بابړه

Babarra shooting
په ۱۹۴۸ م کې د هند له ويش وروسته د پاکستان مشر (ګورنرجنرل) محمد علي جناح لومړۍ سياسي فيصله په صوبه سرحد کې د پښتنو منتخب حکومت فسخ کول وو. د دې مشر وزير ډاکټرخان صاحب ( د باچا خان ورور) يې برطرف او په ځای يې د مسلم ليګ ګوند سردار عبد القيوم خان ته د حکومت جوړولو اختيار ورکړو. عبدالقيوم يو نامتو وکيل او په صوبه کې مخه ورکس و. هغه د امنيت ساتلو لپاره په ټوله صوبه کې د قانون ۱۴۴ دفعه (ماده) اعلان کړه چې د هغې تر مخه د ۴ نه زيات کسان په يو ځای نشي غونډيدې. د دې نه علاوه عبد الغفارخان او نور پښتانه مشران يې په جيل کې بند کړل. د دې قانون له مخې حکومت له خوا که يو کس ونيول شو نو هغه به تر نامعلومې مودې په بند کې ساتل کېدو او د هغه مال به يې ضبطوو. د دې لپاره هيڅ ډول ثبوت ته هم اړتيا نه وه. صاحبزاده محمد خورشيد هغه وخت د صوبې ګورنر و او د هغه وينا دا وه چې پخپله محمد علي جناح ورته د دې قانون د پلي کولو امر کړې و. په سوونو نيشنلسټان ونيول شول، شکنجه يې کړل او د دوې جايداد يې سرکاري کړو. مهمه خبره دا وه چې د ګرفتار کسانو، نه ضمانت کيدو او نه يې په محکمه کې دفاع کيدې شوه.
د دې قانون خلاف ملت پاله ګوند پاتې مشرانو د چارسدې نه بابرې ته د مارچ پلان جوړ کړو. دا خبر لويو ورځپاڼو ته هم ورکړې شو او ټولو ګډون کوونکو ته وئيل شوي وو چې هغوی به تش لاس مظاهرې ته راځي ان تر دې چې د کوتک راوړو اجازه هم نه وه. څرګنده نه ده چې پوليسو مشر يا د والي له خوا ملت پالو مشرانو سره د مظاهرې د نه کولو خبرې وشوې يا هغوي د دې کار نه منع شول که نا؟
په هغه مياشت کې د پاکستان د جوړيدو کال پوره کيدونکې و او حکومتي دفترونو کې د نمانځنو تابيا کيده. د اګست په ۱۲ نيټه، د چارسدې خلک د بابړې په ميدان کې راټول شول. د پوليسو وينا دا وه چې هغوی خلکو ته د خپلو کورونو ته د تلو ووئيل او دا چې د ډزو خبردارې يې ورله ورکړو. خو خلک هم هغسې ميدان ته روان وو. په دې وخت کې د پوليسو مشين دار ګاډي د ميدان نه راتاو شول. عبد القيوم خان پخپله هم د پوليسو په بدرګه هلته راورسيدو. پوليس د ټوپکو سره مظاهره کوونکو مخې ته ودريدل او اخر چې دوی د خپل ځای نه و نه خوځيدل نو ډزې يې پېل کړې. هغه وخت د ملت پالو يو سالار امين جان راورسيدو او خلک يې وړاندې تلو نه منع کړل.
د کلي ښځو چې د ډزو غږ واوريدو نو قرانونه په سر بابړې ته يې داو کړل. هغوې پوليسو او پوځ ته زارۍ کولې او قران يې ورته وړاندې کوو چې ګولۍ چلولو نه دې لاس واخلي. خو ډېرې ښځې هم په ميدان کې ووژل شوې. د پوليسو سره کارتوس خلاص شول، نو پوځ د مشين ګڼو خلې پرانستې. په دريمه حمله کې څو لاسي بمونه يې ورباندې وغورځول. تر ۴۵ مينټو په بې وسلې اولس دغه ناتار روان و. کله چې لوګې او دوړې کيناستې نو د مړو او ژوبلو په راټولولو لاس پورې شو. د ۶ نه تر ۷ سوو خلکو جنازې وشوې. د ۱۰۰۰ نه تر ۱۲۰۰ کسان ټپيان و. ” حیرانونکې خبره دا وه چې په بابړه کې ژوبل شوي کوم کسان وروستو د علاج د پاره هسپتالونو ته يې یوړل نو د هغوی نه علاج تر څنګ د هغو کارتوسو پیسې هم واخستل شوې په کومو چې ویشتل شوي وو”
د سترګو ليدلي وايي چې د مړو شميره ۱۳۰۰ ته رسيده ځکه شا و خوا ۲۵۰ کسانو مړي يې جيندي سيند ته غورځولي وو.
د پيښې نه وروستو پوليسو به کور په کورچاپې وهلې او د مړو خپلوانو ته به يې وئيل چې د دوي سړي څنګه دې مظاهرې ته لاړل او ولې يې بهر پريښودل؟ د پوليسو له ويرې ډېرو خلکو خپل مړي په پټه خښ کړل او دا يې نه وئيل چې هغوي په مظاهره کې وژل شوي وو. ممکن د دې پيښې د مړو او ژوبلو شميره چرې هم معلوم نشي.
د وژنې نه مياشت وروسته، مشر وزيرعبد القيوم خان په صوباي اسمبلۍ کې د خپل ځان په دفاع کې وويل، ” ما په بابړې کې د قانون ۱۴۴ ماده اعلان کړې وه. کله چې خلک تيت نشول نو په دوی ګولۍ وچلول شوه. دا خلک دېرخوش قسمته وو ځکه د پوليسو سره ګولۍ خلاصې شوې، که نا يو سړې به هم ژوندی نه وې پاتې شوې.” د دې خونړۍ پيښې يو تصوير ښايي چې د لومړيو ډزو نه وروسته هم خلک پخپل ځای ولاړ وو. دا پيښه که بل ځاې شوې وای نو ممکن ډېر کتابونه به ورباندې کښل کيده. خو تر اوسه پخپله ملت پالو ډلو د بابړې په اړه نه د پلټنو تکليف کړی دی او نه يې دا معلومه کړې ده چې په پيښه کې څومره کسان مړه او ژوبل شول. د دې ليکلي معلومات هم د نيشت په حساب دي او څه چې خلکو پخپلو سترګو وليدل، هم هغه راپاتې دي. تر ټولو لويه پوښتنه دا ده چې د قانون د دفعه ۱۴۴ نه د دوی مشران خبر وو خو بيا يې هم خلک راوويستل. د پيښې ټوله پړه په عبد القيوم خان اچول دا حقيقت نشي پټولې چې ملت پاله مشرانو لاسونه هم د بې ګناه اولس په وينو رنګ دي.
د خپريدو نيټه
۱۶ دسمبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

4 Responses to بابړه

  1. محمد اشرف یاد
    23 December, 2015 at 6:45 PM

    د بابړې د شهیدانو په اړه مې عامه معلومات درلودل خو په مستند ډول مې دا ړومبی ځل دی چې داسې یو څه لولم، د اګست ۱۲ مه باید په لویو لویو غونډو سره وغندل شي تر څو عامه افکار د پاکستان د وحشتونو څخه خبر شي، تاسو نه هم ژوند ژوند مننه چې دا ډول په واقعیتونو ولاړې لیکنې خپروئ. بیا هم مننه

  2. محمد اکرام ماموند
    26 January, 2016 at 6:12 AM

    ډیر ښه معلومات دی. مننه کوم

  3. ر-بشارت
    12 August, 2018 at 2:35 AM

    ډېر په زړه پورې معلومات و، د بابړې د پېښې په اړه مو هر وخت اورېدل، خو نه پوهېدم چې څنګه پېښه شوه، څومره خلک پکې شهیدان شول؟ او وجه یې څه وه؟ دا لومړی ځل دی چې تر یوې کچې پراخ معلومات لولم، لږه شېبه مخکې مې په فیسبوک کې د یو سپینږیري مرکه اورېده چې وايي د بابړې د پېښې په وخت ماشوم و، او یوه پښه یې هم په کې ژوبله شوې ده، د هغه خبرې او دا معلومات سره یو ډول دي، نو ډېره مننه صفیه خور

  4. عبدالباري همدرد.
    12 August, 2018 at 5:24 AM

    سلامونه او احترامات مو قبول كري.
    دير خايسته معلومات. د پاكيستان حكومت تنها د انگريزانو او غربيانو يو پالسي وه او د بشتون قوم ختمول وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *