د غور امريکاي باچا

د متحده ايالاتود پينسلوانيا ايالت په ميوزيم کی په پارسي ژبی دوه سوه کاله پخوانې يو سندايښي دي. دالوزنامه يوافغان سردارمحمد رفيع بيگ لاس ليک کړی دی. په سند ليکلي دي چې جوسايا هارلن د سردار” د حکومت بش پړه واک او اختيار پخپل لاس کی لري” جوسايا هارلن وروسته د غورد باچا په نوم شهرت وموندلو چې د افغانستان په خاوره گام ايښونکې لومړی امريکاي و.
جوسايا هارلن،په ۱۷۹۹ م کی د پنسلوانيا په ايالت کی وزيږيدو. نهه وروڼه خويندې يې لرلې او پلاريې په فلاډلفياکی تجارت کوو. په ۱۸۱۶ م کی جوسايادپينسلوانيا د طب پوهنځي کی داخل شوخو پلار يې دده شوق وليدو نو په يو بار اوړونکې تجارتي بيړۍ کی يې ورته کاروموندلو. ده خپل لومړې سفرکلکتې ته وکړو.
په ۱۸۲۴ م کی د بريطانوي ايسټ انډيا کمپنۍ ته په برما کی د جنگ پروخت مسلکي ډاکټران پکارو. جوسايا د جراح (ډاکټر) په حيث ځان رجسټرکړواود کلکتې په عمومي روغتون کی په کار وگومارول شو. دوه کاله وروستو ده ملازمت پريښود او لوديانې ته ولاړو چې هغه وخت پنجاب سره د بريطانوي هند وروستۍ پوله وه. د افغانستان شاه شجاع هم په لوديانه کی د انگرېزانوپه معاش د کابل د تخت نيولو هلې ځلې کولې. ده باچا ته پيغام ورليږلې وچې ورسره ليدل غواړي او يو ماښام لوړ دنگ جوسايا کميس پرتوگ اغوستې، شړۍ له ځانه تاو کړی، هغه کور ته ورغلوچې د افغانستان باچا پکې ميشت و.
هلته يو تن د ملا شکور په نوم ورته هر کلې وويل چې د شجاع وزير، ملا او د پوځ د کوماندان دندی يې ترسره کولې. هارلن دده په اړه ليکي، ” دی لنډ او چاغ سړی و. لوی لوی څڼې يې د پټکي د ولونو نه ښکاريدل چې په اوږه يې پراته و. ددی لويو ويښتو يوسبب و، هغه دا چې د ملا شکورغوږونه څو کاله د مخه شاه شجاع له خوا پری شوي و.” د شاه شجاع سره په خبرو کی هارلن وړانديز وکړو چې دی به په پټه کابل ته ولاړشي او هلته به دده ملاتړي راټول او بغاوت ته تيارکړي.
شاه تری پوښتنه وکړه چې په بدل کی هارلن څه غوښتل. ده ورته وويل، د برياليتوب نه وروسته دی به د افغانستان د وزيراعظم په توگه کار کول غواړي. شاه څو شيبې غلې و او له سوچ وروسته يې ورته وويل، “زه ستا خبره منم ، ما ته د کابل د اوړي او د ژمي ماڼۍ راکړه چې زه پکی ژوند وکړم او د نورسلطنت کاروبار به ستا په لاس کی وي.”
د شاه سره د ملاقات نه وروسته هارلن د لوديانې په يو درزي د امريکې بيرغ وگنډلواو د ښار په څنډو يو ميدان کی يې د بانس لرگي په سروځړوو. د پوځ لپاره دتکړه ځوانانوپه برتي کولويې لاس پوری کړو. په لوديانه کی ميشتو انگريزانو د هارلن په اړه خپلو ليکنو کی ويلي دي چې ده د ستلج سيند لويديځ کی ترافغانستان باچا کيدل غوښتل. هارلن خپل پلان انگريز استاځي ويډ ته وويلو خوده تشويق نکړواوکلکتې ته يې پخپل ليک کی وويل چې دی به د هارلن څارنه کوي.
څه موده وړاندې د انگريزانو يو جاسوس وليم مورکرافټ په افغانستان کی د ( کندوز) مراد بيگ له خوا وژل شوی اود هغه تجارتي مال او اسونه يې تری شوکولي و. اوس دوي غوښتل چې څوک هلته ورشي او د مراد بيگ نه د مورکرافټ بدل واخلي. د کلکتې په مشوره ويډ هارلن ته ددی کارلپاره د پنځوسو او شپيتو زرو ترمنځ د روپو ورکولو ژمنه وکړه. دا ډيرې پيسې وې او هارلن پری د ۱۸۲۷ م پورې سل پوځيان تربيه کړل چې پکی هندو، مسلمان او سيکان شامل و. هغه په دی کسانو باور نه کوو ځکه دوي د هندبيلا بيلو سيمونه فراري پوځيان و.
په ۱۸۲۷ م نومبر په اوومه نيټه هارلن د شاه شجاع د ليکونو او د سرو زرو د څو سوه سيکو سره د پيښور د لارې کابل ته ولاړواوهلته يې د اميردوست محمد خان ميرني ورورجبارخان سره وليدل. جبار خان پخپله هم دتخت غوښتونکې او په پټه د ورور د سيال شاه شجاع سره يې لاسونه يوکړي و. هارلن چې په کابل کی دحالاتوجاج واخستو نو پوهه شو چې امير دوست محمد خان په خلکو کی ښه نوم لرلو. هم دا وه چې هارلن خپل نظر بدل کړو، اميردوست محمد ته واوختواو هغه څه چې د شاه شجاع لپاره يې په نظر کی نيولي و، اوس د هغه د رقيب لپاره مناسب گڼل.
دی په ۱۸۲۹ م کی بيرته لاهور ته ولاړو او يو فرانسوي جنرال ژان فرانسوه اېلرډپه واسطه د مهاراجه رنجيت سنگهه سره معرفي شو. هغه له خوا پرله پسې د دريو سيمو والي وټاکل شو.
په ۱۸۳۸ م کی هارلن يو وارې بيا په افغانستان کی د دوست محمد خان مرستې ته ولاړو. داځل هغه د افغانستان په شمال کی د يو لښکروړلودنده په غاړه واخسته. په دی لښکر کی ۱۴۰۰ سپاره، يولس سوه پلي عسکر او ۱۵۰۰ نور خدمتيان، دوه زره اسونه، څلورسوه اوښان او يو پيل شامل و. د دوست محمدخان يوکشرزوې د يو منشي په بدرگه هارلن سره مله و.
د يو سخت سفرنه وروسته د غوربند د لارې، کله چې دی د ” هندي قفقاز” (هندوکش) لوړو څوکوته ورسيدو نو هلته يې د امريکاي بيرغ د پورته کولو مراسم پرځاې کړل. هارلن په دی پوځ کی لوې شمير هزاره د کومکيانو په توگه واخستل چې د ازبک سردارمراد بيگ د مرئيتوب نه په لرزان و. د سيغان کلاهغه وخت ديو بل سردار په لاس کی وه چې د تاجک مرئيانو تجارت يې کوو. د هارلن لښکر داکلامحاصره کړه ، چاپيره يې توپې ولگولې اوپه بمباريې دا ړنگ کړه. په نتيجه کی يو شمير نورو جنگ سالارانوورته جرگې وکړې او دده ملگري شول.
يوځاي سردار چې محمد رفيع بيگ هزاره نوميدو، هارلن ته خپل ځان د غوردواکمن په توگه وروپيژندلو. دی د افغانستان په سياست کی لوې رول لوبولوته ليواله واوکله چې د هارلن دځواک نه خبرشو نود خپلوڅو ملو سره دده لښکر ته ورغلو. هلته تر لسو ورځو دده دميلمه په توگه پاته شو او وې ليدل چې اروپاي پوځ څومره غښتلې او ډسپلن يې لرلو. د سفر په پاې کی دده اود رفيع بيگ تر منځ يوه لوزنامه وشوه چې ترمخې يې، هارلن او دده اولادونه به د غورباچاهان وي، رفيع بيگ او دده اولادونه به يې وزيران وي. په بدل کی هارلن به دده لپاره يو پوځ جوړوي، نوي وسلی به ورته راغواړي او دوي به تربيه کوي.
کله چې هارلن بيرته کابل ته ولاړو نو وليم ميکناټن سره مله د بريطانيې پوځ، د کابل ښار د نيولو په هڅه د لومړي افغان انگليس جنگ پيل شوی و. د هارلن انگرېزان نه خوښيدل او په ډاگه به يې په افغانستان کی ددوي مخالفت کوو. ډير ژرهارلن ددوي د سترگو ازغې شونودی له افغانستان ووتلواو د څه وخت لپاره په روسيې کی ميشت شو.
د شلو کالو د سرگردانۍ نه وروسته، امريکه ته په رسيدو دهارلن هرکلې د يواتل په توگه وشو. دده کيسه د هغه وخت په ټولوورځپاڼو او مجلو کی چاپ شوه اودی يوملي شخصيت شو. ده د مطبوعاتو سره ښې اړيکې وساتلې او دا يې د خپل شهرت لپاره وکارول. کله چې له ده به پوښتنه وشوه چې د غورباچا کيدل ورته څومره مهم دي، نو ده به وويل، چې دا شاهي منصب هيڅ مانا نه لري او دا چې کله دې باچاهانوته گوري نوهرڅه ورته يوه ټوکه ښکاري. دی د يو امريکاي په توگه ځان زيات دروند گڼي، يعني امريکاي کيدل له هر څه ورته لوړ و.
په ۱۸۴۹ م د مې په مياشت کی هارلن په چيسټرکاونټي کی د اليزبت بيکر نومې ميرمنې سره واده وکړو. ددوي يوه لور وشوه چې سارا نوميده. په بل کال هارلن د امريکاي حکومت سره د ډاکټر په توگه دنده پيل کړه. دخپلو سفرونو اوتجربو پر اساس ده يو کتاب وليکلو چې نوم يې و، ” د هند او د افغانستان يادښتونه. داوسني ترينگلي حالت ته په مشاهده، ددی ملکونو راتلونکې.” د ژوند وروستي کلونه، ده په سان فرانسسکوکی د ډاکټر په توگه تيرکړل او په ۱۸۷۱ م کی په ساه لنډي مړ شو.
سر چينې.
۱. د هند او د افغانستان يادښتونه. داوسني ترينگلي حالت ته په مشاهده، ددی ملکونو راتلونکې. ۱۸۴۲ م چاپ. جې. هارلن. ( د کابل د امير دوست محمد خان وروستې سياسي مشاور، دده د عمومي پوځ مشر، او شخصي معاون) فلاډيلفيا. مدير. جې ډابسن. ۱۰۶. چيسټنټ سټريټ ار.بالډوين پيټموسټررو.لندن.. مخونه. ۷۱، ۸۱.
۲. جوسايا اعظم. د هغه چا ريښتونې کيسه چې باچا شوې وې. بن ميکنټاير. هارپر پيرېنيل. ۲۰۰۵ م. ۱۳، ۱۴، ۱۵، ۱۶،مخونه.
صفيه حليم
josiah pic 123
د خبريدو نيته
۱۶ مارچ ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.