
مولانا عبید الله سندهي په ۱۹۱۵م کې افغانستان کې ځان ازاد ګڼلو او د امیر حبیب الله په مشوره د هند دیوبندي مشرانو ته يې پیغامونه واستول چې د جنګ لپاره تیار شي. “بیعت نامې” يې تیارې کړي او خپل پیغامونه به يې په وریښمین رومالونو لیکل چې په لاره د نیول کیدو خطر يې نه و.
په کابل کې امیر حبیب الله خان د ترکي او جرمني استاځو سره ملاقات کې وویل چې تر څو دواړو ملکونو ورته یو لک (سل زره) پوځ ورنکړي، افغانستان به په روان جنګ کې بې طرفه پاتې وي. مولانا سندهي د هغو دوو ملکونو له خوا هم هیله من و چې د هند د نجات لپاره به یو لښکر افغانستان ته واستوي. د انګریز له جغ څخه وتلو ته لیواله، د هند بې شمیره ځوانان چې پښتانه هم پکې وو، په برلین کې راټول وو. دوی د هغه ځای د خارجه وزارت په مرسته یو ملت پال ګوند (انډین نیشنل پارټي) جوړ کړی و. راجا مهندر پرتاب او مولوي برکت الله د دې ګوند استاځي وو. خو په کابل کې د جرمني او ترک استاځو سره د هندي وګړو اختلاف پیدا شو. دوی سره په ملاقات کې مولانا سندهي خبر شو چې د انډین نیشنل پارټۍ صدر مهندر پرتاب او د ده معین مولوی برکت الله اعلان شوي وو. دواړو په خپل ژوند کې د افغانستان، صوبه سرحد، پنجاب او بلوچستان نقشه هم نه وه لیدلی. خو ترکانو او المانیانو ته يې غوری کولې چې افغانستان یو زوره ور ملک دی، صوبه سرحد او بلوچستان کې د دوی پلویان شته او حملې نه وړاندې به په دغو دوو صوبو کې ولس پاڅون کوي. دا چې که یو ځل مونږ صوبه سرحد ونیولو نو بیا ټول هند به په اسانه راته تسلیم شي. هغوی ته يې دا ډاډ هم ورکړی و چې انقلابي کسان یواځې په بنګال کې موجود وو. د دې معلوماتو په بنسټ، جرمني (۱۹۱۴م) د جنګ نه دوه میاشتې وړاندې، د وسلو او بارود ډک دوې بېړۍ بنګال ته وراستولي وې. بنګالیانو دا ټوله وسله یو ځای په زمکه کې پټه کړه چې په ټول هند کې د یو امکاني بغاوت لپاره بس وه.
یو کال وروسته، جرمني په بنګالیانو نیوکې کولې چې دوی وسله واخیسته خو تر هغې دوی څه کارنامه ونکړه. بنګالي انقلابیانو ورته ویل چې ترڅو په صوبه سرحد کې پاڅون و نشي، دوی بغاوت نشي کولی. مهندر پرتاب د جرمني حکومت ته ډاډ ورکاو چې په افغانستان کې د امیرعبد الرحمن له خوا لوی مشینونه لګول شوي او د بغاوت په وخت به بارود او وسله د افغانستان څخه صوبه سرحد ته استوي. دا يې هم ویل چې په کابل کې د دوی لوی شمیر ځوانان موجود او د افغانستان په پوځ کې د دوی اغیز شته دی نو د دوی په رسیدو سمدلاسه به د جنګ بیرغ پورته شي.
مولانا سندهي د ترک او جرمني استاځو سره ولیدل نو دوی ته يې ټول حقیقت بیان کړو چې په صوبه سرحد کې هیڅ ځواک نشته. هلته یو ټوپک په زر روپۍ او یو کارتوس په یوې روپۍ خرڅېږي. د هغه ځای خلک غریب دي او په ولس کې جوش شته خو جنګي وسایل نه لري. دوی یواځې د خپلې ګټې لپاره د انګریز خلاف حرکت کوي. کله چې انګریز ورته پېسې ورکړي نو بیا غلی شي. په افغانستان کې د وسلو کارخانه نشته او که تاسو بلوچستان د “وډهه” په ساحل د وسلو بېړۍ وراستولی وای نو ممکن هلته خلکو بغاوت کولې شوای. د جرمني استاځي د دې خبرې په اوریدو نقشه راوغوښته او د بلوچستان دغه ځای يې پخپله ولیدو.
مولانا سندهي ورته دا هم وویل چې بنګالیان، که هندو وي یا بل مذهب، د جنګ خلک نه دي. دوی ممکن په پټه چرته بم واچوي خو نور د یو نظام سره وسله وال جنګ نشي کولی. په کابل کې د جرمني استاځی په دې حیرانه شو او مولانا سندهي ته يې وویل چې مونږ پخوا هندیانو ته ویلي وو چې اول د صوبه سرحد د زور او د حالاتو جاج واخلي او بیا دې خپل استاځي راولېږي. خو د جرمني حکومت یوه اشتباه وکړه چې د وسلو لویه زیرمه او وسله يې بنګال ته واستول. ویل يې دوی راسره لوی خیانت وکړو ځکه په هند کې مسلمانان لږ او هندوان په اکثریت کې دي. خو اوس دا غلطي شوی ده، بیا به داسې نه کوي.
مولانا سندهي لیکي چې دغسې پیښه ډېر وروسته راسره په ترکي کې هم وشوه. هلته د اتاترک سره لیدو نه وروسته له کوټې څخه بهرشوم نو وزیراعظم “عصمت پاشا” راته وویل چې د هندوستان مسلمانان څومره ریښتوني دي. هغوی د کابل نه مونږ سره مرسته وکړه او خپلواکي مو تر لاسه کړه. دا د هند خلافت تحریک (۱۹۲۰) ته یوه اشاره وه او اتاترک د نقشو له مخې اندازه ولګوله چې په هند کې به مسلمانان په اکثریت کې وي.
مهندرپرتاب او د ده ملګري، په پېل کې مولانا سندهي ته ډېر مخلص نه وو خو ورو ورو پوهه شول چې هغه سره همکاري به ورته ګټه ور وي. د دوی ټولو په مشوره یو کس عبد الباري يې په کابل کې د هندوستاني مهاجرو صدر وټاکلو. مولانا وروسته خبر شو چې په لومړي نړۍ وال جنګ کې د افغانستان امیر حبیب الله خان له وړاندې څخه، انګریز سره ژمنه کړی وه چې دی به بې طرفه پاتې کېږي. هغه “بیعت نامې”، امیر د دې لپاره د مولانا په لاس راټولول چې نه په صوبه سرحد او نه په سندهه کې خلک د انګریز خلاف پاڅون وکړي. د دې لپاره امیر حبیب الله د برطانیې څخه لویه پېسه اخیستې وه چې د وخت په تیریدو هغوی ورزیاتوله.
د امیر ورور شهزاده نصرالله د دې هر څه نه خبر و خو په دې هم ویرېدو چې مولانا او ترک استاځي د ده لپاره استول شوی و. د مولانا سندهي د پلان سره سم، دوی به تر اباسین، د انګریزانو نه ټوله سیمه واخلي او شهزاده نصرالله باوري و چې هغه پخپله به د دې ټولې سیمې حاکم شي. مولانا ورته ډاډ ورکړی و او نصرالله ورسره ډېره مرسته کوله. اخوا دا هم ښکاره وه چې امیر حبیب الله د انګریزانو نه ډاډ تر لاسه کړی و چې د تخت راتلونکی وارث به د ده زوی شهزاده عنایت الله خان وي. هغه وخت په روس کې کمیونسټ انقلاب پېل شوی او د هند نه ورغلي کمیونسټانو په تاشقند کې خپل مرکز لرلو چې مشر يې “منیندرا نات رای” ټاکلی و.
د ۱۹۱۶م په پېل کې د هندي مهاجرو یوه استاځی ډله د تاشقند نه بیرته راغله او نایب السلطنت شهزاده نصرالله سره يې ولیدل. هغه ته يې خبر ورکړو چې روس ورته په هندوستان د حملې لپاره د یو لک پوځ ورکولو لوظ کړی دی. مهندرپرتاب په دې خبر شو نو بلخ د لارې روس او بیا هلته نه سویټزرلینډ کې خپل ورور ته لاړو. هغه ته يې وویل چې مسلمانان په هند حمله کول غواړي. دی په ویره و چې که هند بیا د مسلمان لاس ته ورغلو نو اکثریت هندوان به بیا د دوی محکوم شي.
نور بیا