتون په ګولۍ ویشتلی و. ماریان ډیورنډ د ډیره اسمعیل خان په سینټ ټامس چرچ کې خښ او څلی يې تر اوسه شته.

د ده څلور اولادونه وو چې دویم زوی، هنري مورټمر په ۱۴ فروري ۱۸۵۰م د بهوپال په سیهور کې وزیږېدو. ده خپلې زدکړې په بړوده او بیا انګلستان کې تر سره کړې. د پلار له مړینې څو میاشتې د مخه مورټمر ملکي ملازمت پېل کړو. د دویم افغان جنګ ( ۱۸۷۸م نه تر ۱۸۸۰م) په وخت دی کابل کې د جنرل فریډریک رابرټس سیاسي سکتر او هلته يې فارسي ژبه زده کړه. په ۱۸۸۸م کې مورټمر په شمله کې د خپل پلار په نوم د فټبال د لوبو جام بن سټ کیښودو چې ” ډیورنډ کپ” نومېږي.
په ۱۸۹۴م کې دی په تهران کې برطانوي سفیر وټاکل شو خو د ده کار سخت و ځکه د پارس قاچاري باچا د روس تر اغیز لاندې و. په پارلیمان کې د برطانیې محافظه کار ګوند په ډیورنډ نیوکې کولې چې د روسانو سره نرم چلن کوي. بل خوا دی د روسانو بدي شو ځکه د سرحدونو په مذاکراتو کې به يې سختي کوله. په ۱۸۹۳م کې دی د افغانستان د سرحدونو ټاکلو لپاره، د برطانوي استاځي په توګه، کابل ته ورغلو. درې کاله ده د روس او ایران سره مذاکرات کول او اخر په ۱۸۹۶م کې د امیرعبد الرحمن سره يې یوه لوظنامه وکړه چې تر اوسه ورباندې ناندرۍ وهل کېږي.
مورټمذ ډیورنډ خپل حکومت ته مشوره ورکړه چې قبایلو سره د جنګ په ځای، هر قام ته د میاشتې جیره ( پېسې) وټاکي. دی د سیستان په اهمیت پوهیدو او د ده په هلو ځلو په ۱۸۹۶م کې د کوټې او نوشکي (ایران) تر منځ د تجارت بنده لاره بیا پرانستل شوه. د ده په مشوره برطانوي ډپلوماټیانو نه د روزنې کورسونه جوړ شول او په سفارتونو کې لوستي او د سیمې نه باخبره کسان ساتل کیده. هم هغه وخت د هند په لویه وچه او افغانستان کې د ټیلیګراف پای ودرول شوې. په ستمبر ۱۸۹۹م کې ډیورنډ د خپلې میرمنې او د سفارت نورو غړو سره د فارس جنوب ختیځ ته سفر وکړو. د ده هدف، د اصفهان نه “کارون سیند” سره سره د تجارت نوی لاره لټول وو. د دوو نیمو میاشتو په دې سفر کې مورټمر ډیورنډ د پارس او ترکي ترمنځ د سرحداتو جاج واخیستو او نقشې يې جوړې کړې. بیا خپل حکومت ته يې راپور ورکړو چې ددوی توان او پېسه کومو سیمو کې پکار ده.
په ۱۹۰۰م کې ډیورنډ، اسپانیې او بیا واشنګټن کې سفیر و. په ۱۹۰۶م کې له تقاعد وروسته، هغه د خپلو سفرونو نه علاوه په ۱۹۰۸م کې یو تاریخي ناول “نادر شاه” ولیکلو. د خپل پلار بایوګرافي نه علاوه د میرمنې سره په ګډه څو کتابونه ولیکل. دی په ۸ جون ۱۹۲۴م کې د سمرسټ ” پولډن” کې مړ او هم هلته خښ دی. د ده دوې لوڼې وې او د لیکونو نه علاوه د ده اسناد اوس په برټش لایبریري کې پراته دي.

د ” ډیورنډ کپ” لوبه اوس هم کېږی او د ۲۰۲۴ لوبه په کلکته کې د اګست کې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *