د شړۍ قصيده

Burdah
په ۱۳ ميلادي پېړۍ کې د مصر يو شاعر او عالم شيخ شرف الدين د رسول الله ﷺ په صفت کې يو نظم وويلو چې د “برده” په نوم شهرت لري. دا قصيده په لسو برخو کې او ۱۶۰ بيت لري چې وروستۍ بيت يې په “م” ختمېږي. د دې ژباړه لاطيني، انګريزي، ترکي، فرانسوي، جرمني فارسي، اردو او پښتو کې شوې ده او په بېلا بېلو ژبو کې په اړه يې د ۹۰ نه زياتې ليکنې شوي دي.
په اسلامي نړۍ کې ځیني خلک د ناروغۍ نه د شفا لپاره دا لولي او د دين طلبا د دې ادبي او روحاني اړخونه مطالعه کوي. د برده کيسه پخپله يوه په زړه پورې او غيرعادي پېښه وه.
د امام بوصيري خپل نوم محمد سعيد بن حماد و او دی په ۶۰۸ هجري د شوال په لومړۍ نيټه د مصر په “دلاص” نومې کلي کې وزېږېدو. دی د بربر يوې قبيلې منهاجه نه و نو ځکه منهاجي هم بلل کېدو. وروسته د ده ټبر “بوصير” کې ميشت او بوصيري شو خو د خپل شرافت له کبله يې د شرف الدين لقب ګټلې و.
ده په قاهره کی د عربي ادبياتو او اسلامي علومو لوړې زدکړې تر سره کړې. د انجيل مطالعه يې هم کړې وه او په مسيحيت او يهوديت يې شعري تبصرې وليکلې. په يو شمېر نورو موضوعګانو يې يوه لوی منظوم کتاب هم وکښلو. بوصيري په ځوانۍ کې شعر د خپلې ذهني عياشي او د معاش لپاره ويلو. د قصيدو په بدل کې به حاکمانو ورله پېسې ورکولې. د ده عشقيه شاعري د ديوان بوصيري په نوم پاتې ده. د شاعرۍ نه علاوه خطاطي يې هم زده وه او کله کله د چار واکو لپاره کاتب يا د خطاط په حيث کار کاو.
امام بوصيري د هغه وخت د اسلامي نړۍ په حالاتو خواشينی و چې تاتاري حملو کې د دې ښکلي ښارونه ويجاړېدل. دی د خپل زړه د تسلي لپاره نامتو صوفي ابوالعباس احمد المرسي آستانې ته ورتلو. وروسته بيت المقدس ته لاړو او لس کاله هلته د عبادت او رياضت نه وروسته حجاز او بيرته مصر ته لاړو.
امام بوصيري د رسول الله ﷺ لپاره په زړه کې ډېره مينه لرله. يو وخت دی فالج (ګوزڼ) ووهلو او د علاج د لګښت لپاره به يې قصيده خواني کوله. ډير علاج يې کيدو خو روغ نشو. آخر چې ناهيلې، د جمعې په يوه شپه ځان له يواځې کيناستو او په پوره اخلاص او باور يې حضور پاک ﷺ ته يوه قصيده ويله. هم هغه وخت د ده سترګې ورغلې او په خوب کې يې رسول الله ﷺ وليدو. هغه د ده د وجود په ځپليوبرخو لاس ووهلو.
امام بوصيري چې ويښ شو نو په رنځور وجود يې هغه يمني شړۍ پرته وه چې ده د رسول الله ﷺ سره ليدلې وه. هغه روغ شوی و خو د دې نه هم عجيبه خبره دا وه چې امام بوصيري کله د خپل کوره ووتلو نو خپل شيخ ابوالرجا يې په لاره وليدو. شيخ ورته وويل چې ما ته د هغه قصيدې يوه نقل (کاپي) راکړه. امام بوصيري ورته وويل چې ما خو ډېرې قصيدې ليکلي دي، ته کومه يوه غواړې؟ هغه ورته وويل چې هغه قصيده چې لومړی بيت يې، ” أمِنْ تذَكُّرِ جيرانٍ بذي سلمِ” دی.
امام بوصيري ورته وويل چې تا ته د دې قصيدې پته څنګه ولګېده، ځکه ما خو دا هيچا ته نه ده اورولي؟ هغه ورته اوويل چې بيګا تا د رسول الله ﷺ په خدمت کې دا قصيده واوروله، ما هم اورېده. بوصيري بيا هغه قصيده شيخ ته ورکړه او هم هغه وه چې دا د برده (شړۍ) د قصيدې په نوم مشهوره شوه. وايي چې کله چې دا قصيده د مصر والي بهاو الدين غوږ ته ورسېده نو هغه د دې د اوريدلو پر وخت له احترام ودرېدو. امام بوصيري په۱۲۹۵ م ( ۶۹۴ ه) کې د مصر په اسکندريه ښار کې وفات شو او هم هلته يې زيارت جوړ دی.
په پښتو کې ممکن پخوا د دې قصيدې ژباړه شوې وي خو هغه چې په ليکلې بڼه پاتې دي، يوه عبد القادر خټک، دويمه ملا شرف الدين او دريمه مولوي محب الدين کړي دي. دغه درې واړه په يوې مجموعې کې خپرې شوې وې. د برده قصيدې څو بيتونه په مدينه کې د مسجد نبوي په ديوال هم ليکل شوي و. وروسته د دې جومات د پراخولو پر وخت دا يې پاک کړل خو يو بيت يې اوس هم هلته شته.
په پښتو کې د دې وروستۍ منظومه ژباړه سراج الاسلام سراج د مثلث په شکل کړې ده. لومړی شعر يې داسې دی:
ولې په ژړا ژړا دې سترګې سرې انار کړې
دا د وينو اوښکې دې په چا باندې نثار کړې
تا ته جوړ ياد شوي دي دوستان د ذي سلم
سرچينه
قصيده برده- پښتو ژباړه سراج الاسلام سراج، اکوړه خټک- ناشر رحمکاريه ادبي ټولنه، زيارت کاکا صاحب، تحصيل نوښار.
۷ ستمبر ۱۹۸۴ م ( ۱۱ ذی الحجه ۱۴۰۴ ه )
د خپرېدو نيټه
۱۸ دسمبر ۲۰۱۵ م
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment
  1. اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ
    كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ
    .إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ

    اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ
    كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ
    .إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *