کندهار ته اورگاډې

bolan 2
په ۱۸۷۸ م کې د بريطانيې او د روس تر منځ په اروپا کې سيالي پاې ته ورسېده. انگرېزانو هغه وخت د هند په بېلا بېلو سيمو کې د اور گاډي پاټلۍ جوړولې او افغانستان ته د روسي سفارت تگ د دوي اندېښنې تازه کړې. دوي په امير شېر علي خان زور راوړو چې د انگرېزانو سفارت ته دې هم په کابل کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي خو هغه انکار وکړو.

انگرېزانو د کراچي نه کويټې او بيا کندهار ته د وسلو او نورو اکمالاتو د لېږدولو اړتيا وليده. دوي ۴۰ زره پوځيان د دريو لارو نه د افغانستان خاورې ته واستولې چې ښکاره د جنگ اعلان و. امير شېر علي خان د ۱۸۷۹ م په سر کې مزار شريف کې مړ شو او د ده زوې يعقوب خان د افغانستان د امير په حېث د مې په مياشت کې انگرېز سره تړون ت مجبور شو.
د هند وايسراې خپلو مشاورينو سره د ۱۸ ستمبر ۱۸۷۹ م کې دې نتيجې ته ورسېدو چې د بولان په دره کې د اور گاډي ليکه ضرور وه. درې ورځې وروستو د کندهار سټېټ رېلوې ( د کندهار سرکاري اورگاډې) په نوم ورباندې کار پېل شو. په لنډو به يې ورته کې- سي- آر وېل.
د ۱۸۷۹ م د اوړي په وتلو د دې پاټلۍ د جوړولو لپاره د افسرانو گومارولو امر ووشو او په لسو ورځو کې په کار لاس پورې شو.
په ۱۴ جنوري ۱۸۸۰ م ( په دريو مياشتو او يوولسو ورځو کې) ۲۱۳ کلوميټر پاټلۍ جوړه شوه چې د سندهه د ” رک” نه تر ” سېوۍ (سبي) غځېدلې وه. د هند په تاريخ کې دومره چټک د رېل دومره اوږده پاټلۍ تر اوسه نه ده جوړه شوې.
خو د سېوۍ نه وراخوا غرونه لوړ او کار پرې گران و. په دسمبر ۱۸۷۹ م کې د سروې گانو ډلې کندهار ته ورسېدې. په ۱۸۸۰ م کې روسانو هم د يو اور گاډي په جوړولو لاس پورې کړې و چې مخه يې ترکمانستان ته وه. انگرېزان په وېره شو چې دوي به هغه رېلوې لاين تر هرات وغزوي او دا ښار به ترې ونيسي.
د مارچ په مياشت کې بريطانيې د پارس د شاه سره يو تړون وکړو چې د ” هرات کنوينشن” نوم يې ورله ورکړو. د دې تر مخه پارس به د هرات کنټرول په لاس کې لري خو شرط يې دا و چې انگرېز پوځ ته به اجازه ورکوي چې هغوي هلته پاتې شي.
يو بل شرط يې دا و چې که بريطانيې په کندهار کې د ” رېل يا ټېليگراف” د جوړولو لپاره کار کوو نو پارس به په هرات کې هم د دې لپاره نه يواځې اسانتياوې برابروي، بلکه د هرات د عايد نه اضافه روپۍ به د لگښت لپاره ورکوي.
د پارس خارجه وزير د دې وروستي شرط د ليرې کولو ووېل. خو وروستو يې ورته غاړه کېښوده او په دې يې اعتراض کوو چې انگرېز د هرات د عايد په اړه چې حساب کړې و هغه د منلو نه و.
د پلنو پايو اور گاډي په تاو راتاو غرونو کې بره نشي ختلې نو ځکه د سېوۍ په شمال کې د هرناي او خوست لاره ورته مناسبه ښکاره شوه. د ژمي تر پاې بايد په دې کار شوې وې خو په ۱۸۸۰ م کې هغه عسکر چې په دې لاره يې څارنه کوله، د افغان جگړې لپاره وويستل شول او د کندهار د اور گاډي کار وځنډېدو.
کله چې کار بيا پېل شو نو د دې لپاره چې روسان ترې خبر نشي، دې ته يې د ” هري رود د پرمختگ پراجې ” نوم ورکړو. هغه وړې پاټلۍ چې د سامان وړولو لپاره کارېږي، پر ځاې يې د اوښانو نه کار اخستو. دا يوه سسته پروسه وه او دوه کاله پرې واوړېدل.
دا کار يې هغه وخت ختم کړو کله چې روسانو په ۱۸۸۳ م کې د ترکمانستان ښار مرو ونيولو. هغه وخت انگرېزانو په ډاگه د ” سندهه پښين ملي رېلوې” په نوم د پاټلۍ په جوړولو بيا لاس پورې کړو.
د سېوۍ نه لس کلوميټر وړاندې لاره کې ستونزې نه وې. خو کله چې انجينيران ” نارې سيند ” ته ورسېدل نو حېرانه پاتې شول. دا سيند په غرونو کې تاو راتاو مزل وهي او ځاې ځاې د اورگادي لپاره پرې پلونه جوړېدل. د سېوۍ نه هرناي پورې ۹۳ کلوميټر کې لس د اوسپنې پلونه جوړ شول. يو ځاې په يولسو کلوميټرو کې اورگادې په شپږو پلونو تېرېږي.
دا ۳۲۰ کلوميټر پاټلۍ د مارچ ۱۸۸۷ م کې کوټې ته وغځېده چې لاره يې په وچو غرونو او دشتو کې وه. په ۱۸۹۱ م کې د دې لاين يوه بله وړه برخه د کوټې په شمال کې چمن ته وويستل شوه چې په لاره بوستان نه تېرېده.
دا ليکه د چمن د کلا نه هم پينځه کلوميټر وراخوا وغځول شوه چې دوه کاله وروستو سر موټمر ډېورنډ د هند او د افغانستان سرکاري سرحد وټاکلو.
د دې پاټلۍ جوړېدو سره انگرېز چارواکو د راتلونکې غم هم وخوړو. په چمن کې يې د رېلوې يو لوې گودام جوړ کړو چې پکې د اوسپنې د پلونو، لرگي د تختو او نورو وسايلو زېرمې وساتل شوې.
کندهارته د اور گاډي د لاين پاتې برخه ۱۰۸ کلوميټر وه. دا کار د يو بيړني حالت يا جنگ د امکاناتو پورې وځنډول شو. په ترکمانستان کې روسانو هم داسې مواد په ” کوشکه” کې انبار کړل چې که اړتيا وه نو هرات ته به لاين جوړ کړي.
د سندهه نه تر چمن پورې د اور گاډي د دې پاټلۍ په جوړولو ډېرو مزدورانو خپل ژوند د لاسه ورکړو. په دې ۱۵ زرو خلکو کار کوو چې د دوي اداره کول پخپله يو لوې کار و. د پښتنو نه علاوه ، سيکانو او د پنجاب مزدورانو پکې کار کوو چې د خپلو متو د زو نه علاوه خپل مهارت او د درنو اوسپنو د يو ځاې نه بل ته د وړلو، په سم ځاې د لگولو او د جوړښتونو د توازن ساتلو نښې په دې پاټلۍ کې پرېښې دي.
د بلوچستان په دشتو کې د اوړي په سيورې کې حرارت ۴۸ سينټي گرېډ وي. په ژمي کې ساړه بادونه د خلکو په هډوکو ورننوځي. د بلوچ او د پښتنو قبايلو حملې، لوټل او وژل د کارکوونکو لپاره يوه سخت امتحان و. په مزدورانو کې د څرمنې ناروغي، ملاريا، او تبه عام و. په ۱۸۸۵ م د مې په مياشت کې دوه زره مزدوران د کولرا په وبا کې مړه شول.
د افغانستان امير عبد الرحمان د روس او د انگرېز د مخ نيوي لپاره پخپله خاوره د اور گاډي او د ټېليگراف په جوړولو بنديز ولگوو. هغه وخت ده ووېل،
” په افغانستان کې به هغه وخت رېل راځي چې افغانان يې پخپله د جوړولو جوگه شي. تر څو چې په افغانستان کې دومره وسله نه وي چې د يرغل کوونکو مخه ونيسي، د دې خاورې په لروبر کې د اور گاډو جوړول يوه اشتباه ده”
هغه افغانانو ته اجازه ورنکړه چې د چمن په اورگاډي سفر وکړي او وې وېل، ” دا پاټلۍ لکه د يوې چړې زما په زړه خښه ده” د ده په امر د افغان پوځ لپاره يوه پاڼه هم خپره شوه چې د جنگ پر وخت د اورگاډي پاټلۍ به څنگه تباه کوي.
په ۱۹۱۰ م کې انگرېزانو يو وارې بيا د افغانستان حکومت سره خبرې اترې وکړې چې د چمن پاټلۍ کندهار پورې وغځوي. دا وړانديز يې هم وکړو چې له هغه ځايه بيا هرات او ورپسې ” کوشکه” ته هم رېل گاډې تلې راتلې شي. خو دا پلان عملي نشو.
د چمن اور گاډې افغانانو کاروو او هره ورځ د دې د مال په ډبو کې د واورې په منځ کې به د افغانستان تازه مېوه تر ۱۹۴۰ م د هند ټولو سيمو ته وړل کېده.
د ويبپاڼو نه
صفيه حليم
bolan railway

Leave a Reply

Your email address will not be published.